په داسې تاریخي؛ خو نازکو شېبو کې چې د لویې پکتیا ولسونه نسبتاً د پرمختګ په درشل کې دي، د ولسونو او قومونو د ارمانونو د باغ مېوه يې څه له پاسه څلوېښت کاله په سپېڅلو وینو خړوبه شوې ده.
د پکتیا د شمله ورو، مخورو جهادي مشرانو او ان تر اوسه د نسل په نسل د بې دریغه قربانیو، ستونزو او ناخوالو سره سره بیا هم داسې کدرونه موندل کېږي او موندل شوي چې د سر د سړي شمار پرې کېدای شي.
د یوه افغان په صفت د هر هغه ځوان په ځلانده هڅونه کې تر خپلې وسې مرسته کوم چې د لا نورو مثبتو ځانګړنو په درلودلو سره د هېواد هغه شمېر ځوانان هم د رهبرۍ لور ته را پورته کړي چې واقعاً د ملي شتمنیو د خوندیتوب او د حلاتو د بدلون تمه ترې کېدای شي.
د فخر افغان خان عبدال الغفار خان د عدم تشدد د مبارزې او فلسفې څارونکي او د دغې سترې علمي مدرسې زده کړیالان اوس هم د هغه د پل پر سر د پل د ایښودو له امله لکه لمر ځلېږي چې څوک یې په دوو ګوتو نه شي پټولای.
د تاریخ په اوږدو کې د دغې سترې فلسفي ښوونځي لارویان خورا ډېر تېر شوي چې شمار پرې کېدای شي، زه یوازې د هغه ځوانانو په اړه خبره کوم چې دا نن نسل یې د دغې فلسفې د تعقیبوونکي په توګه په ګوته کولای شي.
که څه هم د هغه فلسفه د نړۍ لپاره د عدم تشدد یو بې ساری بنسټ دی، د پښتنو په شمېر یې د هند، افریقا او نورو هېوادونو زیات شمېر د یو واجبي لارې په توګه تعقیبوي. که د فخر افغان، ګاندي، او منډیلا سترې هڅې نه وای، دغه یوالی چې موږ یې د بریا څرک او د بریا راز بللی شو، هیڅ کله زموږ فکرونو ته نه القاع کېده او نه به مو کولای شول چې د ژوند رازونه را وسپړو.
د پښتنو یو او خدمتګار ځوان خانولي خان بشرمل ممکن د دغو فلسفو له وړانګو اغېزمن شوی وي چې د پښتون قوم د یوې لوې کتلې د وښتیا او هیښتیا په اړه یې هڅې کمسارې دي.
که د دې ځوان په خدماتو، ښو کړنو، قلم چلونه او مفکوره یوازې ځغلنده نظر هم وشي، د ژورو بحث به درته مخ ته کړي؛ ځکه خو د لویې پکتیا په ګډون د هېواد ډېر فکرپال ځوانانو او مخورو او ادیبانو یې د کړنو د ستاینې په موخه د پښتون قوم د غوره خدماتو او ښو کړنو تر عنوان او ادبي ناستې په موکه، د ده کورنۍ او دوستانو ته او د ده د ټیم د غوره خدماتو په اړه مبارکي وايي او ستاینه یې کوي.
که څه هم د ګڼو نورو هېوادوالو په شان یې د مهاجرت سختې هم تېرې کړي دي؛ تر اوسه پورې یې یو اړخیز سیاست نه دی غوره کړی او خپلو خدمتونو ته یې وده ور کړې ده.
د لوی افغانستان هر ځوان، سپین ږیري او ملک سره یې اوږه په اوږه د لوی افغانستان لپاره مبارزه کړې ده، د خلکو خدمت ته یې ځان وقف کړی دی، ملي فکر لري ورسره ورسره یې قلمي مبارزې هم کړې دي. د لوړو پوسټونو او په یو شمېر لوړو سیمنارونو کې د برخه اخیستو له امله پخه تجربه لري او د افغانستان یوه لویه برخه چې اقتصادي، صنعتي او تعلیمي برخو څخه محرومه پاتې وه، یو ځل بیا را ژوندۍ او لویه پکتیا یې په اقتصادي زون بدله کړه.
ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې له ولسمشر غني سره هغه لیدنه وه چې د ځدراڼ ټولنې له خوا مثبته و ارزول شوه.
نوموړي له ولسمشر غني وغوښتل چې په اقتصادي چارو کې دې د لویې پکتیا هغه یو شمېر پروژې چې د کرزي په وخت سروې شوې وې او یا یې پلانونه وجود لري، باید په عملي توګه پلي شي، لکه (د برېښنا بندونه، د پاچاخان د پوهنتون لپاره د ځمکې ځانګړې کول او د هغه د ودانیو رغول، همدا راز د پکتیا، پکتیکا او خوست د ولایتي ادارو په سېستم کې ښه والی او داسې نور...) هغه غوښتنې وې چې ولسمشر ورته په ورین تندي ځواب ور کړ او د ده د مهارت له مخې په پوره اغېزمنتیا ورته شین څراغ ور کړل شو. ژمنه وشوه چې دا هر څه به د وخت په تېرېدو سره انشاء الله کېږي او د ولسمشر له خوا د داسې ځوانانو ستاینه هم و شوه چې د ملي فکر په کولو سره باید ځان د خدمت لپاره جوګه کړی. راتلونکي ته یې د افغانستان او په ځانګړې ډول د لویې پکتیا ځوانانو ته مختلفو کنفرانسونو د عملي کولو لپاره بې سارې او یا کمسارې هڅه کوي.
ښايي د همدې چارو د تر سره کېدو لپاره یې د ښاغلي بشرمل وړتیا ته کتلې وي، نوموړ یې د مسوولیت د تر سره کېدو لپاره وړاندې کړ او د چار د عمومي ادارې د تخنیکي مرستیال په توګه په دنده وګماره، زه چې دغه ځوان پېژنم، د دندې د ترلاسه کېدو لپاره په هڅو کې نه وي، بلکې د هېوادنۍ مینې له امله که تر دې ستر کارونه ور وسپارل شي، هم له تر سره کېدو به یې ولي سپک نه کړي.
د داسې بیلګو په درلودلو سره کولای شو خپل راتلونکی نسل دې ته وهڅوو چې د هېوادپالنې په بنسټ وروزل شي او د راتلونکي لپاره ترې کمساري رهبران جوړ شي.
د حکومتي ادارې له مشرتابه به د هېواد د ځوان کدرونو په ګمارلو نه یوازې دا چې ولس مننه وکړي، ورسره به یې د راتلونکي لپاره د خپل نسل په کدري روزنه کې بې سارې هلې ځلې وکړي.
د ازاد او سوکاله افغانستان په هیله
وروستي