په ٢٠١٠ م کال کې تر ټولو ډېر کتل شوې ويب پاڼې!!!

 
د Experian® Hitwise® د شرکت د اعلان پر بنسټ په ٢٠١٠ م زېږدي کال کې د ١٠٠٠ هغو ويونو(کليمو) ترمنځ چې په انټرنېټ کې ډېرې پلټل شوې دي  د facebook ويى(کليمه) د تېرکال په ډول په نړۍ کې ترټولو ډېره پلټل شوې او کتل شوې کليمه ده.
او د په انټرنېټ کې  د ټولو  پلټل شويو  کليمو  ٢،١١  سلنه جوړوي.  همدارنگه په فيس بوک پورې نورې اړوندې کليمې facebook login، facebook.com، www.facebook.com  هم په لسو ډېرو کتل شويو کليمو کې راغلې دي.
په همدې توگه ددې شرکت څېړنې ښيي چې د فيس بوک ويب پاڼه په ٢٠١٠ م کال کې هم د انټرنېټ په نړۍ کې ټولو ډېره کتل شوې او هم ډېره پلټل شوې  وېب پاڼه ده، همدارنگه په دې څېړنو کې جوته شوې چې په امريکا کې د ټولو انټرنېټي پلټنو  ٨،٩٣ سلنه  د فيس بوک پاڼه جوړوي، په دې توگه گوگل چې تېرکال په ٢٠٠٩ زېږدي کال کې په نړۍ کې ډېره کتل شوې کليمه وه په ٢٠١٠ م زېږدي کال کې دويم ځاى نيولى دى.
د ياهو د برېښناليک سروېس، او د يوټيوب سايټونه هم په نړۍ کې تر ټولو ډېرې کتل شوې وېب پاڼې دي.

په انټرنېټ کې ډېرې کتل شوې ويب پاڼې

په انټرنېټ کې ډېرې پلټل شوې ويب پاڼې