پنځوس ورځي  په سوله کې!

پخوا په همدې ورځ پاتې شپږ کسه بنديان قطر ته يوړل شول له کابله عبدالله اتمر او سلام رحيمى هم قطر ته روان سول له امريکا پمپ او خليلزاد هم قطر کې وٶ، د ديرشو ملکونو بهرنيو چارو وزيران د سکايپ له لارى ميلمانه ول د طالبانو او افغان حکومت د خبرو( مرکې) غړي هم حاضر ول موږ (افغانانو) ته په تاريخ کې د څلويښت کلن جنګ د پاي او زمونږ د خوشبختۍ پيل ګڼل کيده له هر ځايه د سولې زمزمي وې دوکاندار موټروان پلې او سپاره، ښځو نرو ماشومانو او سپين ږيرو ټولو په خوله د سولې غږ او په مخ د سولې مسکا وه. ۱۲  د سپټمبر وٶ؛ د قطر دوحې په ښار کې د افغانانو د جنګ د پاى او سولې غونډه ونيول شوه، په ټول هېواد کې جنګ هم کم وو، موږ د جنګ کمښت ديته وايو چې څلويښت پنځوس شهيدان ولرو ځکه چې د جنګ په ورځو کې دوه درى سوه وژل کيږو. 

ددواړو ټيمونو ترمنځ د تماس ډله او کاري کميټه جوړه شوه چې د خبرو شروع وخت او په نورو لارو چارو سره وغږيږى، طالبانو په هلمند کې ۲۲ سرتيري د سولې حسن نيت په خاطر خوشى کړل، د طالبانو او افغان حکومت دواړو لوريو ښه خبرونه اورېدل کيدل. موږ د سولې او اوربند غږ ته غوږنه خلاص نيولي وو، څو ورځي تيري شوي له قطره د اختلاف غږونه راتلل، په همدو ورځو کې خليلزاد پاکستان ته سفر وکړ او له قطره په دوه ټکو د اختلاف اوازى راغلي.

۱-  طالبانو وايې زمونږ د خبرو پريکړه او حل به په حنفې فقهه وي حکومت پلاوي ورسره جعفري فقه هم غوښتله. 

۲. طالبان وايې زمونږ خبري (بين الافغانې) به د امريکا سره شوى توافق يوه برخه وي يعني د هغه توافق په دوام به موږ خبري کوو، حکومت پلاوي وايې چې نا بين الافغانې خبري بايد نوي او په نوي مسايلو او قوانينو وي موږ هغه توافق نه منو. ايا رښتيا اختلاف په همدغ دوو ټکو ده؟ له څو ورځى ځنډ وروسته چې جنګونو هم شدت پيدا کړ، په هلمند کندز،فراه،ننګرهار،بغلان کې سخت جنګ وو، په لويو ښارونو حملې شروع شوى، موټر بمب، ډليېزې حملې په دولتې ځايونو شروع شوي په ښارونو کې ترور وژنې شروع شوي حالت سخت خراب شول د سولې غږ ورک شو، له قطره هم زاړه اختلافات او خبري راتلې هيله بخښونکې څه نشته، پاکستان ته سفرونه: کله چې طالبانو له امريکا سره اتلس مياشتې خبرې درلودي هغه وخت هم کله چې به خبرې ودريدې د بعضې اختلافونو له امله، نو خليلزاد به پاکستان ته مخه کړه په ښکاره يې تقريبا" لس ځلې سفر درلود. اوس هم کله چې د دوحې خبرې ودريدې خليلزاد په څلورمه ورځ اسلام آباد ته ولاړ، ورپسې عبدالله، حکمتيار، د پارلمان ريس او غړي، بعضې نور سياسون پاکستان ته ولاړ او له هغې خوا له خندا ډکه خوله راتلل چې پاکستان زمونږ سره په سوله کې همکار ده. طالبان: مونږ اشغال ختم کړ د اشغال د خاتمې په مقابل کې موږ ته بونس او مکافات دادي چې د جهاد ثمره ووينو نظام ولرو او په سياسي ډګر کې هم راتلونکې لپاره قوي ډله او حکومت ولرو (مخکې مو جنګ د اسلام لپاره اوس د سياسي واک ګټلو لپاره) نوى اسلامې نظام غواړو. 

