د زوی د مرګ په لټه

د ماښام تیاره خوره شوې وه، په پاخه سرک نور ګاډي نه تیریدل، له موټرو د پیسو راټولونکي پاټکیان پاس غونډۍ ته خپلو مورچلو ته راختلي وو. همدا چې وړو سرګروپانو د لوی امیر په امامت جمع وکړه ټول د جګړه ایز مرکز وړې ودانۍ ته ورننوتل چې امیر ته د تیرو تودو جګړو حال بیان کړي او له هغه سره په دښمن د راتلونکو حملو لپاره د ده په پلان وغږېږي، لارښوونې يې واوري او خپل وړاندیزونه او غوښتنې ورسره شریکې کړي خو امیر مخکې له دې چې په دې اړه بحث راواخلي، د لوېی لارې د ټولو پاټکونو(پوستو) مسولینو ته امر وکړ چې د نن ورځ له لاریو او مسافرو راټولې پیسې د ده مخ ته کېږدي. پاټکیان یو په بل پسې ووتل او د لویو او وړو بانک نوټونو بوجۍ یې له ځانه سره راوړې. په درنګ شېبه کې له پیسو نه دډکو بوجیو لوی امبار جوړ شو. امیر چې په یوه لاس کې یې ږیره نیولې وه او په بل یې له تسپو ټکهار ویسته، د پیسو بوجیو ته ښه شېبه ځیر شو، بیا یې په ده راټول ټول قوماندانان ناستې ته راوبلل:
ـ کښینئ!
د پیسو بوجیو ته له سره ځیر شو، مخ یې بېرته دوی ته راوګرځاوه څو د پیسو اندازه ورته څرګنده شي:
ـ څومره راټولې شوې دي؟
د ناستو پاټکیانو له منځه هغه چې اوږده ويښتان یې تر اوږو رسېدل، په لوړ اواز ځواب ورکړ:
ـ پینځه سوه میلیونه.
د لوی قوماندان تندی ګونځې شو، په لاس کې نیولې تسپې یې په مېز کېښودې.
ـ ولې پینځه سوه؟! تېره هفته زرمیلیونه، دې هفته کې څه ټکه رالوېدلې ده؟
 
ټولو یو بل ته مړه مړه وروکتل، سرونه یې بې واکه ټیټ ونیول، له هېچا سوڼ نه خوت، لکه پخپله دنده کې چې پاتې راغلي وي او ناغېړي یې کړې وي. امیر طوفان په ونه ټیټ، یو موټی او وچ کلک ډنګر و، خو په جګړو کې یې زړورتیا، مهارت او مدیریت ته هیڅوک نه رسېده. هغه نن سبا نه یوازې د جګړې یوه لویه جبهه رهبري کوله، خورا بې رحمه او ظالم هم و. له دې کبله نه یوازې نور وګړي ترې ډېر ډارېدل، خپل جنګیالي هم مخې ته نه ورتلل. د امیر تور نور هم راوپارېد، په سر ایښی پکول یې له سره لیرې کړ، په مېز د ایښې تومانچې ترڅنګ یې کېښود، په غوسه یې بیا وویل:
ـ څنګه مو سرونه ټیټ شول، لارۍ او خلک کم شوي، که تاسو یې خپلو کې ویشئ؟
 
ټول ته وا له خوبه راپاڅېدل، وښورېدل، د قوماندان شک وبېرول، یوه چې تر ټولو مشر و، ځواب ورکړ:
ـ یوه روپۍ دې ارامه وي، دې اونۍ کې ټولې لارۍ له کابل وې، بل تن یې په پلوۍ له بل کونج نه راغږ کړ:
ـ هغه هم ټولې کډې وې چې خواران له جنګه تښتېدل.
امیر په خبرو کې ورولوېد:
ـ دا دوه ورځې خو جنګ هم درېدلی، اوربند دی.
 
ده وخندل:
ـ خو دا دوه ورځې موږ هم د ټولو جندر وویست. دا بوجۍ خو هم دې دوه ورځو کې ډکې شوې دي.
امیر سر وخوځاوه، ويې ستایل:
ـ شاه باس! تکړه شئ دا هفته ټول اوربند دی، چې سمې پیسې راټولې کړئ. ښار له هر شي خالي دی، دومره په مالونو ډکې لارۍ به وګورئ چې د محصول په راټولولو به ستړي شئ.
 
