ميدان وردګ : په يوې ترافيکي پېښه کې لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 دافغانستان اسلامي جمهوریت
دسیمه ایېزو ارګانونو خپلواکه اداره
دمیدان وردګو ولایت
مطبوعاتي دفتر
نیټه۱۳۸۹/۱۰/۲۱                                                    پرلپسې شمېره(۴۸۰)


 
 
دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ بازار سره نژدې سهار لس بجې په یوه ترافیکي پیښه کې درې(۳) تنه مړ او (۷) تنه نور ټپيان شول.
د را رسیدلو معلوماتو له مخې پيښه دسیداباد ولسوالۍ بازار سره نژدې لس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه سراچه موټر دکابل په لور او ټیلر موټر دکابل څخه دغزني ولایت په لور روان وو چې دتخنیکي ستونزو له امله سره وجنګیده او په سراچه کې سپارو لسو تنو یې مرګ ژوبله واړوله. چې د ډریور په ګډون درې تنه مړه او دوه ښځو په ګډون ۷ تنه شدید ټپیان شوې دي.
ټپيان دافغان امنیتي ځواکونو او خلکو په مرسته دسیداباد ولسوالۍ روغتون ته وړل شوې چې روغتیایي وضعه یې د اندیښنې وړ ده.
دیادونې وړ ده چې تیره اونۍ هم دسیداباد ولسوالۍ دسالارو په سیمه کې هم په یوې ترافیکي پيښه کې یولسوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ولایت مطبوعاتي دفتر
Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