ایران او پاکستان وايي، چې له افغان سولې پروسې سره همکاري کوي

روهي ( پنځه نۍ/۲۲ د لړم )، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ددې هېواد له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو خبرې کړي.

د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو محمود قریشي او جواد ظریف په ګډه خبري غونډه کې د سیمې په هېوادونو غږ کړی چې د افغان سولې له پروسې سره دې همکاري وکړي د سیمې د امنیت د ټینګښت سره مرسته وشي.

دوی په افغانستان کې د سولې روان فرصت مهم بللی او غوښتنه یې کړې چې باید هېوادونه  او د جنګ ښکېلې خواوې دا فرصت له لاسه ورنکړي.

 ایران او پاکستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی دی، خو تر څنګ یې ددغه هېوادونو په اړه داسې راپورونه شته چې دلته د ترهګرو ډلو او وسله والو ملاتړ کوي.