روهي ( پنځه نۍ / ۲۹ د لړم)، د پاکستان صدراعظم عمران خان او ولسمشر اشرف غني خبري کنفرانس مهمو خبرو لنډیز
ولسمشر غني په ارګ کې له عمران خان سره په په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې زموږ تمرکز د دواړو هېوادونو د ستونزو حل او یوې هوکړې ته رسېدل دي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل چې پوره پېنځوس کاله مې دا هیله لرله، چې د کابل تاریخي ښار ووینم دا هیله مې تاسو راپوره کړه؛ پاکستان به افغانستان ته د سولې په برخه کې هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې وې.
عمران خان وویل چې په قطر کې د سولې بهیر تر څنګ په افغانستان کې جګړې زور اخیستی، موږ د دې تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتوو یوو.
هغه وویل "زه دلته ځکه راغلم چې تاسو ته ووایم چې موږ افغانستان کې سوله غواړو"
ولسمشر غني وویل چې دا د پاکستان رول و چې طالبان له امریکا سره خبرو ته چمتوو شول او دغه راز اوس له افغانانو سره هم خبرو ته ناست دي.
وروستي