یوه اونۍ د هیواد په رغښت کې

((د ۱۳۹۹ د تلې له ۲۷ تر لړم لومړنې نیټې پورې))
       افغانستان د ملي وحدت  حکومت په را بره کېدو سره  له سختو پړاونو سره لاس او ګریوان و. بهر میشتو خیریه بنسټونو له هیواده کډه کړې وه. کلي او بانډې په سختو شرایطو کې ول.  متاسفانه د ښاغلي حامد کرزي  په وختونو کې چې څومره مرستې وې، مګر هغه ډول بنیادي کارونه و نه شول، چې  د کلیو او بانډو اوسیدونکو ته اوږد مهالي د کار زمینې مساعدې ګړي. او بېکارۍ یې چوره محوه کړې وای. بنیادي کارونه نه ول، چې د انسانانو د ژوند لومړني ضرورتونه یې هم پوره کړي وای.  او د اوږد مهالي لپاره یې کټه ترې اخیستې وای.
 
       د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت، هم د نورو ادارو سره د منحل کېدو په پلان کار روان و. خوشبختانه د ځینو سیاسونو د درایت له مخې نوموړی وزارت په خپل ځای پاتې شو او په نسبي توګه یې کارونه له پخواني حالت ښه شول. مګر کله چې د دولت په کابینه کې د پوهندوی مجیب الرحمن کریمي ناسته وشوه او د نوموړي وزارت لپاره یې یوه پوره ستراتیژي او پلان درلودل، نو هم هغه و، چې نوموړی وزارت د اهمو او د هیواد د زیات روغونکو وزارتونو په کتار کې ودرېده.  او همدا ډول د سکتوري وزارتونو په منځ کې تر ټولو ډېره بودیجه لري او تر ټولو زیاته بودیجه یې هم مصرف کړې ده. د هیواد په کچه د اوسیدونکو د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو ضمواري ته یې په پوره مانا ژمنتیا وښوده. دا مقاله د یاد وزارت د یوې ونۍ کاري جریان تشریح کوي او ولس ته یې ګټې ښکاره کوي.  
 
      ددې مقالې بل هدف دا دی، چې نوموړی وزارت د هیواد په ټولو سیمو کې د تساوي تناظر په درلودو سره په هر ولایت کې په مساویانه توګه کاري پروژو به وګورئ او ترې باخبره به شئ. او په دې به پوه شی، چې یاد وزارت په خپلو ژمنتیاو کې څومره تندرست دی؟
 
      اصل کې د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت په کلیو کې د انسانانو د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو په پاره هلې ځلې کوي. ددغه وزارت لومړنۍ هدف د بشري ځواک پیاوړتیا او د دوی اقتصادي بسیاینه رامنځته کول دي. نوموړی وزارت په دې هڅه کې دی، چې په کلیو کې د شته زېربناوو پیاوړي کول، کلیوالو ته د لومړنیو اسانتیاوو او د کاري فرصتونو برابرول، د کلیوالو د لاسي صنعتونو او نورو تولیداتو د پیاوړتیا رامنځته کول ، د فقر کچه راټیټول  او  د انډولیزې پرمختیا په لور ګام اخیستل؛ ددې ورازت له اساسي هدافو شمېرل کیږي.
 
      د دې وزارت زیاته توجو کلیو او بانډوته ځکه ډېره ده، چې کرنیزې او صنعتي سرچېنې تر ډېره په کلیو کې دي، د کلیو او پرختیا وزارت وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په قول ((چې د ښاریانو په پرتله کليوال د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته کم لاسرسی لري، د زېربناء د سم مدیریت له لارې د فقر کچه به راټېټه کړو او د کليو پرمختیا به د بېلابېلو سکتورونو له لارې پیاوړي کړو، چې په دې سبب به د ښار او کلي ترمنځ پرتلیز توپیر کم شي او خلک به اړ نه وي، چې له کليو ښارونو ته وکوچیږي.))
 
    دغه وزارت په تېره یوه ونۍ کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې کاري فرصتونه او د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې رامنځته کړې دي. چې کابو په زرګونو خلکو ته یې کاري فرصتونه مهیا کړي او په زرکونو جریبه ځمکې یې د سیلابونو او وچکالۍ له امله ژغورلې ده.
 
