د یوې بې پایلې جګړې پایله به څه وي؟

نږدې نیمه پیړۍ کیږي، چې په افغان خاوره جنګ جګړه روانه ده. خو تر اوسه هیڅ ګټوونکی نه لري.دا هغه جګړه ده، چې جګړماران ورته د دین او مذهب او د  یوې روا  اسلامي  جګړې نوم ورکوي. خو په داسې حال کې چې د نړۍ د زیاترو مسلمانو هېوادونو لکه مالیزیا، بنګله دیش، کویټ، سعودي عربستان او د اسلامي علماوو نړیوالې اتحادیې په باربار ویلي چې  په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده. ددغه هېوادونو او او د اسلامي علماوو نړیوالې اتحادیې په خبره چې په افغانستان کې روانه جګړه نا مشروع ده.

بیا ولې؟ جنګیالي دغې جګړې ته ادامه ورکوي. چې تر شه یې لوی راز پروت دی. چې له دې څخه معلومیږي دغه یوه سیاسي او استخباراتي جګړه چې دغه ډول جګړه بیا هیڅ قوم، مذهب، ګنهګار او بېګناه، مزلو خان او بېوزله نه پیژني او د خپلو موخو د ترسره کولو  لپاره له هرې لارې څخه کار اخلي. په روانه افغان جګړه کې چې افغانان او مسلمانان او داسې بېګناه خلک پکي وژل کیږي، چې دوي هېڅ جرم نه لري. دغه جګړه پردۍ ده، خو د جنګ میدان، لوبغاړي یې افغانان دي. او قرباني هم افغانان ورکوي، چې د افغانانو وژل دي. 

 له کله چې دغه لوبه روانه ده نړیوال او د سیمې هېوادونه لکه پاکستان، ایران، هندوستان، روسیه، امریکا، چین  یې لوبېدونکي حمایه کوي.  چې دواړه اړخونه یې  په خټه افغانان دي.  کالونه کالونه کیږي چې دوی یو او بل پر وړاندې ټوپک اخیستی، د یو بل پر وړاندې جنګیږي. چې  دغې جګړې  افغانانو ته درنه زیانونه اړولي چې افغانان پکې بې کوره شول، ووژل شول، ړانده شول او د خپل بدن غړي یې له لاسه ورکړل، او درنه اقتصادي زیانونه یې هم ولیدل. خو اوس هم  دغه یوه داسې جګړه ده چې تر اوسه هېڅ ګټونکی نه لري. هره ورځ پکې په لسګونه افغانان وژل کیږي، په لسګونه کورنۍ بې سرپرسته  کیږي او هره ورځ دغه جنګ کونډې یتیمان مونږ ته په میراث پریږدي، خو دغه ساده خبره ده چې جنګ هېڅ ګټونکی نه لري، نه یې څوک ګټلی شي.

د افغانستان دغې اوږدې او نه ختمیدونکي خونخوارې جګړې چې د جنګ په میدان کې چې تر اوسه  هېڅ ګټونکی نه لري، نو د خبرو له لارې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا په هڅو د افغانستان او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شوه،  چې نږدې دوه نیمې میاشت کیږي، چې د افغان او طالب چارواکو ترمنځ خبرې روانې خو بڼه یې له ورایه تته ښکاري. کله چې د امریکا په هڅو د سولې خبرو لپاره دواړه اړخونه کېناستل نو په دې سره د افغانستان جګړه ځپلي ولس په زړونو کې د سولې هیلې را ژوندۍ شوې. او هیله یې درلوده چې طالبان به اوربند ته غاړه کیږدي او په هېواد کې به یو څه ارامي راشي. خو د دواړو  لوریو ترمنځ  له کله چې خبرې پیل شوي، د هېواد په زیاتره سیمو  کې جګړې زور اخیستی. چې هره ورځ په مختالفو ولایتونو او پلازمېنه کابل کې د سړک غاړې چاودنې، لوی انتحاري بریدونه، هدفي وژنې او په ولسوالیو بریدونه، حتی جګړې  دومره شددت واخیست چې د ځینو ولایتونو تر دروازو او واټونو هم جګړه ورسیده.   د سړک غاړې چاودنو کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي او اوړي. 

په ښارونو کې بریدونه هم د ملکي  وګړو پر مرګ ژوبله او زیان تمامیږي. په هېواد کې دغو وروستیو بریدونو افغانان سخت ویرجن کړي. او د قطر په پلازمینه  دوحه کې د طالب چارواکو سره د افغان دولت د روانې سولې  خبرې څخه یې هیلې مړې شوي دي.

په قطر کې د سولې خبرې او په هیواد کې درانه جګړه په څه معنا؟
کله چې د دواړو اړخونو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې، نو لۀ اولې ورځ څخه تر نن ورځې پورې ورسره په هېواد کې طالبانو جګړې ته زور ورکړی او په دې سره طالبان دا هڅه کوي، چې تر څو دوی په لوړ مقام کې  سره ځانونه راڅرګند او دا وښایي، چې دوی د افغانستان په زیات شمېر خاوره باندې تسالوط لري. 
 
او یا هم دوی خپلواک نه دي او د بل په اشاره داسې کړنې کوي. تر څو د سولې د روانو خبرو د بې نتیجې  پای ته رسولو لپاره یوه بهانه جوړه کړي. چې طالبان په دې باور دي چې که امریکایان له افغانستان څخه ووځي، نو دوی به افغانستان په اسانۍ سره ونیسي. 
  تر اوسه د سولې خبرې داسې نه ښکاري چې په دې سره به په افغانستان کې سوله راشي. خو هیلې ورته شته په هغه صورت کې کله چې پاکستان امریکا او د سیمې نور هېوادونه په ریښتني ډول وغواړي. چې د افغانستان د سولې دغې پروسې سره په خلاص زړه همکاري وکړي. او خپل دوه مخی سیاست ونه کړي. نو بیا په هغه صورت کې په افغانستان کې سوله راتلی شي. ځکه چې دغه هېوادونه په افغان جګړه کې په مستقیم ډول ښکېل دی. 

خو اوس باید دواړه اړخونه د ځینو هغو شرطونو پکې تېر شي،  چې د سولې روانې خبرې یې له ځنډ سره مخ کړي دي. تر څو د سولې خبرې په بریالۍ توګه پر مخ لاړې شي. او افغانستان ته یوه داسې سوله راشي چې هر افغان پکې ځان وویني. او  نه داسې سوله چې پایله یې د افغانانو وژل وي.