په امریکا متحده ایالاتو کې د ولسمشریزو ټاکنو دبدلون  اغېز د افغانستان پر روان وضعیت


امریکا چې د نړۍ یو ستر ځواک( هیجمونیک) قدرت دی، نو ځکه یې د نړۍ هېوادونه د روانو ټاکنو په اړه چې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر ډونالډ ټرمپ او دیموکرات ګوند مشر جوبایډن ترمنځ دي ساعتونه او دقېقې شماري. 
 
ځکه امریکا ځان یوازینی د نړۍ پولیسي قدرت ګڼي چې اصلي موخه یې پر نړۍ د امریکا متحده ایالاتو بشپړه واکمني او برلاسي ده، امریکا غواړي پر نړۍ خپله پوځي برلاسي وساتي او دغه هېواد باید پر دوستانو او دوښمنانو یو ډول واک او برلاسي ولري، امریکا باید یوازې لوی ځواک او یا ډېر لوی ځواک نه بلکې د نړۍ مطلق ځواکمن هېواد وي.
 
همدغه عمده دلیل دی چې نړیوال د امریکا پراختیا غوښتونکو هڅو ته ګوته په غاښ دي.
 
نو ضرور ده چې دامریکا ولسمشریزې ټاکنې به پر نړۍ او نړیوال نظام مستقیمې او غیر مستقیمې اغېزې پریباسي.
 
اوس راځو اصلي موضوع ته چې دغه ټاکنې به د افغانستان په روان وضعیت څه اغېزې پریباسي.
 
 له هر څه نه مخکې دې خبرې ته اشاره کوو چې؛ افغانستان د امریکا لپاره هدف نه بلکې هدف ته د رسېدو یوه لار وه, ځکه د سپتمبر ۱۱ مې له پېښو وروسته چې امریکا کومه بهرنۍ ستراتیژي غوره کړه په هغو کې دغه هېواد ځانته حق ورکوي چې، د نړۍ په هر ګوډ کې کوم ځواک د دوی ګټو ته ګواښ وګڼل شي، کولای شي، چې لمنځه یې یوسي، پدې معنا چې نړۍ د امریکا لپاره یو ښکار ځای دی، هر وخت په هر ځای کې چې څوک وغواړي له منځه یې وړای شي.
 
خو عجیبه دا ده چې له هماغه ورځې تر ننه امریکا خپل دوښمنان یوازې په اسلامي نړۍ کې ویني.
 
  عراق، افغانستان، پاکستان.... د امریکا نښه ګرځېدلي دي او په دغه سیمو کې چې کوم هېوادونه د امریکا ګټو ته ګواښ کیږي نو دهغه هېواد ثبات او د ولسونو ارامي په جګړه کرکه او نفرت بدلوي.
 
سره له دې چې د دولت ځمکه، موقعیت، زیرمې د دولت پر سیاست او چلند اغېزې لري، یو دولت به د ځواک له اړخه کمزوری وي، خو خپل جغرافیوي موقعیت له برکته به په جیو ستراتیژیکو مسایلو کې څرګند رول ولري.
 
افغانستان هم ورته وضعیت لري د مرکزي، جنوبي او لویدیځې اسیا ترمنځ پروت هېواد دی چې دسیمې د هېوادونو د اوضاع حالاتو او شرایطو څخه په بشپړه توګه اغیزمنیږي.
دا نظر نادرست دی چې پس له دې به امریکا له افغانستان نه مخ اړوي او د افغانستان پر وړاندې به خپله بهرنۍ پالیسۍ کې تغیر راولي.
 
بلکې پس له دې به امریکا افغانستان سره نورو تودو اړیکو ته هم پراختیا ورکوي چې دا به امریکا د خپلو ملي ګټو د بقا پر بنسټ تعبیروي.
ځینې مسایل چې امریکا یې دافغانستان د روان وضعیت په اړه په اندیښنه کې غورځولې ده، هغه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې ناکام مذاکرات دي، د سیمه ایز او د امریکا سیال ځواکونو( ایران، چین، روسیه....) سیاسي او استخباراتي لاسوهنه ده د افغانستان په روان وضعیت کې، کمزوري حکومتي بنسټونه دي، کمزورې دیپلوماتیکې اړیکې دي، کمزورې حکومتولي او لیډرشیپ دی، کمزورې ستراتېژۍ او پلان جوړونه ده او داسې نورې ستونزې دي، چې خپله افغان چارواکي او نور نړیوال قدرتونه امریکا پدې تورنوي چې په افغانستان کې د روانو بدبختیو د ایجاد اصلي عاملین امریکا او لویدیځوال دي.
 
نو په نړیواله سطحه امریکا هم مجبوریږې ترڅو د دغه مخالفو نظریاتو او تورونو د ختمولو لپاره ځینې د همغږۍ اقدامات تر سره کړي؛ ځکه د اخلاقي او معنوي ارزښتونو او نویو نظریو نشتوالی د یوازیني زبر ځواک د زوال اصلي لاملونه دي. 
 
چې اوسمهال چین، روسیه، ایران، پاکستان پدې هڅه کې دي چې په نړیواله سطحه د پروپاګند او مخالف ضد تبلیغاتو پر اساس د امریکا پر وړاندې په ولسونو کې معنوي تنفر زیات کړي او د امریکا پر وړاندې د ولسونو احساسات راوپاروي.
 
په اول قدم کې به امریکا د دغه مغشوش وضعیت دختمولو لپاره له افغان دولت سره د اتحاد او ایتلاف ستراتيژي له سره بیا راژوندۍ کړي او له افغانستان سره به تودو اړیکو جوړولو ته لیوالتیا پېدا کړي.
 