       د سرکونو په برخه کې د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت په تېره یوه ونۍ کې( ۱۳۹۹/۷/ ۲۷ څخه د لړم تر لومړۍ نیټې/) کاري جریان په دې ډول دی: په سرپل ولایت کې د ۶.۸۸ کیلو متره سړک د بیا رغونې کار پیل شوی، چې  نیغ په نیغه د ۳ زره کورنیو ترانسپورتي ستونزې به هوارې کړي.
 
     په کاپیسا ولایت کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴.۱ کیلو متره سړک د جوړیدو کار پیل دی. ددې پروژو په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې تر بشپړتیا وروسته به یې ۲۵۷۰ کورنۍ په مستقیم ډول او نامستقیم ډول له ګټو برخمنې شي. او تقربیاً ۱۴ زره کاري ورځې رامنځته شوې دي.
 
     په پروان ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ کیلو متره کانکریټي سړک د جوړیدو کار پیل شوی. دا سړک به کوتوالي، شین زايي، موسی زايي، سیغان، دشت خام، بخشي خیل او نور ګاونډي کلي به له یو او بل سره وتړي او ۱۶۹۵ کورنۍ به په مستقیم او نا مستقیم ډول د لومړنیو خدمتونو له مرکزونو سره وتړل شي. د دې پروژې په ترڅ کې ۱۵ زره کاري ورځې هم رامنځته شي.
 
     په تخار ولایت کې د ۲.۸ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۳ کیلو متره سړک کریړ اچول، د ۵ پلچکونو او ۱۲۰ متره استنادي دیوال کار ۹۰ سلنه مخکې تللی دی. د دې پروژې په ترڅ کې ۴۶۳۶ کاري ورځې را منځته شوي او په بشپړتیا سره به یې ۳۴۸ کورنۍ ترې ګټه واخلي.
 
      په دغې ونۍ کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د استنادي دیوالونو چارې هم بشپړې شوې او په ځینو یې کارونه پیل دي، چې له جملې څخه یې : په لغمان ولایت کې د ۹۶۴ متره بولډر استنادې دیوالونه دي، چې د رغونې چارې یې تقریبآ ۹۰سلنه سر ته رسیدلې دي.  په بشپړیدو سره به یې د سیمې په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکه دسیلابونو له زیانونو څخه وژغوري.
 
      په جوزجان ولایت کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸۵ متره محافظوي دیوال د جوړیدو کار پیل شوی، چې په څلورو میاشتو کې به یې کارونه پای ومومي او تقربیا ۱۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي. ددې دیوال په جوړیدو سره به د دریای سفید سیند د هغو ګواښونو مخه ونیول شي، چې هر کال د شبرغان ښار خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
 
      د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د یوه ګبیوني دیوال کار ۳۰ سلنه مخکې تللی دی، چې په ترڅ کې به یې ۳۹۱۴۴ کاري ورځې رامنځته شي او د سیمي ۳۵۵۱۴ تنه  اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي. په سروبي ولسوالۍ کې د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي د پروژې د لومړي پړاو کار ۸۵ سلنه مخکې تللی دی.
 
       په ننګرهار ولایت کې د استنادي دیوال، د اوبو لګولو د کانال او سربند د جوړولو کار پیل دی، چې  ۶۳۹ کاري ورځې یې رامنځته کړې او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۴۰۰ کسه ترې ګټه پورته کړي. دا پروژه به د ځايي اوسیدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي او تر څنګ به یې دغه ځمکه او ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له زیان څخه هم خوندي شي.
 
      د کلیو بیا روغونې او پرختیا وزارت په تېره یوه ونۍ کې د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې ډېر کارونه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې کړي دي، چې زیات شمېر اوسیدونکو ته یې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې د هغوی له جملي : د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ اړوند په بقال خانه کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰۰ کلیوالو کورنیو ته د اوبو د تصفیه کولو یوه د ستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې ده. په دا پروژه کې، د یوې نیمه ژورې څاه کیندل، د ۲۰۰۰ لیترو په ظرفیت د اوبو ۲ زیرمې او  ۲ خونې جوړول او د ۳ ترانسفارمرونو نصبول شامل دي. د دغې پروژې د کار په بهیر کی لسګونو ځایي اوسیدونکو ته کاري ورځې را منځته شوې دي.
 
