
دشپې دوولس نېمې بجې دي لکه چې د شهیدانو روح مې سر ته ولاړ دي او په نرم بستر د آرامه ویده کیدو پیغور راکوي او راته واېې چې ایا ته هم د همدې خاورې زوی نه ېې ، ایادا دین په تاحق نه لري چې د زمانې د پلیدو او بې دینه عناصرو په مقابل کې ېې دفاع وکړې ،که د دوښمن د مقابلې توان او غیرت درپکې نه شته څو کرښې خو لیکلئ شې چې د دین پلورونکو او ناموس خرڅوونکو یو ډول ځواب شي .
که ریښتیا ووایم له خپله ځانه او خپل وجدانه شرمیږم ،چې ولې مې د وطن د نورو زړورو ځوانانو په څیر په دې سپیڅلي جهاد کې فعاله برخه نه ده اخیستې ، په ما کې کومه کمي شته چې خداې ج راته د غزا او شهادت ویاړ نه دئ را په برخه کړئ ،
هو ریښتیا دا ډیر لوړ مقام دئ ، دې مقام ته خدای ج په خپله خپل بند ګان خوښوي او هر څوک د دغه لوی او عظیم مقام څښتن نه شي کیدای . او حتې ډیر ېې عظمت او لوېې هم نه شي درک کولای .
تاسې به واېئ چې دا نو څنګه ، که خدای ج ورته د جهاد اود خدای په لار کې د شهادت اود پاکې او ریښتینې مینې توفیق نه دئ ورکړئ نو درک کول خو به ېې ډیر سخت نه وي خو ماته یوه کیسه را یاده شوه چې شاید د همغه شهیدزړه لړزوونکې چیغې مې په غوږو کې انګازی کولې چې له نرم او تاوده بستر سره سره مې سترګو ته خوب نه راته او د هغه د مظلومو او پنا کیدونکو سترګو مې اوس هم سترګې شرمیږي
د شپې لس بجې شااوخوا وې چې نورو ټولو ورځو او شپو په څیر د وردګوولایت د سالارو سیمې د بازار په دواړو غاړو کې په امریکاېې یر غلګرو ځواکونوقهرمانو غازیانو عملیات پیل کړل درنه جګړه ونښته د امریکاېې عسکرو درئ ټانګونه مجاهدینو په راکټ وویشتل د سیمې په فضا کې د آګایز او دهشکو سرې مرمئ لکه سرې سکروټې هره خوا بادیدې او توره شپه ېې رڼا ورځ ګرځولې وه خو لږ ځنډ وروسته جیټ الوتکې را ورسیدې او د سرک په دواړو غاړو ېې بې دریغه اورونه اورول پیل کړل او ورپسې په آسمان کې د چورلکو درانه غږونه هم خپاره شول او د درنو توغوندیو تر څنګ ېې له پاسه یو ډول سور او پلن اور راکوزاوه چې په هره سیمه کې به ولګید ټولې سیمې به اور واخیست ،او خلکو بیا ویل دا لایزري بمونه دي . د جګړې له پیله د فداېې او قاري حبیب الله په نوم دوه مجاهدین شهیدان شوې وو . خو لایزري بمونو ډیر نور مجاهدین هم ټپیان کړې وو چې یو پکې د یو شهید ورور هم ؤ . یو ټپې چې مجاهدینو په ډیر همت او میړانه د جګړې له ډګره ایستلئ ؤ او د یو لرې کلي تر جوماته ېې رسولئ ؤ . خو د الوتکو د ټیټو پروازونو او ددوښمن د شپې لیدونکو وسایلو له امله په دې نه وو بریالي شوې چې ټپي کوم مناسب ځای ته چې لږ تر لږه د پانسمان سامان او د درد آراموونکي درمل ولري ورسوي . د هغه یو ملګري ویل هغه له ډیرو ټپونو سربیره د لایزري بمونو په واسطه د هغه د بدن ډیره برخه سوزیدلې وه او له ډیر درده ېې سخت فریاد کاوه ، خو موږ نه یواځې د درد آراموونکي څه شئ نه درلودل بلکې د هغه دتندې د لرې کولو لپاره مو یو غوړپ اوبه هم نه لرلې ، د دوښمن د الوتکو د ټیټ پرواز او بمبارئ له امله له جومات هم نه شوو وتلئ مرمئ مو په ختمیدو او د ملګرو د تیت پرک کیدو له امله موږ څو تنه چې نږدي ټول ټپیان ؤ په جومات کې بند ؤ . د تلیفون د کشفیدو له ویرې مو هغه هم بند کړي ؤ لنډه دا چې د مرستې ټولې لارې را باندې تړل شوې وې .
