د ښځو بریا په پور او سپما کې

      داسې یو وخت هم و، چې په کلیو کې ځینو ښځو حتا د پیسو مخ او څټ نه پېژانده. افغان کلیوالې میرمنې په کلیو کې یوازې د بزګرو، غواګانو د روزلو، له غرونو د لرګیو راکوزولو لپاره او د داسې نورو سختو چارو لپاره د ولور په نوم په غلامۍ اخیستل شوې وې.
 
      دوی د تعلیم، تجارت، صنعت، مدیریت او د لارښودې په صفت سړیو نه شوې زغملی. وهل او جبر به یې ورسره  کاوه. د خبرو او مشورو حق یې نه درلوده. ځینو بې سوادو سړيو، د خپلې ناپوهۍ له مخې ښځې یوازې په سختو کارونو مامورې کړې وې. په کلیو او لرو پرتو سیمو کې ښځه له انساني کرامت زیاته په  بدعتي عزت تمامه وه.
 
        د څلورو کونجونو زنداني ولس د افغان ټولنې څه باندې نیم نفس تشکیلوي. او دوی د نرینه و څخه په فزیکي قوت کمزوري او عاطفي مخلوق دی. ځینو ادارو، مدني او سیاسي بنسټونو د ښځو ازادۍ تر لاسه کولو کې کوښښ کړی دی؛ مګر پر ځای ددې چې دوی ته فزیکي او عملي پرمختګ ورکړل شي، نو دوی ته یې ایډیالوژیکه او ضد اچوونکې فلسفه یې ورکړې ده او د نرینه و سره یې په تضاد کې واچولې.
 
        د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د کلیوالي  پروګرام له لوري د هیواد اکثرو کلیوالو ښځو ته کاري زمینې داسې مساعدې کړې دي، چې دوی یې په ټوله مانا د پیسو له مخې او د کورني اقتصاد له مخې په ځان بسیا کړې دي او کاروباري میرمنې سړیو ته اړې نه دي. دغو میرمنو خپل اقتصادي ژوند وپېژانده او د سپما د اتحادیو له لوري یې وکولای شول، چې کورنۍ صنعتي تجارت پیاوړی او مارکیټ درلودونکی کړي. او له هغه حقیر حالته یې په عملي ډول  ځانونه را باسلي دي. د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام د کلیو بیارغونې او پرامختیا وزارت یو ملي پروګرام دی، چې اوس‌ مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري. دا پروګرام په ۲۰۰۹ کې د هېواد په ۵ ولایتونو بامیان، بلخ، ننګرهار، هرات او پروان کې په ازمايښتي ډول پيل شو، چې بیا په ۲۰۱۸  په جون کې د نړیوال بانک د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو بلاعوضه مرستې په تمویل سره په ټول هېواد کې پیل شو. کم تر کمه د هر ولایت په دوه ولسوالیو کې فعالیت لري. او ددې پرګرام ۸۰٪ ګټه اخیستونکې کلیوالې مېرمنې دي.
 
      ددې پروګرام اصلي موخه د هېواد په کلیو کې د بې ‌وزله مېرمنو د اقتصادي او ټولنیز ژوند کچه لوړول او مېرمنو ته په کور دننه  بوختیاوې رامنځته کول دي.  د دې پروګرام تطبیق په‌دې ډول دی، چې په نښه شویو کلیو کې لومړی د مېرمنو لپاره ګروپونه د «سپما ګروپ» تر عنوان لاندې جوړېږي، چې په هر ګروپ کې له له ۱۰ څخه ۱۵ مېرمنو شتون لري. دوی ته د سپما کولو په اړه د پروګرام له لوري روزنې ورکول کېږي. د مالي پوهې په اړه ټریننګونه ورکول کېږي. دوی خپلو کې هره اوونۍ تر ۳۰ افغانیو سپما کوي. او له جمعه شویو پيسو څخه حسنه پور اخلي او خپل ضرورت پرې رفع کوي. څه موده وروسته بېر ته پيسې صندوق ته سپاري. دا پروسه بیا تر ۶ میاشتو دوام کوي.
 
