په چاپیريال ساتنه کې د رسنیو مسولیت څه دی؟ 

چاپیریال ساتنه د ژوند د بقا او د روغتیا د ډاډمنتیا په توګه د ژوند موضوع ګرځیدلې ده او نن ورځ اکثره علمي څیړنې همدې موضوع ته ځانګړې شوې دي. دا ستونزه په عادی ډول بې ارزښته فکر کیږی خو له نیکمرغه علمي څېړنو دغې ستونزې ته د حل لارې موندلي دي او د هر چا مسوولیت یې هم روښانه کړی دی چې په دې کې  د رسنیو ونډه هم څرګنده ده.

د ټولنیزو ارزښتونو له ډلې یو مهم هغه دا دی چې خپل چاپېریال پاک وساتو او خوندیتوب ته یې په ګډه سره لاس په کار شو او خپلې هڅې چټکې کړو.

رسنی باید په خپلو تګلارو کې د چاپیریال ساتني او د هغه په اړه د عامه پوهاوي لپاره ځانګړې کړنلاری چمتو کړي ځکه چې اوسني دور ته د رسنیو دور ویل کېږي. هره ورځ د زرګونو په شمېر  ورځپاڼې، اوونیزې او مجلې خپریږي. د تلویزیون خپرونې څلورویشت ساعته معلومات خپروي، راډیويي  څپې تر هغو ځایونو هم اطلاعات رسوي چېرته چې د تلویزیون، ورځپاڼو او مجلو رسېدل ناشونې وي. انسان، ثانیه په ثانیه غواړي له  نویو حالاتو خبرشي او د رسنیو تاریخ موږ ته راښیي چې بشري ټولنه هر څومره د پرمختګ او ترقۍ پړاونه طی کوي، ورسره د رسنیو اهمیت او ضرورت نور هم ډېریږي. په او س وخت کې د کلتوري او سیاسي پرمختیاوو ترڅنګ د معلوماتو ترلاسه کول د بشري ژوند یوه برخه هم بلل کېږي. 

په افغانستان کې د چاپیریال ککړونکي فکټورونو سره ګڼ شمېر خلک د چاپیریال ساتنې په هکله لږه پوهه لري او د ښاروالیو اوسنی چمتووالی کافي نه دی؛ باید په دې برخه کې ډېر کار وشي.

پاک چاپیریال د ذهني چاپیریال لپاره یو ضروري او اخلاقي امر دی، که چېرې موږ خپل چاپېریال پاک وساتو نو دا به نه یوازې دا چې زموږ د ټولنیز ارزښت په پام کې نېول او هغو ته درناوی ثابت کړي.

رسنی د خلکو غږ دی، مګر متاسفانه ډېر رسنی سیاسی مسایلو ته ډیر ارزښت ورکوی، خو د چاپیریال سانته د نړۍ مهمه موضوع شمېرل کیږی چی باید ورته له زړه ورته کار وشي.
خلک د چاپیریال ساتنه له موضوع سم درک نه لري دا ځکه چې دوی ټول عمر د سیاسي مسایلو کې مصروف کړي دي.

رسنی باید داسی برنامی او پروګرامونه اماده کړي چی خلکو ته د چاپیریال ساتنې ارزښت معلوم شي. خلک تل په رسنیو باور او اعتماد کوي نو دا د رسنیو مسوولیت او ملی وجیبه ده چی د چاپیریال په ساتنه کې مکمل ډول ونډه واخلی.

خلک د چاپیریال خطراتو څخه خبر نه دي. په دې سیمه کې رسنۍ د خلکو په ذهنونو کې فعال رول لوبوي او خلک د چاپیریال مسایلو څخه خبروي.
په دې هیله چې زمونږ رسنی په دې برخه کي فعاله ونډه واخلی.