
څه وکړو چی په هیواد کی عام خلک ونه وژل شی ؟
داموضوع ډیره مهمه ده اوباید په ډیردقیق فکر او غورورباندی خبری وشی . دبده مرغه نن سبا په ګران هیواد کی که هره ورځ نه وی نویوه ورځ ترمنځ په دوهمه ورځ ارومرودداسی پیښو خبر اورو چی په فلانی ځای کی دعملیاتو په ترڅ کی عام خلک ووژل شول حکومتی چارواکی ورباندی خپل تاثرات څرګند کړی او بهرنی ځواکونه بښنه وغواړی او غم دغمجنو په کورونوکی پاتی شی هغه متل دی چی وایی ملامړ او کوریی تالا.
زما په عقیده باید ددی عمل دمخنیوی لپاره دالاندی ټکی عملی شی .
۱. ترهرڅه دمخه باید داتخمین دیرش کلنه جنګی غمیزه پاﺉی ته ورسیږی اوجنګ ختم شی اوداکار هله کیدای شی چی بهرنی لاسونه وروغونډشی او په افغانستان کی دټولو اسلامی اصولو ، انسانی غوښتنو حقوقی ارزښتنو او بین المللی منشور او میثاقونو په رڼا کی دنورو په شرکی دځان خیرونه لټولی شی او دیوی عادلانه محاسبی له مخی بی له کوم توپیر څخه هرچا ته خپل حق ورکړل شی .
۲. دحکومت چارواکی باید داکثریت خلکو ارادوته درناوی وکړی او په خپلو وعدوکی مخلص او ریښتنی ووسی څه چی وایی عملی یی کړی او دعدل اوانصاف په بنیاد چال چلند وکړی.
۳. کاراهل کارته وسپاری اودغه معلومی څیری چی دهیواد اوخلکو دسرنوشت په ټاکنو کی په هره غونډه او چاروکی ورته ځای ورکول کیږی او دخلکو او هیواد دسرنوشت په ټاکنه کی منفی رول لوبوی او هرتصمیم دځان په ګټه نیسی باید دصحنی څخه وویستل شی ځکه چی دازمویل شو بیابیا ازمیل منطقی کارنه دی او همداوجه ده چی داکثریت افغانانو اوحکومتی چارواکو ترمنځ فاصله زیاتیږی اوځانونه بیګانه ګڼی اوداخوځکه چی دبیګانه ونظرورته کیږی .
۴. حکومتی لوړپوړی چارواکی او په سرکی جناب کرزی صاحب باید لکه څنګه چی مدعی دی چی دخلکو ټاکل شوی ولسمشر دی دټولو خلکو دحقوقو درناوی وکړی او بی له کوم توپیر څخه هرچا ته خپل حق ورکړی ولی دبده مرغه کرزی صاحب اودده دماتی ګوډی کابینی یوشمیر غړو علنآ او عملآ دولسی جرګی او ولایتی شوراګانو په ټاکنوکی دځینو کاندیدانو څخه په مادی لحاظ ملاتړوکړ اودخپل حکومتی نفوذ څخه یی دهغو په ګټه کارواخیست ، دکمیسونونو دغړو څخه نیولی بیا دولسوالانو ترسطحی پوری داپروسه عملی شوه چی نن سبا یی دټولو څخه دحل لاره ورکه ده او په نړۍ کی به دداسی ټاکنو مثال ونه موندلی شی چی دحل وفصل لپاره یی اختصاصی محاکم جوړیږی .
۵. زورواکی تردی حده رسیدلی ده چی چاته ددی حق نه ورکول کیږی چی په خپل شخص ملکیت کی ازادانه تصرف وکړی یایی خرڅ کړی او یایی واخلی .
زه ددی خبری دثبوت یوژوندی مثال وړاندی کوم او هغه داچی زکیم شا خان چی یووخت دسوداګری وزیر ، دمالی وزیر اوبیا دافغانستان دجمهوری ریاست داول وار دټولټاکنو دخپلواک کمیسون دمشر په حیث دنده ترسره کړی ده او واقعآ پاک شخص دی او لکه چی نن سباپه جمهوری ریاست کی دجناب کرزی صاحب په اقتصادی برخه کی مشاوروزیر دی په مکروریان کی یی دری خونی کور په قانونی اسنادودحکومت څخه اخیستی دی اویو بل زورواکی ورڅخه په زور نیولی دی دی په کی نه پریږدی ، نوراشی او قضاوت وکړﺉ چی دجمهور ریس دیووزیرمشاورپه حق کی داسی زورواکی روانه وی نودنورخلکو حالت به څه ډول وی ؟ داسی نور ډیر مثالونه ترڅو چی په هیواد کی دغه ډول زورواکی ، بی عدالتی او ناخوالی روانی وی اودقانون حاکمیت اصلآنه لمس کیږی نوارومرو به دحکومت اوخلکو تر منځ بی باوری زیاتیږی فاصله به راځی غرونه ته به خیږی دګاونډی هیوادونو لاس به په کی پیداکیږی دوی به خپل حق غواړی او ګاونډیان به ورڅخه سیاسی بهره برداری کوی جنګ جګړه به روانه وی اوهغه متل دی چی وایی : -
( په جنګ کی مړی کیږی ) په همدی ترتیب به عام او بی ګنا خلک وژل کیږی جناب کرزی صاحب . به دغه ډول پیښی غندی او خپل تاثرات به پری څرګنده وی اوبهرنیان به عفوه غواړی بښل کیږی به او غمجن خلک او کورنۍ به په خپل غم ژاړی .ولیدل شی چه دسولی دعالی شورا مشران اوغړی به چی همغه پخوانۍ څیری په کی سره ښکته پورته کیږی دسولی په عملی پروسه کی څومره مثبت رول ولوبولی شی ، که چرته واقعآ سوله راشی او جنګ جګړه ختمه شی نوبیا خو ورسره لاس په لاس دولس بی ګناه وګړو دمرګ ژوبلی داستان هم ختمیږی او که ددی شورا دجوړیدو انجام دنوروغونډو په څیر شی نوبیا به دادوژنی لړۍ همداسی روانه وی اودیوی ورځی څخه به بلی ته زیاتیږی لکه چی بهرنی جنرالان هم په دی اعتراف کوی او وایی چی (۲۰۱۰) میلادی کال دتیرو کلونو په پرتله یو خونړی کال و .
زه په دی خبره څه ویل نه غواړم چی بهرنی ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کی دافغانستان څخه وځی او که په ۲۰۱۴ میلادی کال کی ووځی او که پاتی کیږی ولی داخبره ضرورکوم چی تر څو پوری په هیواد کی دګاونډی هیوادونو لاس وهنه په واقعی توګه بنده نه شی ، حکومتی چارواکی عملآ داکثریت خلکو ارادوته بی له توپیره درناوی نه کړی خپل خلوص اورښتینولی ثابته نه کړی ، دقانون حاکمیت ونه منی ، عدل اوانصاف په خپل چال چلندکی عملآ ونه ښی ، کاراهل کارته ونه سپاری ازمویل شوی څیری تعویض نه کړی ، حکومتی لوړپوړی چارواکی او په سر کی یی جناب کرزی صاحب دافغان ولس دحقوقو درناوی ونه کړی او زورواکۍ ته عملآ دپای ټکی کینښودل شی داجنګ جګړه به روانه وی او په هیواد کی به عام خلک وژل کیږی .
یو شاعر وایی :
وقــــت مـردن ګـفــت فـلاطــون دوســخــن
حیف دانامردن وصدحیف نادان زیستن