    له ۶ میاشتو وروسته له لسو سپما ګروپونو نېولې تر پنځلسو سپما ګروپونه پورې سره یو ځای کېږي، چې د پور او سپما یوه اتحادیه جوړوي. ددغو اتحادیو سره د وزارت له لوري بلاعوضه نغدي مرستې کېږي، چې د اتحادیو غړي له دې مرستو څخه حسنه پور اخلي او خپلې لويې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي یا پرې کوم کوچنی کاروبار پیلوي. د دوی د کاروبارونو او تولیداتو له پاره بیا وزارت نندارتونونه او نمایشګاوې جوړوې، چې تر دې دمه د دې پروګرام  له اولو وختونو څخه تر اوسه  پورې ۱۷۰ څخه ډېر ولایتي او ملي نندارتونه پر لاره اچول شوي دي.
 
        د دغو اتحادیو غړي، چې دا پیسې تر لاسه کړي، بیا یو کاروبار پیلوي، چې دې ‌ته بیا تولیدي ګروپ ويل کیږي؛ تر څو د کاروباري مېرمنې یو ځای شي او یو صنعت مخته یوسي. دې پروګرام کې تر نن ورځ، ۳۵۳۵۹ د سپما ګرپونه جوړ شوي دي. او همدا ډول ۱۳۷۵ د پور او سپما اتحاديې جوړې شوې دي. او ۱۳۸۶ تولیدي ګروپونه جوړ شوي، چې په ټول هېواد کې د دې پروګرام ثبت او راجستر ګټه اخیستونکي تر  ۴۰۶۶۱۵ پورې رسېږي، چې ۸۰٪  سلنه يې مېرمنې دي.
 
        یوازې په همدې روان کال کې پر ۶۸۲۲ ګروپونو او اتحادیو له ۱۰۰ مېلیونه افغانیو زیاته بلاعوضه نغدي مرسته وېشل شوې‌دي، چې په ‌دې ۶۸۲۲ ګروپونو کې ۶۸۳۵۱ ګټه اخیستونکي شتون لري.
 
        د همدې پروګرام تر سیوري لاندې د «بېرته راستنېدونکیو کډوالو» لپاره د غالي یوه بله پروژه شتون لري، چې مالي تمویل يې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مالیي وزارت له لوري کیږي، چې دا پروژه  د هېواد په ۸ ولایتونو کابل، بغلان، ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات، لغمان او پروان کې فعالیت لري. په دې ولایتونو کې  په ۵۰۰۰ بېر ته راستانه شویو کورنیو د غالیو اوبدلو ۵ زره دستګاوې او خام مواد وېشلي دي، چې اوس مهال دغه ګټه اخیستونکي له مارکيټ سره وصل شوي دي. او له مارکيټ څخه دوی بېلابېل فرمایشات تر لاسه کوي، نقشې تر لاسه کوي، هغه بیا اوبدي او په دې ډول د خپلو کورنیو عاید تر لاسه کوي.
 
      په دې وروستیو وختونو کې د کلیو بیارغونې او پرختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا ته زیاته توجو کړې ده، چې موږ یې یوازې د تېرې اونۍ کاري خاکه وړاندې کوو:
       په تېره یوه اونۍ کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام تر سیوري لاندې په کندهار او ننګرهار کې د باڼس د ترویج او تولیداتو یوه کوچنی پروژه شتون لري، چې په دواړو ولایتونو کې ورته د اسانتیاوو کوچني مرکزونه هم جوړ شوي دي. ماشین الات ورته له خارج څخه راوړل شوي، تر څو د باڼس لرګي څخه زینتي تولیدات جوړ کړي. د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال په کندهار او ننګرهار ولایت کې ۱۵۰ صنعتکاران د باڼس څخه د تولیداتو په جوړلو بوخت دي.
 
       په دې تېره اونې کې (۱۳۹۹ د لړم له ۷ نیټې څخه ۱۳ نیټې پورې) د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پرګرام د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سپما ګروپونه جوړ کړي دي او کلیوالي میرمنو ژوند یې پیاوړی کړی دی، چې دا  د دې وزارت د کاري ساحې چټګتیا ښکاره کوي.
 
       په کونړ ولایت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۴۵۱ سپما ګروپونو  ۵۶۸۸ غړو ته په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو او د مالي سواد په اړه روزنه ورکړل شوې ده . د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په دې ګروپونو کې څه د پاسه یو مېلیون او دوه سوه زره افغانۍ د اوونیزو غونډو له لارې راټولې شوې‌ دي.
 
