غزل
مه شرمیږه یاره دجذبو خبرې پاتي دي
پورته کړه باڼه دپښتنو خبرې پاتي دي
نشم شرنګولی دلندن دمیخانو پیالې
زما خو په غوږو کې دبنګړوخبرې پاتي دي
ما ورته ځولۍ دزړه تڼاکې ویړي کړیدي
څومره دې لا نوري دسلګوخبرې پاتي دي
نه خو در کتی نه غږیدی شم خوله مې وچه ده
ډیرې مې په زړه اوپه لیمو خبرې پاتي دي
شور به شي غوغا به شي که خوله يې هم ګنډلي وي
لا خود (حسن) دزولنو خبرې پاتي دي
ډاکتر حسن-لندن
وروستي