افغانستان هم په بېلا بېلو برخو کې د امریکا نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري، خو په ځانګړي توګه په نظامي او اقتصادي برخو کې ورته ډېره اړتیا لري، ترڅو د ګاونډي او سیمه ایز سیالانو پر وړاندې پرې خپل ملي ځواک او پرستیج پیاوړی کړي.
 
افغانستان چې په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کړی، خپله اساسي او مهمه موخه یې دا ښودلې چې دې هېواد ته نړیوالې مرستې او بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.
 
افغان دولت له طالبانو، القاعده، افراطي او مافیایې کړیو سره په جګړه کې ډېر کمزوری او ناتوانه شوی او افغان حکومت نشي کولای یوازې د کابل امنیت په نسبي توګه وساتي، بې امنۍ او بې ثباتۍ زیاتې شوې دي.
 
تجربو هم دا ثابته کړې ده چې افغان دولت په یوازیتوب سره نشي کولای چې دې هېواد کې امنیت او ثبات راولي، ځکه پیاوړی نظامي ځواک او پیاوړی اقتصاد نه لري.
 
پدې صورت کې د افغانستان دیپلوماسي دې ته ضرورت لري چې د نظامي تجهیزاتو او مرستو د راجلبولو لپاره امریکا او نورو متحدینو سره ایتلاف وکړي او د پام وړ سرچینې راجلب کړي.
 
د امریکا په اوسني سیاست درې مهمې ډلې واکمنې دي. دغه درې لابیانې چې یوه د تیلو لابي ده چې مشر یی د ناټو پخوانی قوماندان جمز جونزدی.
 
دوهم ګروپ د وسلو لابي ده چې د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس یې مشر بلل کیږي.
 
او دریم یهودي لابي ده چې مشر یې د امریکا نوماند ولسمشر جوبایډن دی. 
 
دغه درې واړه ډلې یو له بل سره سخته سیالي هم لري او یو بل ته ضرورت هم لري، همدوۍ اوسمهال په افغانستان کې د جګړې توندولو پلویان دي.
 
که چېرې اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې که جوبایډن بریالی کیږي او که ټرمپ خو د افغانستان پر وړاندې به یې ستراتیژي پر څو ټکو ولاړه وي.
 
لومړی: چین او روسیه چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه دي په ختیځ قطب کې اوسمهال د امریکا یو قطبي نظام ته ستر خطر او چلینج دي، افغانستان چې د امریکا لپاره ستراتیژیکه نقطه ده نو دافغانستان سره د خپلو مرستو، تودو اړیکو ختمول او افغانستان ته شاه کول له واقعیته لرې خبره ده؛ ځکه به امریکا  خپلې مرستې او اقتصادي اړیکې له افغانستان سره جاري ساتي. 
 
که چیرې له افغانستان سره اړیکې پرې کوي او یا دافغانستان پر وړاندې په خپلو لومړيتوبونو کې بدلون رامنځته کوي، پداسې یو وضعیت کې افغان دولت مجبوریږي چې د امریکا سیال او رقیب دولت لمن ټینګه کړي، نو امریکا مجبور ده ترڅو افغانستان د یو متحد دولت په توګه په خپل غیږ کې ونیسي.
 
دویم: پر چین او روسیې سر بیره په سیمه کې د امریکا بل هدف ایران دی، امریکا د ایران له نوي رژیم سره له پیله تر اوسه سخته دوښمني لري، چې دغه ترینګلی وضعیت تر اوسه دوام لري.
 
د افغان دولت له مخالفو ډلو سره د ایران او پاکستان د وسلو شتون امریکا ته هیڅ وخت د تحمل او زغم وړ نه ده ځکه خو افغانستان په تاریخي لحاظ د نیابتي جګړو ډګر ګرځیدلی دی.
 
دریم: په افغانستان او سیمه کې د امریکا پوځي اډو شتون او په افغانستان کې د اوږدمهاله پوځي اډو بله موخه د پاکستان کنترول او دهغې نظامي تاثیرات راقابو کول دي. امریکا هیڅکله هم د اتومي ځواک لرونکي نه ایران او نه پاکستان زغملی شي.
 
او نه دوۍ ترمنځ ټینګې همکارۍ او اړیکې امریکا ته د منلو وړ دي. ځکه امریکا د همدغه مرستندویه ګروپونو په زریعه په سیمه کې خپلې مهمې ملي ګټې تعقیبوي او هیڅ وخت نه غواړي د پاکستان په څیر یو دولت له لاسه ورکړي او یا یې مخالف شي.
 
چې د دغه وضعیت د کنترول لپاره افغانستان یو جیو ستراتیژیکه نقطه او موقعیت یادولای شو.
نتیجه کې ویلای شو چې د افغانستان روان وضعیت په نړیواله سطحه د امریکا لپاره هم د سر درد جوړ شوی دی او دغه وضعیت د عادلانه او سالم حل او فصل لپاره به مستقیماً امریکا د افغانستان په سیاسي کشالو او تحولاتو کې ګډون کوي.
 
او تر یو مودې پورې به امریکایې رهبران او چارواکي د خپلو ژورو ستراتیژیکو موخو او پالیسیو پربنسټ له افغان دولت سره په مختلفو برخو کې همکارۍ او مرستې کوي، افغانستان به امریکا لپاره یو قراردادي هېواد شي؛ پدې توګه به ټولې نړیوالې مرستې او سرچینې را جلب کړي او دخپلو ستراتیژیکو سیالانو پر وړاندې به په سیمه ایزه کچه یو قدرتمند هېواد په توګه راښکاره شي.