زموږ هغه ملګري چې تر ټولو ډیر ټپي او نږدي ټول بدن ېې سوځیدلئ ؤ په پرله پسې توګه له ډیره درده چیغې وهلې شنډو ېې د وینو پتري نیولې وه او د تندې او ستړیا له امله ېې ژبه وچه وه . هغه وایی سره له دې چې موږ پوهیدو نوموړئ به په همدغه حالت کې شهید کیږي خو زموږ هیڅ په وس پوره نه ؤ ، هغه د سهار د لمانځه تر وخته په پرله پسې توګه چیغې وکړې او د لمانځه په وخت کې ېې د شهادت په جام درنه تنده ماته شوه انا الله و ان الیه راجعون
هغه خلک چې په لوکسو کورونو او موترو کې ګرځي د آزادئ په معنې او قیمت څه پوهیږي ، هغه چې نن د تاجیکي او سبا د پاکستاني فاحشو په کنسرتونو کې چکچکې وهي د آزادئ او خپلواکئ په معنې او قیمت څه پوهیږي ،هغه چې د زنا
شراب او کباب په محفلونو کې د یرغلګرو د یرغل د توجې لپاره آیتونه او احادیث لولي د شهیدانو وینې ، د کونډو او بورو د زړه درد کله درک کولای شي ،هغه چې نه ېې خپل او نه د کوم خپل واړه یتیمان شوې وي دیتیمانو په سپیرو او ببرو سرو ، خیرنو او زړو کاليو او په سپیره مخ کې د اوښکو لارې او ناامیدي کله لوستلئ شي . هغوې د امریکایانو په موجودیت کې د خپل ناموس پلورلو ته بازار لټوي .
نو دا څرګنده خبره ده چې ، هغوې ته هغه څوک چې د اسلام د بقا او عزت فکر په سر کې لري ترهګر دي . هغوې چې د دین او وطن د عزت لپاره حتې خپلو کورو ته هم نه شي تلای ا و سمه او غر ورته اور ګرځیدلئ دوست او دوښمن ېې ټول دوښمن شوې له مارانو او لیوانو سره د غرو په غارو کې شپې تیروي په یوه لمړي وچه ډوډي چې هغه هم کله وي او کله نه وې د خپلو ستړېو ورځو روژې ماتوي هغوې بې شکه تروریستان دي هغوې ته خدای تروریستان ویلي .ارهاب ترهګرئ ته ویل کیږي او د خدای دوښمن او د هغوې دوښمن له همدې امله ترې ترهیږي او په زړو کې ېې ویره او ترهه لویدلې . د هغو د ګوتو په شمیر ځوانانو څخه د نړۍ ټول بی دینان اومفسدین چې ۴۹ هیوادونو او د نړۍ د ابر قدرتونو په لکونو عسکر په دې غریب ، بې چاره او خوار وطن کې شتون لري او په لکونو ایمان پلورونکي او ناموس پلورونکي ېې هم تر څنګ ولاړ دي ختیځ او لویدیځ ، شمال او جنوب ټول ورته دوښمن او تر هګر واېې خو بیا ېې هم د ټولو په زړو کې ویره پرته ده . سره له دې چې نه ټانګ لري او نه توپ خو د ټولو ابر قدرتو خوب ېې حرام کړئ نو دا بې له ترهګرو څوک کیدای شي هغه چې دوښمن او د خدای دوښمن ېې ترې ترهیږي قرانکریم هم د هغوی په شان کې همدا واېې چې[ تورهبون به عدوالله و عدوکم ]او یا[ حُمُرٌ مستنفرةO فرت من قسوره] لکه ترهیدلي خره چې له زمري نه تښتي
فولاد وردګ ۱۳۸۹ /۱۰/۱۸