
کرزي د خپل حکومت په اته کلنه دوره کې پښتانه د اور په بټۍ کې وسېزل او د ملي مشارکت په نوم يې لوړ او کليدي پوستونه قومي لږکيو ، ټوپکمارو او نتظيم سالارو ته په لاس ورکړل چې په دې کار سره په افغانستان کې د واک هغه لرغونى او پخوانى دوديز جوړښت چې ډېرى حکومتي لوړ پوستونه به له پښتنو سره ول ، هغه يې هم له منځه يوړ او بله دا چې هغه پښتنو چې له ده سره په حکومت کې کار کاوه او ده ته يو څه نږدې باوري کسان ول ، هغوى يې هم د همدغو ټوپکسالارانو په بېلابېلو توطيو او شيطانيو له واکه لېرې کړل او دادى اوس يې موږ په خپلو سترګو وينو چې په لويه کچه له حکومتي پوستونو د پښتنو تصفيه روانه ده.
نن ورځ اتيا سلنه پښتنو د کرزي د بې باکه سياستونو په مقابل کې جبهه نيولې ، کرزي په خپل حکومت کې داسې ملي ضد ، افغان ضد او پښتون ضد اشخاصو ته ځاى ورکړى ، چې ټول ولس ترې کرکه او نفرت لري ، نن ورځ اکثره پښتانه له کرزي همدا ګيله لري ، چې ولې يې زموږ پر سر داسې اشخاص مسلط کړي ، چې نه ملي ارزښتونو ته ژمن دي او نه ملي يووالي ، بلکې د خپلو خارجي بادارانو په لمسون پښتو ضد حرکتونو ته لمن وهي ، کرزي خپل طبيعي ملګري چې تر ډېره دې ته وفادار پاتې شوي وو ، ټول يې له ځانه خفه او لېرې کړل ، په حکومت کې د ضوابطو پرځاى روابط په پام کې ونيول شول او د خپل ځان د بقا لپاره يې په لوى لاس د نورو پواسطه حکومتي لوړ پوستونه يې له پښتنو څخه تصفيه کړل ، چې څرګند مثال د سيمه اييزو ارګانونو غلام جيلاني پوپل استعفا ده .
همداراز که د سولې د عالي شورا ترکيب ته وکتل شي ، په راس کې يې داسې يو څوک دى چې اصلاً ددې شورا مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي ، دې شورا ته بايد يو داسې با نفوذه او ملي شخصيت ټاکل شوى واى ، چې واقعاً د سولې دا بهير يې په ښه توګه تمثيل کړى واى ، رباني او دده ګوندي ملګري چې کلونه کلونه د طالبانو او اسلامي حزب پر وړاندې جنګېدلي او له بهرنيو پوځونو سره يې ددوى په ځپلو کې مرسته کړې ، څنګه کولى شي طالبان يا نور مخالفين سولې او تفاهم ته را وبولي ؟
رباني ته ددې موقف سپارل دا مانا چې کرزي په لوى لاس دښمن ته وسله په لاس ورکړه ، يانې رباني له دې واک څخه په استفادې په يوه ټک دوه نښې ولي ، يو خو دا چې په حکومت کې به خپل سياسي نفوذ پراخ کړي لکه چې همدا اوس د شمالي ولايتونو ټول واک او اختيار له رباني او فهيم سره دى او لګيا دي په مهمو کليدي پوستونو کې خپل افراد ځاى پر ځاى کوي ، چې غوره بېلګې يې د کورنيو چارو وزرات پخوانى معين منير منګل او په شمالي ولاياتو کې د پامير زون قوماندان مجتبى پتنګ له دندو ګوښه کول دي . بله دا چې د سولې او پخلاينې په نوم به ولايتونو ته په سفر کې خپل ګوندي ملګري هم منسجم کړي ، لکه چې اوس همداسې ګونګوسې دي چې رباني د همدې شورا له لارې خپل جمعيان راغونډوي ، د جمعيت او نظار شورا هغه جګړه ماران چې د نړالې ټولنې په ميليونونو ډالرو د يوه ځانګړې پروګرام له لارې بې وسلې شوي وو ، اوس د سيمه ييزو پوليسو په نوم بېرته په خپلو سيمو کې فعال شول ، دا مليشه پوليس همدا اوس د طاالب او په بېلابېلو نومونو پښتانه زوروي او په زرګونو جريبه ځمکې يې ورته غصب کړي دي .
د ټاکنو خپلواک کميسيون ته د فضل احمد معنوي ټاکنه د کرزي هغه لويه تېروتنه وه چې افغان ولس په تېره بيا پښتنو ته هېڅ د بښنې او جبران وړ نه ده ، معنوي د ګوندي او قومي تعصب له مخې او په سيستماميک ډول د برياليو پښتنو نوماندانو څه رايې باطل او څه نورې يې په بېلابېلو نومونو قرنطين کړې ، د پښتنو په اکثره ګڼ مېشتو سيمو کې يې د نا امنۍ په نوم د رايو مرکزونه وتړل او پرځاى يې ولسې جرګې ته هغه منفورې ملي ضد څېرې راوستې چې ښايي په راتلونکي کې خپله کرزي او افغان ولس ته لوى سرخوږى جوړ کړي .
زموږ موضوع د سرنوشت ورځپاڼې د مدير ښاغلي اسدالله وحيدي په هکله ده ، وحيدي ښکاره خبره ده چې د کرزي صيب ملي شرکاوو له خوا د تعصب له مخې نيول شوى ، په سرنوشت ورځپاڼه کې د وحيدي صيب له خوا خپور شوى مطلب د قانون له مخې هېڅ جرمي مسئوليت نه لري ، خو د د کلتور وزير رهين د پخوانۍ عقدې او تعصب له مخې چې له پښتون قوم سره يې لري ، څارنوالۍ ته ورپېژندل شوى .
رهين د کرزي په حکومت کې هغه پښتون ضد او ملي څېره ده چې تر خپلې وسې يې پښتانه تخريب کړي دي.
آيا دا د رسنيو د سرغړونو کميسيون يوازې پښتنې رسنيو ته جوړ شوى ؟ چې کله په بېنوا وېبپاڼې د بنديز امر صادريږي ، کله په ټول افغان او کله ....... کميسيون ولې هغه رسنۍ څارنولۍ ته نه معرفي کوي ، چې په افغانستان کې هره ورځ د ملي ګټو او ملي يووالي پرضد خپرونې کوي ؟ . ځکه چې حکومت انحصاري دى او هر څه د يوې ځانګړې ډلې په انحصار کې دي .
په پاى موږ کرزي ته وړانديز کوو ، دا د لستوڼي ماران چې يوه ډله يې د عبدالله تر چتر لاندې او بله يې د فهيم او رباني تر چتر لاندې راټول دي ، له ځانه لېرې او خپل ملي مسئوليت دې په سمه توګه ادا کړي ، هسې نه چې د تاريخ تر محکمې لاندې راشې .