
څو ورځې وړاندې مې په انټرنیت کې د افغانستان په اړه یوه ورځپاڼه لوسته ، په یو عنوان مې سترګې ولګیدې چې لیکلي ېې ؤ د افغانستان ولس مشر یا جمهور ریس حامد کرزي په افغانستان کې د امریکا له سفیر کارل ایکن بیري سره د خصوصي امنیتي شرکتونو د کار د دوام په اړه لفظي شخړه وکړه او هغه د چا خبره ډیر تیز سره لاړل .
ورځپاڼې لیکلي ؤ چې د افغانستان دولت او شخصاً حامد کرزئ له میاشتو را په دې خواد خصوصي امنیتي شرکتونود کار د بندولولپاره هڅې کوي . ورځپاڼې همدا راز ویلي ؤ چې کرزئ خصوصي امنیتي شرکتونو ته د پیسوورکول او په هغوې د افغانستان د پانګې لګول نه یواځې دا چې په راتلونکې کې د افغانستان په درد نه لګیدونکي بولي بلکې خصوصي امنیتي شرکتونه چې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو ډیره برخه اخلي په پردیو پورې تړلې او په همدې نامه افغانستان ته د مرستې په نوم راغلې پیسې بیرته بهر ته وړل کیږي او تر ټولو بده ېې لا دا چې د افغانستان لپاره په لویه لانجه او دردهم سر بدلیدلای شي لکه چې له پخوا نه ېې تجربه لرواو د دوستم ملیشې د دې یو ښه مثال دئ .
کرزي په تیر کال کې ویلې ؤ چې به راتلونکي یوه کال کې به ټول خصوصي امنیتي ځواکونه بې وسلې کوي چې شمیر ېې په هغه وخت کې له ۷۰ تر ۹۰ زرو اټکل شوئ ؤ .
سره له دې چې په هماغه لومړي سر کې هم لویدیځو هیوادونو په تیره امریکا له دې طرحې سره مخالفت وښود خو دا ځل ېې سفیر په ډاګه وویل چې نه یواځې دا شرکتونه زموږ خپل ځواک دئ بلکې موږ د خصوصي امنیتي شرکتونو په چوکاټ کې ۲۵۰۰۰ نورو نویو عسکرو ته اړتیا لرو چې د کرزي له مخالفت سره مخ شوه .
هغه د چا خبره را په یاد شوه چې ویل ېې ما چې میګم دومبوره ما چې مې ګه ،
واېې ګیره زما واک ېې د ملا ،موږ پوه شه او خپل امنیت مو د تاېې څه ...
له یوې خوا که ورته وګورو امریکا هم ډیره ملامته نه ده ، په زړه کې مې راتیر شول چې آیکن بیرې به هم شاید ویلي وي چې کرزی صاحب : پرون مو د کوَټې د انګلیسي له یو معمولي کورس را وستې او د افغانستان ولس مشر ؟ مو وټاکلې او نن زموږ د طرحو مخالفت کوې ،موږ دې هیواد ته په زور راغلي یو او خپلې طرحې په خپله ټاکو او بیا ېې په خپله عملي کوو هم ، په افغانستان کې لکه چې ضمیر پلوري درته کم ښکاره شوې چې دا غوندې خبرې کوې که ته نه وې نو د عبد الله ، دوستم ،شیر زي او د دوې په څیر په سلګونه زره نور وطن پلوري او ایمان پلوری خو لږ نه دي ،
موږ ته خو هسې هم د ولسسس مشششر؟؟؟ صرف نوم په کار دئ چې د افغانستان په ارګ کې کینې او که کوم وخت نه ویل کیږي کوم لاسلیک ېې په کار شي یا د افغانستان په اړه په نړۍ والو کانفرانسونو کې د افغانستان د نماینده (استازي) په توګه ورته بلنه ورکړو او یا مو که وغوښتل د کوم بل هیوادخلکو ته دا پیغام د هغه له خولې واوروو چې افغانستان ګل او ګلزار دئ تاسې ېې هم له افغانستانه زده کړئ چې امریکا ته ېې بلنه ورکړه او دادئ اوس د خدای فضل دئ آزاد ، آباد ،خپلواک ، ناپیلئ سرلوړئ او په نړۍ واله کچه د عزت او آبرو څښتن ...........افغانستان لرو .