یو چې د ده مخې ته په پرته تفدانۍ کې یې نصوار تو کړل، وویل:
ـ خو له دې مخلوقه د پیسو شکول هم لوی قیامت او زړه چاودون دی، زارۍ او عذر خو څه کوې، یو نیم به درته پړینګ په ژړا شي.
 
قوماندان اخوا دېخوا سترګې واړولې، یوه تن ته یې لاس ونیو.
ـ سپیه!
د سپي د غږ په اورېدو یو دنګ پېړ، خمنډوکی ځوان چې په ولیو یې اوږدو ویښتانو ټالۍ وهلې او د لاسونو اوږده نوکان یې لکه تېره غشي له ورایه ښکارېدل نېغ ودرېد، قوماندان امر وکړ:
ـ ګوره د دې مخلوق هزار نخرې او بانې زده دي چې یو هم درنه بې محصوله لاړ نشي. موږ ګوره د دې لارو په محصول غونډه جبهه چلوو، زه یې هم جېب ته نه اچوم.
 
بل له لرې راغږ کړ:
ـ قوماندان صاحب چې سپی او د ده غپېدل نه وای ولا که دې زموږ په دړکو نيمايي محصول د دې مخلوقه بود کړی وای.
د ټولو پام سپي ته ورواوښت، سپی له غروره وموسېده، اوږې یې پورته ونیوې، په ملنډو یې وويل:
ـ اوس خو مې هر یو په ملا ټپوئ خو داسې نه چې کومه ورځ راباندې څوک عریضه وکړي، ونیول شم او تاسو راباندې د دې ټولو کارو شاهدي ووایئ؟
 
په دې سره ټولو په کټ کټ وخندل، امیر لا خبرو ته خوله نه وه خلاصه کړې چې ناببره دروازه ووهل شوه او د ودانۍ یو ساتونکی ټوپکوال دننه راننوت او امیر ته مخامخ نېغ ودرېد:
ـ صاحب یو سپین ږیری راغلی غواړي تاسو وویني.
ده تندی تریو کړ، نېغ راپاڅېد، په غوسه يې وویل:
ـ سپین ږیری په دې توره شپه کې څه بلا غواړي؟
ـ ټوپکوال هم اوږې وغورځولې:
ـ صاحب نږدې و چې رانه غلبېل شوی و، له غوږه مې مرمۍ هم ورتېره کړه خو له لیرې یې لاسونه پورته او په زاریو شو.
 
 د امیر تندی نور هم تریو شو، بیا وغورېد:
ـ څه غواړي؟
ـ صاحب تاسو ته يې کوم عرض راوړی.
ـ د څه شي عرض؟ که څوک يې راسره په بند کې وي، ورته ووایه چې خپل پلار مې هم وي نه يې خوشې کوم.
ټوپکوال په آرامه سره وویل:
ـ صاحب موږ ته هېڅ نه وايي، بس خپله خبره يې ټینګه نیولې چې خپل عرض یوازې تاسو ته وايي.
 
امیر په مېز پرته تومانچه یوې غاړې ته کړه امر يې وکړ.
ـ ځه رايې وله.
 
ـ ټوپکوال شاګرز په سپین ږیري پسې له خونې ووت او په دم ګړۍ کې یې نېغ د امیر مخې ته ودراوه، سپین ږیری چې له ډېرې غوسې یې سترګې سرې راوتلې وې سلام واچاوه. د سلام په اچولو ټولو ناستو کسانو سپین ږیري ته لر بر وکتل خو یوه هم د امیر په ګډون د هغه سلام وعلیک نه کړ. امیر لومړی ناستو قوماندانانو او ورپسې ده ته وکتل او ويې ویل:
ـ څه خبره ده بابا چې په دې توره خړه کې راغلی يې؟
 
سپین ږیری مخکې تر دې چې قوماندان ته عرض وړاندې کړي، ناستو کسانو ته لاس ونیو:
ـ صاحب د دوی په مخکې مې خوله خبرو ته نه جوړېږي.
 