    د بامیانو ولایت په مرکز کې د ۱۶ ښځينه ګروپونو ۲۲۹ غړو ته دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه، چې د ټولنې انسجام، د پیسو سپما او د هغه ارزښت، د سپما ګروپونو د تشکیل څرنګوالی، په ګروپونو کې د پورونو د راکړې ورکړې، د سپما ګروپونو د کلیدي غړو مسوولیتونه او د کتابدارۍ ارزښت هغه موضوعات وو، چې په دې دوه ورځنۍ روزنه کې یې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شوي دي.
 
      همدا ډول د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د دوه کلیو د ۸ سپما ګروپونو له فعالیتونو او کتابدارۍ څخه چې ۱۲۰ غړي لري؛ لید نه وکړه. همدا راز یې په دې کلیو کې د پور او سپما د دوو کلیوالي اتحادیو له تشکیل څخه نظارت وکړ. او د  اطلاعاتې مدیریت په سیستم MIS  کې د معلوماتو د ورکړې پروسه هم کارکوونکو ته تشریح شوه.
 
د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د پور او سپما ۵ کلیوالي اتحادیو ته څه د پاسه یو میليون افغانۍ بلاعوضه مرسته د مقطعي پانګې د دویم قسط په توګه ولیږلې.
 
       د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام تر پوښښ لاندې سیمو کې د اقتصادي چارو د پیاوړتیا، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د پیل په موخه د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته بلاعوضه مرسته لیږل کیږي.
 
        همدا ډول د هېواد په مرکزي، ختیځ او سویل زون کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام ګټه اخیستونکیو ته روزنه ورکړل شوه. او په لغمان، بامیان او خوست ولایتونو کې د ۹۶ سپماګروپونو ۱۰۵۴غړیو ته په سپما ګروپونو کې د غړیتوب، حسابدارۍ او د سپما د ارزښت په اړه روزنیز ورکشاپونه وړاندې شوي دي.
 
      له سپماو څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه، په ګروپونو کې د کلیدي غړو دندې او د منظم پلان جوړول، هغه موضوعات دي، د روزنو برخوالو ته وړاندې شوي دي. دا راز د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ دوه پرمختیایي شوراګانو ۱۴۲ غړیو ته د "غړیتوب تر لاسه کولو" تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه. په ‌دې روزنه کې د کلیوالو په انسجام، سپما، د سپما ګروپونو او د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو پر تاسیس خبرې وشوې.
 
        د ننګرهار ولایت سیمه ‌ییزه کارکوونکيو د کامې ولسوالۍ په ډاګ صفدري سیمه کې د کوچیانو شورا د دریو ښځينه سپماګروپونو ۳۰ غړیو ته د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د موخو، په سپما ګروپونو کې د غړیتوب، د پیسو د سپمولو، په ګروپ کې د پورونو د ورکولو او د کوچنیو کاروبارونو د پیل په برخو کې دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
 
د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام کوچیان او معلولانو ته هم د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د هېواد په کچه تر پوښښ لاندې نیولي ‌دي.
 
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام WEERDP د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې په دې ډول ترتیب او ډیزاین شوی، او کار پرې جریان لري، چې ډیر تمرکز یې ‌کلیوالي ښځو په اقتصادي ځواکمنتیا پورې تړلی دی.
 
       دغه پروژه په دې نیت د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام (AREDP)  ) له تیرو ټولو تجربو سره په نوي بڼه د هیواد په هغو کلیوالي سیمو کې چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ملي تړون د پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي. د کلیوالي  اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام  له غوښتنې سره سم د کلیوالي متشبثینو اړیکې د تولیداتو د پلورنې په برخه کې له سیمه ییزو، ملي او نړیوالو مارکیټونو سره ټینګې کړې دي. په ځانګړی ډول زیات تمرکز په هغو کوچنیو فرعي سکتورونو کې دی، چې د ښځو په رهبرۍ، تولیدي فعالیتونه  پورې اړه لري. له دې سربېره هغه بنسټونه چې په کلیوالي سیمو کې په لویه کچه تولیدي فعالیتونه لري او یا هم د نرینه و لخوا رهبري کیږي، هغوی ته هم د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام لخوا وده او پرمختیا ورکول شوې ده.