مخکې له دې مې دا خبرې ډیر ې اوریدلې وې چې فلانې هیواد د فلانې هیواد سفیر ته څو ساعته وخت ورکړ تر څو د هغوې خاوره پریږدي او یا دا چې د فلاني هیواد د بهرنیو چارو وزارت د فلاني هیواد سفیر احضار کړ او د فلانئ موضوع په اړه ېې توضیحات ترې وغوښتل خکه چې هغوې به د کوربه هیواد دتاریخ یا کولتور او یا .........په اړه کومه مبهمه خبر کړې وه .
خو دا مې په تاریخ کې نه اوریدلې چې د فلانې هیواد له جمهور ریس سره د فلاني هیوادسفیر لفظي شخړه وکړه او یا هغه ېې تهدید کړ
په فکر کې را وګرځیدل چې موږ ته ولې خلک په دومره سپکه او تیټه سترګه ګوري . د تاریخ په اوږدو کې مو د خپل ملي هویت ، عزت خپلواکئ آزادئ او ځمکنئ بشپړتیا لپاره دومره قربانئ ورکړې چې شاید بل هیڅ هیواد او ملت نه وي ورکړې .
د خپلې خاورې لویشت لویشت مو د خپلو وینو سره په څنګ کې ،د دوښمن په وینو هم سره کړې او هر دوښمن ته مو په مخ درانه او نه هیریدونکي ګزارونه ورکړي .
څوکاله وړاندې چې موږ د کابل غزني تر منځ سرک په خوا کې کار کاوه نو یو شمیر د مړیو اسکلیټونه د خاورو لاندې را وختل چې د قبر نښې نښانې ورسره نه معلومیدې او د مسلمانانو د مړیو په خلاف ېې مخونه قبلې ته نه وو بلکې خواره واره تر خاورو لاندې شوې ؤ ،او له غاښونو ېې داسې معلومیدل چې ټول ځوانان مړه شوې ؤنود یو شمیر خلکو له دې ګمان سره سره چې ممکن دا کوم نوم ورکې شهیدان وې .خو ډیرو خلکو دا احتمال ورکاوه چې دا شاید د دې خاورې د دوښمنانو هډوکې وې ځکه که دا د دې خاورې د دوستانو هډوکي واې نو شاید چې سم ښخ شوې واې .
په هر صورت دا مثال مې د دې لپاره راوړ چې منو چې موږ هم د تاریخ په اوږدو کې ډیر تلفات ورکړي کورونه مو وران شوئ ځوانان مو شهیدان شوې خو خپله خپلواکي موساتلې او دموږ خاوره سره له دې که ز موږ هدیره جوړه شوې خو د موږ د دوښمنانو هدیره هم ده . چنګیز انګریز او بلآخره روسانو هم خپلې ککرئ او ګونډې بیرته سالمې خپل هیواد ته نه دې وړې .
خو خبر د کرزي او د امریکا د سفیر وه چې زموږ ولسسسس مشششر ته ېې سترګې برګې کړې وې او د افغانستان د دولت یوه چارواکی چې نه ېې ووغوښتي نوم ېې په ډاګه شي ویلې ؤ چې خبره ډیره سخته شوه او یو بل ته ېې سختې خبرې وکړې او د افغانستان ولس مشر دا خبره بار بار تکراروله چې د افغانستان ولس مشر زه یم او زه باید د خپل هیواد په اړه پریکړه وکړم .
موږ وایو که ریښتیا د هم همداسې پریکړه کړې وې چې ځان په پوره معنې د افغانستان ولس مشر کړې نو خدای د توفیق درکړي او بې شکه چې د خپل ملت له ملاتړه به برخمن شی خو موږ له دې ویریږو چې د کاسې لاندې نیم کاسه نه وي هسې واېې مار خوړلئ له پړي ویریږي او سرو سوې ساړه پوکې .
او که لږ واضح ووایو نو د امریکایانو له هغې طرحې ویریدلي یو چې دا ډول ولس مشران چې کله د ملت په وړاندې خپل حیثیت او اعتبار له لاسه ورکړي نو د یوې طرحې له مخې ېې د هغه هیواد د یو زړه سواند او کله کله هم د مطبوعاتو په وړاندې ژړیدونکئ او د هغه هیواد د ملي ګټو او ځمکنئ بشپړتیا ساتونکئ معرفي کوي . تر څو لږتر لږه خلک خو ورته د خپل ولسسس مشششر په سترګه وګوري .
