د فکر او لید لوري تقلید

ځینې انسانان په تقلید روږدي وي او په هر کار کې تقلید کوي، چې د دې تقلیدونو له ډلې څخه یو هم د فکر او لیدلوري تقلید دی. ځینې خلک به مو لیدلي وي، چې د نورو مسایلو تر څنګ په فکر او لیدلوري کې هم تقلید کوي. دا چې دوی ولې دا ډول تقلید کوي او د دې ډول تقلید لامل څه دي؟ او دا ډول تقلید کول انسان ته څه زیان لري او پر ټولنه یې اغېزې مثبت دي او که منفي؟ په دې اړه به په  دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي. 

هر انسان ته الله تعالی ځانګړی فکر او لیدلوری ورکړي، چې کار ترې واخلي او فعالیت وکړي. ځینې خلک بیا له خپل فکر څخه کار نه اخلي او له نورو څخه تقلید کوي. په نړۍ کې هېڅ داسې دوه انسانان نشته، چې د دوی ټول فکر او نظر دې سره ورته وي؛ دا امکان لري، چې ډېرو مسایلو او برخو کې دې د دوه یا څو کسانو فکر او لیدلوری سره ورته وي دا امکان نه لري، چې د دوه یا څو انسانانو فکر دې له هر اړخه او ټولو مسایلو کې سره ورته وي. چې څومره د فکر له پلوه سره همفکره وي، خامخا به په یوه نه یوه مساله کې سره مخالف وي او د دوی نظر به سره توپیر ولري. ځینې خلک دومره د یو چا تر اغېزې لاندې راځي،چې په هره موضوع کې د هغه له کارونو څخه تقلید کوي. دا ډول تقلید د دې عواملو پر اساس وي. 

۱ـ ځینې کسان د یو چا دومره مینه وال وي، چې په هر کار کې د هغه له کارونو څخه تقلید کوي. په خپل ژوند کې د هغه انسان لیدلوری د یوې لارې په دود ځان ته غوره کوي او د هر کار او هرې خبرې تقلید یې کوي. نور خلک هم د هغه له فکر او لیدلوري څخه تقلید کولو ته هڅوي. هغه تقلید کوونکې ته د دې انسان ټول کارونه سم ښکاري، ټول کارونه یې پرته له تېروتنې څخه ورته ښکاري. نو ځکه یې له هر کار څخه تقلید کوي، حال دا چې هېڅ انسان بې تېروتنې نه دی او هر انسان تېروتنه کوي او تېروتنې د انسان ځانګړنې دي. که دې ته پاملرنه وکړو یو پوه او ځېرک انسان یو وخت په یوه موضوع کې داسې تېروتنه وکړي، چې نور ځان ته حیران کړي. که یو انسان هر څومره درباندې ګران وي او احترام یې لرې، احترام یې وکړئ، خو دومره یې تر اغېزې لاندې مه راځئ، چې د هغو فکر او لیدلور په کلی ډول پر ځان تطبیق کړئ. تل د نورو د ښه کارونو، فکر او لیدلوري پیروی او له ناوړه فکرونو څخه یې ځان وژغورئ. 

۲ـ هغه کسان هم تل د نور له فکر او لیدلوري څخه تقلید کوي، چې  پر ځان باور نه لري او خپل فکر او نظر تر نورو ټیټ ګڼي، په داسې حال کې چې دوی به د ډېر ښه فکر او نظر خاوندان یي. خو دوی له خپل فکر او لیدلوري، څخه ویره لری او د نورو فکر ورته ښه ښکاري، نو ځکه د نورو له فکر او لید لوري څخه تقلید کوي. 

۳ـ داسې خلک هم شته چې هېڅکله په یوه موضوع کې ځان ته زحمت نه ورکوي او نه هم پر ځان فشار راولي. که هغه هره موضوع وي، دوی تل په هر څه کې د نورو له جوړو شوو څېزونو څخه تقلید کوي. نو ځکه د فکر او لیدلوري په برخه کې هم خپله فکر نه کوي او نه هم په کومه موضوع کې نظر ورکوي او د نورو له فکر او لیدلور څخه تقلد کوي. 

ځینې نور لاملونه هم شته چې له امله یې یو انسان د نورو انسانانو له فکر او لیدلوري څخه تقلید کوي. 

هغه کسان چې خپله فکر نه کوي او تل د نورو له فکر او لیدلوري څخه تقلید کوي، د دوی دا کار هم د  دوی د ځان او هم د تولنې پر زیان دی. هغه څوک چې د نورو له فکر څخه تقلید کوي؛خلکو ته ښه نه ښکاری او تقلید کوونکی ورته وایي، بل دا چې د ټولنې پر زیان دی او په ټولنه کې د نوی فکر او لیدلوري، خاوندانو او فکر کونکو شمېر کمېږي. د یوه انسان په فکر کولو او نظر ورکولو سره په ټولنه کې بدلونونه راځي، چې کېدای شي دا فکر کول د ټولنې په ګټه وي نو که خپله فکر و نه کړو او د نورو له فکر او لیدلوري څخه تل تقلید و کړو دا ټولنې ته یو لوی زیان دی. نو تل هڅه وکړئ، چې په هره موضوع کې خپله فکر وکړئ  او د نور د فکر او لیدلوري له تقلید څخه ځان و ژغورئ.