غزل

غزل
شور دمىنې يې په سترګو كې اظهاركړ
خامو شي يې په سرو شونډو انتظاركړ 
  مونږ رندان هم زړونه وىنځو په شرابو  
  شىخ كه لري په اودس د مخ غبار كړ  
 
 نه مو ځان او نه مو خداى ته وخت پىدا كړ
   بس ټول عمر مو غټانو ته بىګار كړ     
 
په وعده مې د ىوه مرګ سره وفا كړه     
  چې د هري ورځ له مرګه مې انكار كړ
ورانوې اوس پرې د خپلو پلونو نخښې
  دې مقام ته يې چې تګ په كومه لار كړ
 څه به ستا له دې مالګىنې روىې ژاړي   
    چې ازل (حسن) ته ژوند لكه انګار كړ 
ډاكتر حسن-لندن