مخکې له دې چې دتسبوتارمو وشلېږي  بايدمضبوت يې کړو

رفيع الله روشن
په دې وروستيو کې په پاکستان کې هم  ځانځانۍ اوبېلتون غوښتنو دومره زور اخيستى دى چې ډېرى ښکېلې غاړې يې له دې دولت څخه ستومانه کړې دي،او هرڅوک غواړي خپلې چارې په خپله خوښه مخته بوځي ،په دې هېواد کې اوس نفاق خپله لمن غوړولې ده او ډېرى خلک يې په کې رانغاړلي دي،په تېره بيا هغه خلک چې يو څه په سياست کې ګوتې هم وهي.
په ډېرو نږدې ورځو کې د پاکستان له حاکم ائتلاف  څخه دوه لوى او مطرح ګوندونه (M.Q.M )يا مهاجر قومي غورځنګ او د جمعيت علماى اسلام ګوند چې مشري يې د مولانا فضل الرحمن په غاړه ده بېل شول.
دابرخه وګړي ځانونه په سياست کې ښکيل اد ګډ بولي خو اصلاً د سياست په معنى نه پوهېږي، چې څه ته وايي اوڅه ډول سياست بايد وشي،که چېرې دوى په دې پو  شي چې په دې کې يې زيان دى او هېڅ فايده ترې ورته په لاس نه ورځي،نو هېڅکله به هم داسې بې ځايه قدم پورته نکړي.
پاکستان يو هغه هېواد دى چې د افغانستان په شان په کې اوس ترورېستانو  او ترهګرو ځالې جوړې کړى دي او دا ځالې بيا له ميده ډکو او خځلو څخه نه بلکې، له پولادي سيخانو څخه جوړې شوى دي،نو ددې ورانول هم د ښامار د خولې نه د لعل اخيستل دي،کله چې دوى لکه د اوس پشان په خپلو کې سره مرور وي او يو سهار بېلېږي او بل مازيګر نو خاورې به دا ځالې ورانې کړي ،ددوې په داسې دانه، دانه او تيت وپاشان  کېدو هېڅکله هم دوي د بريا تر پولې مزل نه شي کولاى، مګر تل به دښمن او رقيب ته زمينه برابره وي چې خپل هدف ډېر په اسانه او بېدون له کوم تکليف او مشقت څخه تر لاسه کړي.
زه دا خبرې ددې لپاره کوم چې پاکستان هم زموږ ګاونډى او همسايه ورور هېواد دى،نو کله چې په دې هيواد کې دنفاق او ځانځانۍ  اور بل شي نو لوګى به يې ضرور تر مونږ راځي. دا په دې معنى چې په پاکستان کې ډېر مهاجر افغانان دي نو لامهاله  موږ دهغوى په درد او غم ليدلو سره غمجن او دردمن کېږو
اوس چې کله دغه دوه لوى ګوندونه له حاکم ائتلاف څخه ووتل نو دا حتماً د بل چا پر وينا او لمسون بېل شوي دي،اوپه همدې شان به په راتلونکې کې ،نور دې ته وته ګوندونه او حزبونه هم ځانونه بېلوي ، خو دوى بايد ځان پوه کړي او هغه هم پر دې   هغه چامغزچې چا ورته  په جېب کې غورځولى دى بايد مخکې له دې چې بيا وروسته پښيمانه شي، نوبيا پښېماني هېڅ ګټه نلري،هغه چارمغز مات کړي چې چغزۍ لري او که پوچ دى،هغه څوک چې مونږ او تاسې ته ځينې غلطې لارښوونې کوي يواځې او يواځې د خپلو شخصي ګټو او موخو په خاطر دا کار کوي،او غواړي چې موږ په خپلوکې منځوکې په شخړو او جګړو ووينې او دوى مو له لېرې ننداره وکړي،کنه زما اوستا له غمه مړه نه دي .
وګورئ کله چې څوک غواړي هېواد يې ورغول شي،هېواد وال يې په ارامه او سوکاله فضا کې د امن او امنيت تر سيوري لاندې خپل ژوند مخې ته يوسي،او له هر راز مشکلاتو او کړکېچونو څخه په امان وي، نو دا هر څه هغه وخت ممکن وي، چې هغوى ټول سره يو لاس او يو موټى شي،تر څو د هغه زبر ځواک چې غواړي دوى  دانه دانه کړي،ورڅخه سترګې وسوځي، هر کله او هر وخت سوبه او بريا په اتفاق کې ده.
که چېرې په پاکستان کې هر څوک ځانته دولت جوړ کړي،او هر يو پخپله ځان رئيس جمهور وګڼي نو دا ملک به هېڅکله پر دښمن لاس برى نه شي اونه به ملت ته ژمن شي او ملت به هم پرې راټول نشي.
دغه ګوندونه او پارټۍ چې اوس يې ځانونه د حاکم ائتلاف څخه بېل کړي بايد بېرته ورسره يو ځاى شي او د نورو ګوندونو او سياسي اشخاصو سره يو ځاى دا حکومت پر پښو ودروي،او پرې نه ږدي ،چې خپل هېواد چې په ډېرو سختوشرايطوکې ،دې حد ته رارسېدلى دى ،چې له خاورو سره خاورې شي، اوبياموکورونه په کنډوالو بدل شي،سپيان او ځناور پکې بچي وزېږوي،اونه دا هېواد هم لکه زموږ د ګران هېواد افغانستان په شان ،د ترهګرو،ترورېستانو او القاعده د جنګونو سياليو ډګر وګرځي، بس دى چې موږ او زموږ هېواد  تل د اور په لمبو کې وريتېږي او څوک مو د مجبورۍ چيغې او فريادونه نه اوري.
دا چې هېواد ولې داسې شوى دى، ددې هر څه علت يواځې او يواځې،بې اتفاقي او ځانځاني او بې ځايه غرور دى، دلته هم هر څوک غواړي پخپله يو پاچا واوسي،يو دبل خبرې د اورېدو  زغم نه لري،او په دې ډول هېڅکله هم دولت او ملت سره نشي يو کېداى.