روهي ( پنځه نۍ / ۲۰ دلیندۍ) ، ولسمشر غني نن د هرات-خواف ریل پټلۍ پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اوسپنې پټلۍ په اسیا کې د ټرانسپورټ تر ټولو ارزانه، ګټوره او مهمه لاره ده. نوموړي زیاته کړې، په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې د کندز-مزار، کندهار-کابل او کابل-تورخم د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هم کار پیل شي.
ولسمشر غني ویلي، له دې لارې له افغانستان څخه سوداګریز توکي اروپايي هیوادونو ته رسیږي او په خبره یې، هرات-خواف ریل لار د اسیا لویې وچې د ترانسپورټ لپاره تر ټولو ارزانه، اسانه او ارزښتناکه لار ده چې له دې وروسته به د افغان او ایراني سوداګرو لپاره خورا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
خواف-هرات رېل پټلۍ باندې تر ازمویښتي تګ راتګ وروسته نن په رسمي توګه اورګاډی روان شو او له ایران هم د افغانستان په لور له پرانیستې سره سم اورګاډی را روان شو چې تر ډېره به سوداګریز توکي لېږدوي.
ټاکل شوې چې دا پټلۍ په افغانستان کې له تېرېدو وروسته له مرکزي اسیا سره وتړل شي او دغه راز به افغانستان د ایران له لارې له ترکیې او اروپا سره وتړي.
وروستي