بارک اوباما او  موږک!

 د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اقتصاد ، په امريکاکې د نن سبا بې روزگارۍ ، او له دې بحران څخه د راوتلو په لارو چاروباندې يوه مهمه وينا کوله ،چې يو موږ ک يې د وينا پرمهال د دريځ خواته راښکاره شو،
\"\"
د ډيلي ميل د راپور له مخې اوباما خپل د وينا دريځ د معمول په ډول د سپينې ماڼى څخه د باندې په چمن کې په ازاده هوا کې ايښى و، د اقتصادي اوضاع په اړه په خبرو خورا گرم راغلى و، چې د سټېج مخې ته يې د موږک حرکت د انځوراخيستونکو او فلم اخيستونکو پام ځانته راواړاوه.