وایی پیسې د ورور سر وهي . ریښتیا وایی که نه ېې منئ ورشئ لومړئ افغانستان او بیا ېې په ګاونډ کې پاکستان ته .
په افغانستان کې که د خصوصي شرکتونو ځواکونه دي او که تش په نامه د پولیسو او اوردو ، د څو روبیو په مقابل کې د خپل له پلار پلاره دوښمن په امر او داسې امر لکه څوک ېې چې په خپل سپي کوي حتی د تو تو لفظ ورته استعمالوي او هغوی (امریکایان ) تر هغې د خطر سیمې ته نه ننوزي تر څو ېې چې په خپلو همدې سپیو کتلې نه وي او بیا چې پوه شي چې اوس خطر نه شته نو بیا دا سپې د کورونو نه بهر بیرون ودروي تر څو د دوی امنیت ونیسي او د کورونو پلټنه بیا دوی کوي .
که د دغو سپیو سترګې ړندې هم وې بیا هم په دې پوهیږي او آن له دې نه منکریږي او که خبر ورسره مطرح کړې اعتراف پرې کوي چې خپل وجدان ،ضمیر ، خپله خاوره او حتې د خپل هیواد اومسلمان ورور عزت او ناموس ېې په پیسو پلورلئ نو که هغه بیا د اوردو ، پولیسو او که خصوصي امنیتي شرکتونو اړوند وي کوم توپیر نه لري ، د هغوی ټول توپیر صرف په نوم کې دئ نور توپیر نه لري .
پاکستان ته وګورئ هغه فوځ چې په هر شعار کې به ېې ایمان تقوا او جهاد لیکلي ؤ هغه چې د پاک فوځ په نوم یادیده او هغه چې د جنرال ضیاء الحق په وخت کې د پنځو واړو لمنځونو سر بیره د تهجد لمونځ هم پرې لازمي شوئ ؤ . د څو روپیو په وړاندې دا دئ هغه کارنامې؟؟؟ تر سره کوي چې تاریخ پرې شرمیږي د چا په وړاندې ؟ د خپل ملت په وړاندې . او د خپل مسلمان او پښتون ورور په مقابل کې .
واېې د تربور خواړه یا پور وي یا پیغور . دا هم ریښتیا واېې .
نن په پاکستان کې د امریکا سفیر په صراحت وویل : دا چې د پاکستان مالي سرچینې موږ تمویلوو نو دا حق هم لرو چې د پاکستان په کورنیو مسئلو کې زموږ پریکړې په نطر کې ونیول شي او پاکستان باید د سون د موادو د بیو د لوړوالي قانون لغوه نه کړي . پاکستان باید له موږ سره په دې اړه مشوره وکړي او په خپل سر قوانین وضع نه کړي هغه د پاکستان په کورنیو چارو کې د پریکړې کول خپل مسلم حق وباله ځکه چې د دده په وینا د پاکستان مالي سرچینې امریکا تأمینوي .
د افغانستان خاوره خو په سر کې د ټلوالې مشرانو پرې خرڅه کړه او حتې د سپیو په څیر ېې وهم شرمول او ټوله نړۍ ېې پرې خبره کړه چې فهیم په کولاب کې په یوه الوتکه کې د افغانستان خاوره په موږ په ۵۵ میلیونه ډالره وپلورله او د هغه وخت بوش په ډیره خوشحالئ ویلې ؤ چې د افغانستان جګړه موږ ته ډیره ارزانه پریوته خو هغه بې چاره خبر نه ؤ چې دا د اوسپنې نخود(نینې) دئ او دوې تر اوسه صرف خولې ته اچولي ژوول او هضمول ېې لا پاته دي
د پاکستان په اړه ټولو خلکو دا ګمان کاوه چې امریکا چې هره ورځ د پاکستان هواېې حریم تر پښو لاندې کوې نو دا پاکستان ولې جدې غبرګون نه ښېې او ولې په ملګرو ملتو کې شکایت نه کوي خو دادئ اوس خبرپه ډاګه شوه چې پاکستاني چارواکو هم خپل ملت په پیسو خرڅ کړئ او پیسې ېې خوړلې خو هغوې خبر نه دي چې د پردیو پیسو خوړل څه آسانه کار نه دئ او هغه د چا خبره پردې مالونه تر سل منه تیږه لاندي وي .
فولاد وردګ ۱۳۸۹/ ۱۰/ ۱۹