د هولبروګ مړينه د سپنې ماڼۍ واکدارانو ته  يوه ښه الګو ثابتېداى شي !

افغانستان نيواکګرو او ښکېلاګرو ته د زهرو يو داسې ګوټ دى ، چې له دوو پېړيو راهيسې تر اوسه هېچا نه دى هضم کړى . افغانستان ته يوازې د وخت او زمان په بدلون سره ، په متوازي ډول يرغلګرو قوتونو په دې خاورې هجوم راوړى ، افغانانو په نولسمه پېړۍ کې له خپل ملي حريم نه په خورا سرښندې د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې چې په توپونو او ټانکونو سمبال وو ، د تورې په مټ کلکه ساتنه وکړه .
افغانانو په خپل تاريخ کې د مډرنو وسلو او ټيکنالوجۍ جکړه نه ده کړې ، بلکه تل يې فکري جګړه چې په اسلامي او افغاني غرور ولاړه وه ، کړې ده .
افغانان د دښمن پر وړاندې په جګړه ييز ډګر کې هېڅکله پرمختللې وسلې نه دى کارولي ، خو د فکري ځواک ، ملي غرور او هېواد پالنې پر مټ يې د کبر دنګې دنګې ماڼۍ رانسکورې کړي دي .
په افغانستان کې د امريکې او غربي ټلوالې ناکامې جګړې ، څوک په رواني ناروغيو اخته کړي ، څوک يې د جنګ له ډګره تېښتې اړ کړي او له چا نه يې ساه اخېسته ده .
د يوې څېړنې له مخې په افغانستان کې ډېرى امريکايي عسکر په رواني ناروغيو اخته شوي دي او په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام په هکله ډېر اندېښمن دي .
هولبروګ چې د اوباما په اداري کې لوړ پوړى امريکا يي چارواکى و او په ٢٠٠٩ کال کې اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره خپل ځانګړى استازى وټاکه ، تېره ورځ يې له کبره ډکه ماڼۍ رانسکوره شوه .
د مالوماتو له مخې هولبروګ يو کبرجن او ځانغوښتى شخص و چې له افغان ولسمشر کرزي سره يې هم اړيکې سمې نه وې ، هولبروګ په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د شمال ټلوالې پلوي کوله او غوښتل يې چې عبدالله عبدالله ولسمشرۍ ته ورسوي ، همدا راز هولبروګ په يوه امريکايي پوهنتون کې يوه ورځ ويلي و چې : طالبان د پښتنو زېږنده ده او د پښتنو داسې کور نه ليدل کيږي ، چې په هغه کې يو طالب نه وي .
د تېرو ولسشريزو ټاکنو پر مهال هولبروګ يو ځل افغانستان ته راغى ، هغه مهال لا د ټاکنو پايلې نه وې اعلان شوې ، هولبروګ امريکې ته د بېرته تلو پرمهال ويلي و چې بيا کله راځم ، نو دکرزي مخ ونه وينم ، همدا راز هولبروګ د اوباما او کرزي تر منځ له خړې فضا څخه خوند اخيست او هېڅکله يې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې کوم مثبت رول نه دى لوبولى .
په دې وروستيو کې داسې ګونګوسې وې چې اوباما غواړي ايکن بيري او هولبروګ په خپلو دندو کې د پاتې راتلو له امله ، ګوښه کړي . کېداى شي مړينه يې د ډېر زيات روحي قشار له امله وي ، د افغانستان جګړه نړيوالو ته زهر قاتل ګرځېدلې ده .
په افغانستان کې هېڅ ډول ستراتېژي ، سياست او طرحې ګټورې نه شي ثابتېداى ، ترڅو چې دې مسلې ته د حل معقوله لار ونه موندل شي ، موږ يوه ورځ هم ونه ليدل چې د نړيوالې ټولنې له لوري د افغانستان جګړې په اړه په کوم سياسي حل ، بحث او غور شوى وي ، بلکه تل په پوځي او نظامي فکټور تکيه شوې ده . په افغانستان کې د امريکې مبهم او پيچلي سياست افغانان ډېر اندېښمن کړي دي ، روانه جګړه هېڅوک نه شي تحليولى ، چې په کوم لوري روانه ده .
موږ د سپنې ماڼۍ واکدارانو او د هغوى پلويانو ته توصيه کوو ، چې هولبروګ دې د افغان جګړې الګو وګرځوي او له دې ناکامې جګړې لاس په سر شي ، که نه دا ناسو جګړه به دوى هم يوه ورځ نه ، يوه ورځ ، د هولبروګ په څېر د مرګ په ابدي خوب ويده کړي .
محمد نظيم سمون