د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ درېیم اوربند هم مات شو

روهي ( جمعه/ ۹ د لړم )، د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره ‌باغ پر سیمه خونړۍ جګړې سختې شوې دي او دواړه لوري یو بل له درېیم اوربند څخه په سرغړونه تورنوي.

د اذربایجان دفاع وزارت د ارمنستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې د ۲۱ ولسي وګړو د وژل کیدو ترڅنګ د ۷۰ نورو د بردا پر ښار د توغندیزو بریدونو له امله د ټپي کیدو خبر ورکړی.

د ارمنستان دفاع وزارت بیا، اذري ځواکونه تورن کړل چې په نګورنو قره ‌باغ کې یې د ستیپانکرات ښار په منځ کې زېږنتون په نښه کړی دی.

دواړه لورو له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې جګړه پيل کړې ده او یو بل د ملکي اهدافو په ویشتلو تورنوي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201030_082455_216.sdoc-->