     د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۶۹ زره افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو ۲ بمبه لرونکي نیمه ژورې څاه ګانې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د دې پروژې په بشپړیدو سره  د یاد کلي ۴۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې. همدا ډول په پکتیا کې د ۴.۱ یو میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پله د جوړیدو چارې هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي، چې څه باندې ۱۴،۳ مترو په اوږدوالي د ګاډیو د تګ راتګ لپاره جوړ شوی دی. د دې پله په جوړیدو سره څو کلي یو له بله او د ولایت له مرکز ګردیز سره نښلول شوي دي.  ددې پروژې د جوړیدو په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۴۵۵۶ کاري ورځې رامنځته شوې.
 
     په همدې یوه ونۍ کې د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د کانالونو او د برښنابي انرژیو په جوړېدو سره هم د خلکو ژوند له خوشبختۍ سره مخ کړی دي.
 
     په غزني ولایت کې د یوه کرنیز کانال په جوړیدو سره به ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.  دا پروژه  څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۵۰ متره په اوږدوالي د یوه کرنیز کانال د جوړولو کار د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ کې روان دی، چې کارونه یې ۹۰ سلنه مخته وړل شوي دي. ددې پروژې د جوړیدو په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته به ۱۷۸۰ کاري ورځې رامنځته شوې او ۲۹ کورنۍ به ترینه ګټه واخلي.
 
      په پکتیا کې د اوبو لګولو د ۷۱۳ متره کانال د جوړولو کار ۸۵ سلنه مخته تللي دی، چې ۳۱۵۵ کاري ورځې یې رامنځته کړې او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۶۵۰ کسه ترې ګټه پورته کړي. یاده پروژه به د ځايي اوسیدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي، چې د دوی پر اقتصاد به مثبت اغیز پرې باسي.
 
    په لغمان ولایت کې  ۱۹ متره کانال او ۳۴۸ متره سوپرپسیج پروژې د رغونې قرارداد لاسلیک شو . دا قرارداد د ۹.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړوندې سیمې د محلي پرمختیايي شورا له استازو سره لاسلیک شوی دی. نوموړې پروژه د ۱۸ میا شتو په موده کې رغول کیږي، چې د رغونې د چارو په بشپړیدو سره به  د سیمې په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکه او باغونه د سیلابونو له زیانونو څخه وژغورل شي.
 
       په بدخشان کې د لمريزې برېښنا د توليد د یوې شبکې د ۸.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۳.۴۱۲ کیلو واټه لمريزې برېښنا د توليد کار روان دی. دغه پروژه به ۱۹۵ کورونه او ۲ جوماتونه روښانه کړي. په دې شبکه کې ۱۴۰ تختې ۲۵۰ واټه سولري هیندارې او ۲۲۵ امپیره ۷۲ بطریو پر نصب سربیره ۴۱۴۰ متره تار غځیدلی دی. ددې پروژې د جوړولو په ترڅ کې به تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۴۷۲ کاري ورځې رامنځته شي.
 
     همدا ډول نوموړي وزارت د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځیو په جوړېدو سره زرګونو زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځته کړی دی. په نورستان، زابل، میدان وردګ او هرات ولایتونو کې د څلورو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې. دا ښوونځي ۱۲، ۱۰ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاګانې لري. ددې ښوونځیو د جوړېدو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته نږدې ۱۲ زره کاري ورځې رامنځته شوې وې. ددې ښوونځیو په جوړېدو سره ۱۱۸۰ زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځته شو.
 
     همدا ډول په دې ونې کې په زیاترو ولایتونو ، لکه ننګرهار، بلخ، خوست، بامیان او نورو ولایاتو کې کې په زرګونو ښځینوو ته د ټولنې  د انسجام، د پیسو سپما او د هغه ارزښت، د سپماګروپونو د تشکیل څرنګوالی، په ګروپونو کې د پورونو د راکړې ورکړې، د سپماګروپونو د کلیدي غړو مسوولیتونه او د کتابدارۍ ارزښت د سپماګروپونو ته روزنه ورکړل شوې ده.
 
     دا هغه کارونه دي، چې موږ مشت نمونه خروار را اخیستې دي. یاد وزارت د هیواد په روغولو کې پوره وړتیا ښودلې ده. او دا د یوې ونې کاري راپور باندې یوه تحلیلي لیکنه شوې ده. نوموړي وزارت په میاشت، کال او ان ددې ونې څو چنده زیات کارونه کړي او د هیوادوالو لومړنۍ اړتیاوې یې په پام کې نیولې او د هغوی ته یې د لاس رسي زمینه برابره کړې ده