ژر به يې پرانېسته وشي؛ دوه نوې څېرې د مصالحې عالي شورا د مشرتابه غړي کيږي 

روهي (يوه نۍ/۹ د لېندۍ)، د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې ډول د اروپايي ټولنې له ټېنګار چې د مصالحې عالي شورا د پرانېستې یې ويلي وو، حکومت هم د مصالحې عالي شورا د جوړښت د بشپړېدو او پرانېستې هڅې کړندۍ کړې دي. 

تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني او د دغه شورا ريئس عبدالله عبدالله په دې اړه سره ناسته کړې وه او نن بيا ولسمشر محمد اشرف غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د مصالحې عالي شورا د فعالېدو  په اړه سره ناسته او خبرې کړې. 

د عبدالله عبدالله وياند مجيب الرحمن رحيمي ويلي‌دي چې ښايي د‌يادې شورا جوړښت به تر ۴۵ تنو وي. د ولسمشر وياند صديق صديقي بيا ويلي چې چارې ګړندۍ شوې دي ترڅو د مصالحې عالي شورا چارې پيل شي. 

ولسمشر محمد اشرف غني څو مياشتې وړاندې د يو فرمان په ترڅ کې د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړي وټاکل، چې پخواني ولسمشر حامد کرزی او ګلبدين حکمتيار هم په کې شامل وو؛ عبدالله عبدالله له ياد فرمان سره مخالفت وښوود؛ ګلبدين حکمتيار او کرزي په کې غړيتوبونه رد کړل. 

تازه د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ ويل شوي دي، چې رحمت الله نبيل او فرخنده زهرا نادري چې د ولسمشر په تېر فرمان کې یې نومونه نه وو؛ د دغه شورا د مشرتابه پلاوي غړي ټاکل کيږي.