لیبیا کې د بیړۍ د ډوبیډو په پېښه کې ۷۴ کسان مړه شوي دي

روهي (جمعه/۲۳ د لړم)، پرون پنجنشنبه د لیبیا په ساحل کې د یوې بېړۍ د غرقیدو له امله شااوخوا ۷۴ تنه مړه شول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي چې ساحل ساتونکو او کب نیونکو ۴۷ نور ژغورلي دي.

د کډوالو نړیواله اداره یا "IOM" وايي، چې د لیبیا الخُمس بندر ته نژدې ډوبه شوې بیړۍ چې پناه غوښتونکي یې لیږدول ګڼو ماشومانو او ښځو هم پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د "IOM" ادارې پر وینا چې تردې وړاندې سږ کال لږ تر لږه ۹۰۰ پناه غوښتونکي له مدیترانې څخه د تېرېدو په ترڅ کې ډوب شوي دي.