افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ملي دسترخوان لړۍ پیل شوه  د وچې ډوډۍ ویش پر مهال د غریبو کورنیو نومونه لیست کې نه وو اوس  خوراکي توکي چاته ویشل کیږي؟

روهي ( درې نۍ / ۱۸ دلیندۍ)، په خوست کې د ملي دسترخوان برنامه پیل شوه.
 
نن ورځ په خوست کې د ملي دسترخوان د برنامې د پیل په مراسمو کې چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې نیول شوي  وو په کې د ولایت والي ښاغلې تورن جنرال مهمند کټوازي د ملي دسترخوان د مرستې د توزیع پرمهال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د یادو مرستو د توزیع پر وخت به له پوره شفافیت کار اخیستل کیږي، ترڅو اړمنو کورنیو ته خپل حق ورسول شي.
 
هغه وویل چې دا د ولسمشر خاصه برنامه ده، چې په کلیو او بانډو کې به ترې بې وزله کورنۍ ګټه واخلي.
 
د ولسي تړون برنامې مسول سفر محمد د ملي دسترخوان په اړه مالومات وړاندې کړل او ویې ویل چې یادو مرستو په اړه مخکې د کلیوالي شوراګانو په همغږۍ سروې تر سره شوي او هغه کورنۍ چې د اقتصادي وضعیت یې ښکته او اړتیا لري، چې ورسره مرستې وشي په ګوته کړي دي.
 
هغه وویل هرې کورنۍ ته به د څلور زره افغانیو خوراکي توکي ورکړل شي، چې دا برنامه به د خوست په مرکز او ولسوالیو کې تطبیق شي.