د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د لیتاکا پروګرام دریم پړاو د څلورو کالونو لپاره د ۹،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د جاپان هیواد په مالي مرسته پیل شو

روهي ( څلور نۍ / ۲۸ د لړم)، د افغان- تاجیک په سرحدي سیمو کې د ليټاکا دریم پړاو د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د جاپان هیواد شارزدافیر او سرپرست سفیر يوشیاکي تکاهیشی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) مشر عبدالله الدارداري او په کابل کې د تاجکستان د سفیر مرستیال په حضور کې رسماً پیل شو.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر یې د پرانېستې په مراسمو کې وویل، دا پروګرام  د څلور کلونو لپاره د ۹،۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت  ډیزاین شوی، چې د افغانستان د شمالي سرحدي سیمو د انډولیزې پرمختیا په برخه کې یو ښه فرصت دی. 
ښاغلي کریمي وویل، لیتاکا په بدخشان، تخار، کندز او بلخ ولایتونو کې د ۲۲ ولسوالیو خلکو ته ۴۷۵۰ دایمي کارونه پیدا کړي دي.
 
د جاپان هېواد سفیر د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له فعالیتونو په مننې سره وویل چې دا پروګرام د جاپان په مالي مرسته او د یو اېن ډي پي په تخنیکي همکارۍ د افغانستان په شمالي سرحدي سیمو کې ښه کاري فرصتونه رامنځ ته کړي. 

ښاغلي یوشیاکي تکاهیشي وویل چې جاپان له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او له ۲۰۰۱ م کال راهیسې یې له افغانستان سره ۶.۸ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د یو اېن ډي پي رییس عبدالله الدارداري وویل، ليټاکا  به  په سیمه کې د بېلابیلو قشرونو د ژوند د ښه کولو په برخه کې ګټوره وي او  سیمه ییزې سوداګرۍ ته به وده ورکړي.

د یاونې وړ ده، چې ليټاکا د هېواد د  څلور شمالي ولایتونو کندوز، بدخشان، تخار او بلخ په هغو ولسوالیو کې فعالیت لري، چې له تاجکستان سره پر پوله پرتې دي او په تېر  لومړي او دویم پړاو  کې برخوالو یې ۱۷۰ زره ډالره عواید ترلاسه کړي دي.