ډېر اوږد جنګ ده په هفتو او يوه مياشت کې حل کيدل مشکل ده، بايد انتظار وکړو، اوربند ځکه نه کوو چې مخکې له اوربنده نورى ډېري خبرې دې هغه بايد لومړى حل شي، افغانستان کې اوسنې نظام په رسميت نه پيژنو د يو جهت په توګه خبرې ورسره کوو. 

حکومت سوله نه غواړى جنګ هم دوې تيز کړى بېن الافغانې خبرې له امريکا سره په شوى توافق بايد مخته لاړې شي. حکومت: موږ طالبانو ته وايٶ چې په شريعت به خبري کوو دوى له امريکا سره په شوى توافق ټينګار کوي. طالبان خپلواک نه دي ځکه اوربند نه کوي، طالبان امارت غواړى او دا نظام ړنګېدل غواړى، موږ با عزته او داسى سوله غواړو چې 20 کلنې لاسته راوړنې له لاسه ورنکړو، طالبان له القاعده داعش ټولو تروريستې ډلو سره لاس لري. ملت: سوله غواړو!! جنګ بس کړئ!! موږ د طالب او حکومت دواړو په جنګ کې سوزو. طالب ملامت ده چې اوربند نکوي. حکومت په منځ کې داسي ډلې شته چې د سولې مخالفت کوي.

۳ ورځي تر انتخاباتو: نومبر په څلورمه د امريکا انتخابات دي د ټرمپ او جو بايډن ترمنځ. طالبان ټرمپ غواړي. حکومت د ټرمپ له اوسني سياست سره مخالفت لري. اصلا" حکومت بيخې خوښ نه وو چې مخکې د امريکا له انتخاباتو دي بېن الافغانې خبرې شروع شي دا خو د ټرمپ(امريکا) فشار وو چې بنديان يې هم پري خلاص کړل او خبرې يې هم شروع کړي، حکومت غوښتل چې انتخابات خلاص شي په سړه سينه به خبرې شروع کوٶ څه مو چې زړه وٶ هغسې به مخته زو. د امريکا له انتخاباتو وروسته به څه کيږي؟ اوس هم وخت ده که سوله او د سولې پروسه افغانان په خپل لاس کې واخلې نو کاميابېدلاې شو چې سوله راولو او ژر يې راولو، که د سولې خبري په کوټه کې وي او موږ سيل بين واوسٶ؛ له کړکۍ مو ورته کتل نو ډېره ستونزمنه ده چې ژر دي سولې ته ورسيږو. د نړۍ هره ستره او وړه پيښه به زمونږ په سوله اغيز کوي لکه اوس د امريکا انتخابات موږ پدې نه پوهيږو؛ چې له انتخاباتو وروسته به زمونږ په سوله څه کيږي؟ د پاکستان،هند چين روسيه او نورو هېوادونو هره پېښه به زمونږ سولې ته خنډ او ځنډ ګرځي. جنګ په غٙله ده: دا لکه لمر جوته ده چې جنګ او اوسني اختلافات ددواړو ترمنځ؛ نه په شريعت او اسلام ده نه په ديموکراسې او دخلکو په حقوقو، جنګ په چوکۍ،واک،قدرت،او د خپلو ګټو لپاره ده. 

نه افغانستان دلته مهم ده نه افغانان، نه امارت او نه هم جمهوريت. تېري پنځوس ورځي دوې د واک په ويش خبرې کٙولي موږ دلته يو بل سره وژل. تيرو 50 ورځو کې 5000 کم و زيات افغانان له هره اړخه وژل شوى دا پړه دچا په غاړه؟ سوله دومره خوږه ده چې پنځوس ورځي نور هم انتظار ورته کولاى شو خو د افغان ملت په توګه مو، په دواړو خواوو غږ ده چې بس کړئ! شرم وکړئ نور د افغانانو په غوښو لوږه، په وينو تنده مه ماتوي. "هر څه ستاسو موږ ته سوله آرام او سوکاله افغانستان راکړئ