د امیر په ګډون ټول حیران دریان شول یوه بل ته وکتل، لوی امیر نېغ له چوکۍ راپاڅېد، ژر یې دی له لاسه راونیو، د باندې راووت. څو قدمه وړاندې یوه ګوښه ځای کې ودرېدل، امیر وویل:
اوس ووایه څه غواړې بابا؟
 
سپین ږیری چې لاسونه يې ریږدېدل او تندی يې له غوسې او شرمه نور هم ګونځې شوی و، په ورو وویل:
ـ زه مې زوی له تا غواړم.
امیر جټکه وخوړه او نورهم حیریان دریان شو:
ـ زوی دې؟
 
ـ هو صاحب.
قوماندان په خندا شو، په ټوکه يې وویل:
ـ مړ که ژوندی؟
 
سپین ږیری له غوسې سور راواوښت، په لوړ غږ يې وویل:
ـ کاشکې د خنځیر د مرګ زېری راکړئ.
 
امیر بیا هم د هغه د درد او احساس پروا ونکړه ټوکه يې اوږده کړه:
 
ـ چې خون يې راوبخښئ او پیسې راکړئ، سبا يې مړی رانه په هدیره کې وغواړه.
 
سپین ږیري چې له غوسې اور اخېستی و او ځمکې له شرمه ځای نه ورکاوه، په لوړ غږ وویل:
ـ صاحب زه يې په بل چا نه وژنم پخپلو لاسو يې وژنم.
 
امیر د سپین ږیري د غوسې تر اغېز لاندې راغی، ټوکې یې ودرولې، مخامخ هغه ته ودرېد او په ولو يې لاس ورکېښود:
ـ ولې څه غول يې خوړلي دي؟
 
ـ سپین ږیری له شرمه نور هم ژیړ راواوښت، ژبه یې ونښته، په نیولي غږ يې وویل:
ـ خنځیر میرې ته لاس وراچولی!
 
قوماندان جټکه وخوړه، غوږونه يې په لاسو کې ونیول او بې واکه په توبو سر شو:
ـ توبه، توبه، توبه!
 
بیا يې لاړې په زوره تو کړې، سپین ږیري ته يې مخ ورواړاوه:
ـ اوس چېرې دی دا دله؟
 
سپین ږیري ژر له خولې ورووتل:
ـ له تا سره مجاهد دی.
 
امیر سر ټیټ کړ، دی يې له لاسه راونیو او نېغ بېرته خپلې خونې او ناستو کسانو ته راوګرځېد. په راننوتلو یې ټول ناست سرګروپان له ځایونو راپورته شول. امیر په خپل ځای کښېناست سپین ږیري ته يې مخ ورواړاوه، په لوړ غږ يې وویل:
ـ بابا د زوی نوم دې څه دی؟
 
سپین ږیري په لوړ غږ وویل:
ـ جلات.
د جلات د نوم په اورېدو ټولو یو بل ته سره وکتل، امیر په لوړ غږ وویل:
ـ دا د چا مجاهد دی؟
 
یوه تن په بیړه لاس پورته کړ، سپین ږیري ته ځیر او بیا يې وویل:
ـ صاحب له ما سره دی.
 
سپین ږیري ته يې بیا لاندې باندې وکتل، په خندا او ټوکه يې وویل:
ـ بابا ته خو ډېر ښه سړی راته ښکارې هغه خو ډېر چهار یاب شرعي دی خو په جګړه کې لکه مرمۍ داسې خوشې وي.
قومندان بیا ودرېد، په لوړ آواز یې وویل:
 
ـ خو اوس بابا په هغه پسې راغلی.
د دې خبرې په اورېدو هغه چې د سپین ږیري د زوی سرګروپ و، سپین ږیري ته له ځایه رانېغ شو:
ـ بابا څه پرې کوئ؟
 
سپین ږیري له غوسې لاسونه ومروړل:
ـ وژنم يې په خپلو لاسونو!
پخپلو لاسونو کلمې ته يې زور ورکړ:
ـ پخپلو لاسونو یې ټوټه ټوټه او سیند ته يې اچوم.
د ده په دې خبره او غضب ټول سرګروپان ببر او له حیرانتیا په خپلو ځایونو کې سرېښ شول. امیر له ځایه پورته بیا يې د هغه په ولو لاس کېښود:
ـ زه دې د غوسې اور وینم خو بابا هغه به نه زه وژنم او نه ته.
سپین ږیري له غوسې چېغه کړه:
ـ نو چې نه یې ته وژنې او نه زه په چا يې وژنې؟
 
امیر هم غږ لوړ کړ.
ـ د ده په څېر په رزیلو او بېشرفه دښمنانو يې درته وژنم خو مخکې له دې چې هغه ووژني، ده به د ډېرو مور ډډه کړې وي.
 
