د لنډ مهالي حکومت د رامنځته کېدو خوب او تعبیر

د افغان سولې له روان بهیره د پاکستان د خوبونو تعبیر بیخي بل ډول وو، او دی  خوب نه له پاڅېدو وړاندې د تعبیر پایله د دوی د توقع خلاف راوخته.

دا چې د افغانستان روانه جګړه د دنیا د لویو قوتونو تر منځ رقابت دی او مهارول یې سخت کار دی، د ولسمشرۍ ماڼۍ له ټاکنو وروسته له عبدالله سره حکومت د وېش مسله تر سره شوه، ورځ تر بلې نیوکې زیاتې شوې، غلا او بېوځلي بیخي اوج ته ورسېده. پر حکومت د خلکو باور کم شو، کورني او بهرني فشارونه ترحده واوښتل. د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې نازکې شوې. امریکا له طالب جنګیالیو سره مستقیم هوکړه لیک وکړ. دلته په کور دننه هم داسې ګونګسې اورېدل کې دې چې لنډمهاله ادره به منځ ته راځي. سیاسیونو هم دې شرایطو ته په کتو ګډا پیل کړه. داسې برېښېده چې د طالبانو سیاسي دریځ به ډېر زر بریالی شي. پر حکومت هر اړخیز فشارونه زیاتېدل. د سیاسیونو د شومو موخو لیدنې کتنې هم له شماره په وتو وې. ان تر دې چې امنیت شورا اړ شوه چې ووایي: که چېرته امریکا له موږ سره خپلې کېدونکې مرستې کموي، افغان حکومت به اړ شي چې دغه مرستې له کوم بل هېواد څخه ترلاسه کړي. داسې ښکارېده چې هر څه په لوی لاس مخ پر بدلېدو روان دي. د سیمې د استخباراتو پلانونه او اجنډاوو ورو ورو خپله عملي بڼه خپله کړه او د نوي نظام د رامنځته کېدو اوازې یې په حقیقت بدلېدو ته نږدې وې. د دولتي لوړو بستونو د چوکیو وېش روان وو. د لنډمهالي حکومت لپاره لابي ښه په کش کې روانه وه. ډېرو لږو او باعزته وطنپالو، ملي ګټو او ارزښتونو څخه خبرو هېوادوالو او سیاسیونو غږ پورته کړ چې د هېواد دا اوسنۍ لاسته راوړنې دې خوندي پاتې شي؛ خو له بده مرغه حالاتو ته په کتو دا غږ د چا ککریو ته ونه رسید  او هر څه لکه د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړه لیک په څیر په آسانۍ سره په مخ روان وو.

حکومت هم د امریکا د ټاکنیز برخلیک تر څرګندېدو او د ټرمپ د ادارې د پلانشوې هڅې د پایلو تر مودې دا هر څه زغمل ، خو دا چې د امریکا ټاکنې د ټرمپ د هڅو او توقوعاتو خلاف تر سره او بایډن یې په مقابل کې په اکثریت رایو د امریکا د نوي ولسمشر په توګه بریالی شو. د افغاسنتان د شوم ګاونډی پاکستان هغه هڅه ،خوب خیال په اوبو لاهو کړ چې دټرمپ دانتخاباتي مبارزاتو له امله یې په افغانستان کی دلنډ مهال حکومت د رامنځته کېدو په موخه درلودل.

د پاکستان حکومت چې له زېږېدو یې را په دېخوا د سیاي او استخباراتي لوبو په ترسره کېدو یې د همدې امریکا او نورو هېوادونو د پریمانه مرستو په مټ د افغانستان د کمزوري کېدو لابي او آن بر یالۍ هڅې کړې دي، تر نننه یې مخینه په همدې ډول د افغان حکومت په فکر او مغز کې انکازې لري. پاکستان چې د افغانستان د کورنیو جګړو د کتلست په توګه ډېر پیاوړی شهرت لري، د کورنیو جګړو په همدې اخ و ډب کې یعنې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ له ړنګېدو بیا د مجاهدینو د لڼد مهالو حکومتي دورو له لوبولو وروسته د اسلامي امارت په نامه د واکمن نظام لومړي لاس ملاتړ وکړ او دغه امارت یې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژانده.

په هر ترتیب، پاکستان سره له دې چې له اسلامي امارت سره یې نیږدې اړیکې لري، بیا هم د دغه نظام په ړنګولو کې له امریکايي او همکارو ځواکونو سره یې د فعال رول په ترسره کولو ځان وروسته پرینښوده، اوس هم چې د افغان حکومت او په دې وروستیو کې نړیوالو اړوند یو شمېر بنسټونو او سازمانونو له خوا د طالب جنګیالیو د پټنځایونو  په توګه پېژندل شو، دلته د شته ټولو ترهګریزو فعالیتونو لاسنی په دی پورې اړوندېږي. دا چې دغه هېواد د افغانستان په جګړه او سوله کې یو له مهمو ونډه والو څخه ګڼل کېږي، پخواني ولسمشر کرزي د خپل واک په دواړ دورو کې تر یوویشت زیات سفرونه ورته وکړل. د ولسمشر غني د واک په لومړۍ او دویمه دوره کې چې افغان سولې ته تر بل هر وخت ډېر کار وشو، همدغه هېواد ډېر فعال مرسته کوونکي په توګه په نړیواله کچه د پام وړ ګڼل کېږي. د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بریالي اوربند په تر سره کېدو کې ګویا مرسته وکړه او اوربند ته یې طالب جنګیالان وهڅول چې دا خبره به د پاکستان حکومت په ښکاره تاییدوله. اوس چې افغان سولې ته د تر بل هر وخت ډېر کار وشو، هم دغه هېواد د یو فعال مرسته کوونکي او یا د خبرو د سبوتاژ کوونکي په توګه په نړیواله کچه د پام وړ ګرځیدلي دی.

اوس چې دغه مهم او په افغان سوله کې د پام وړ هېواد د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې له بهیر او بیا د دې بهیر په پایله کې د هوکړه لیک د لاسلیکولو شېبې د ځان په ګټه ګڼلې د لنډ مهالي حکومت ډېر خوبونه یې لیدل. د دې هېواد لومړی  وزیر عمران خان د یو بریالي سیاستوال او د خپل هېواد لپاره د ګټور مشر په توګه ډېر با غوروړ ګاڼه. دا یې هم په زړه کې ښه کرل او رېبله چې د بین الافغاني خبرو په تر سره کېدو کې به د دوی په لمسه طالبان وکولای شي چې د پاکستان په خوښه په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډولنډ ټرمپ بې مخینې ملاتړ له ځانه سره لري؛ یو د تېر په څېر پاکستانۍ ایډیا او پلان ولاړ نظام رامنځته کړي؛ خو د افغان حکومت د فعلي دستګاه او رهبرۍ په بریالي سیاست دا خبره نړیوالو ته هم جوته شوه چې مغرور عمران خان د کابل سیاست ته د تسلیمي او عاجزۍ سر ټیټ کړیدي.