‎هر څه کولی شو، خو لږ همت په کار دی

موږ داسې یو هیواد پورې تړلي یو چې  انسان پکې اهمیت نه لري
•    دلته انسان ته د انسان په سترګه کتل ستره ګناه ده 
•    دلته د کاغذ (پیسې) په بدل کې د انسان ژوند هیڅ دی
•    دلته لومړی مرسته نه کیږي، که مرسته وشي نو په واسطو کیږي. 
•    موږ تل وایو چې موږ یو، خو په حقیقت کې موږ هیڅ یو. 
•    دلته اوس هغه پخوانۍ مینه ، محبت، او احترم نه دی  پاتې. 
•    تل پر یو بل ځان ستر ګڼو خو په حقیقت کې ستر نه یو، ستر یوازې الله تعالی دې. 
•    موږ اوس د زده کړو ځایونو څخه د  خنده بازار میدان جوړ کړی. په مدرسو، ښوونځیو،  پوهنتونو، او مشاعرو کې تل  یو په  بل ملن‌‌‌‌‌‌ډې وهو. استاذ ته د استاذ په سترګه او شاګرد ته دشاګرد په سترګه نه لیدل کیږي. 

ولې موږ یو بل ته احترام نلرو؟ ولې تل ځانونه قیمت ګڼو؟ دا ځکه چې زموږ تربیې کې کمی دی. موږ ته استاذ، مشر، رئیس، او رئيس جمهور سم نه دی تعریف شوی. اصلاً یې موږ په مانا نه پوهیږو. او له بله پلوه دوی هم کمزوري بولم هغه ځکه چې دوی هم خپل مسوولیت په سمه توکه نه دی ادا کړی. 

‎راځئ چې ځانونه جوړ کړو! 
‎ځان او خپل هیواد له سیالانو سره سیال کړو.  موږ کولای شو چې اوس هم ځانونه جوړ کړو، د ځان د اصلاح لپاره هیڅوخت ناوخته نه دی.  باور وکړئ موږ له ‌‌‌‌‌‌ډیرو کارونو لرې پاتې یو. که مو خلک د نړۍ له نورو  خلکو سره پرتله کړو او یا مو هیواد له نورو هیوادونو سره، موږ ‌‌‌‌‌‌ډیر روسته پاتې یو.  همدا موږ یو چې کولی شو هر څه را جوړ کړو  او د نورو هیوادونو په شان ښه ژوند وکړو.

‎زه اوسمهال دلته په اروپا کې ژوند کوم. د دوی ژوند په  ډیر نظم او انساني اصولو برابر دی:
•    دلته انسان ته د انسان په سترګه کتل کیږي. 
•    دلته مرسته له حقدار سره کیږي، واسطه نشته، نن یو ځای ته تلی وم، لیدل مې چې ‌‌‌‌‌‌ډیر بې وسه او بیوزله کسان ولاړول، په ډیر نظم او ترتیب یې درولي ول ، له یوې خوا یې  ورته غذا ورکوله له بلې ‌‌‌‌‌‌خوا  یې پوښتنه کوله چې څوک خو به مریض نه وي تداوي او دوایي یې وړیا وه. دوی د انسان ژوند ته په ډیر درانه نظر ګوري. 

•    دوی تل وایي چې موږ هیڅ یو تل کوښښ او همت کوي، خپل ژوند کې هدف لري. نو زما په نظر دوی بریالي خلک دي. 

•    دوی  یو بل ته سره مینه، محبت او احترام لري. پر یو بل باندې ځانونه لوړ نه ګڼي. تل لاس په سینه ولاړ وي چې له یو بل سره مرسته او همدردي وکړي. دوی مسلمانان نه دي خو کارونه یې تقریباً د اسلام په لاره روان دي. 

•    دلته په ښوونځیو، پوهنتونو، دفترونو کې ښوونکي او کاریګر  خپلې دندې په سم ډول ترسره کوي، په خوله یې تل خندا وي، خو د درس او کار وخت کې جدي دي. خپل مسوولیت په سمه توګه په مخ وړي. پر یو بل ملنډې نه وهي. تل کوښښ کوي چې یو بل تشویق کړي. 

راځئ چې موږ یې هم له دوی زده کړو، سره یو شو او یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړو. لومړی یې له ځانه شروع کړو، ځانونه او خپل  زوریدلی هیواد له سیالانو سره سیال کړو.  د والدینو، استاذانو، د هیواد  مشرانو، احترام وکړئ او یو بل څخه باید یو څه زده کړئ. خپل وخت هسې تا ویلې او ما ویلې کې مه تیروئ. وخت لن‌‌‌‌‌‌‌ډ دی باید  سالمه استفاده ترې وکړئ. داسې یوه فضا جوړه کړئ چې مینه‌، محبت او احترام پکې موجود وي  . همت وکړئ، بل ته په تمه مه کینئ.  که د بل په تمه شوئ نو تل به روسته پاتې استئ.