سپین ږیری لکه بیده چې وي او هېڅ يې نه وي اورېدلي بیا امیر ته په زاریو شو:
ـ سوال درته کوم چې خنځیر مې لړه کړه، په دې سپینه ږیره زه درسره ټوپک اخلم خو د خدای روی وګوره د خلکو خولې ته مې مه وراچوه. ترهغې چې دی مري زه به د خلکو له پېغورونو وسېځل شم.
 
د سپین ږیري د غوسې او د زوی د مرګ هوس ناست کسان نور هم هک پک کړل، یوه دستي وپوښتل:
ـ دې لعنتي اخر څه کړي!؟
 
سپین ږیري له شرمه سترګې ټيټې واچولې، رنګ یې تور راواوښت، د هغه په ځای لوی قوماندان په ورو ځواب ورکړ:
ـ له میرې سره یې په زور زنا کړې!
 
دې خبر ټول وترهول، ټولو غوږونو ته لاسونه وروړل او په توبو شول؛ څه شېبه ټول غلي شول خو لوی قوماندان چې د سپین ږیري د خبرو د اغېز لاندې و، ټولو ته مخ ورواړاوه او ويې ویل:
ـ څه وایاست؟ سړی په لاس ورکړو؟
 
هغه چې د سپین ږیري سرګروپ و، نېغ ودرېد او د مخالفت آواز يې اوچت کړ:
ـ نه صاحب.
لوی قوماندان یې علت وپوښت:
ولې؟
 
هغه ژر د خپل مخالفت پخلی وکړ:
ـ صاحب هغه داسې زړور مجاهد دی چې د مرمیو په باران کې منډې وهي.
ده لا خبره نه وه خلاصه کړې چې بل تن یې په ننګه وویل:
ـ صاحب که رښتیا راباندې وايې زموږ اصلي او د کار جنګیالي ټول همداسې پدر ازاره او مادر آزاره دي، که داسې هر یو دومره زر خپلو پلرونو ته وروسپارو داسې سختې جګړې به په چا کوئ!؟
 
لوی قوماندان چې د دوی استدلال ترې وار پار خطا کړ، بیا سپین ږیري ته مخ ورواړاوه:
ـ اورې! دوی ټول رښتیا وايي، نه یوازې زموږ ښه جنګیالي همداسې پدر ازاره او مادر ازاره دي، زموږ د دښمنې غاړې ښه جنګیالي هم له موږه بدتر دي.
 
سپین ږیری چې د غچ اور سوځاوه لکه په کولمو کې چې یې لمبه تېره راتېره شي، له غوسې ځای په ځای راتاو شو،لاړ او راغی:
ـ هغه چې پخپل مور اړ نه دی، د نورو د میندو او خویندو څه پروا لري!
بیا يې بې اختیاره لکه لېونی چې شي په لوړ غږ چېغه کړه:
ـ ولې د مسلمانانو میندې خویندې پرې بدرنګوئ؟
 
امیر يې په اوږه لاس کېښود، بیا په ډاډ ورکولو شو:
ـ بس کړه نور بابا درته ومې ویل چې بېغمه شئ، ډېر ژر به د بې ننګه د مرګ خبر واورې، هسې هم په اول خط کې دی خو مخکې له دې چې دی مړ شي با ید د ځان په شان یو شل حرموني خو راته ووژني.
 
واړه قوماندان يې په ننګه وویل:
ـ هو کنه د حرمونو جګړه به په حرمونو ګټې!
په دې خبره ټولو په کټ، کټ وخندل.
لندن، د شپې لس بجې او دېرش د قیقې
د ۲۰۱۳ میلادی کا ل د دیسمبر ۲