پوتين: امريکا دې افغانستان کې پوځي شتون ولري؛ زمونږ په ګټه دی او مخالفت يې نه کوو 

روهي (دوه نۍ/۵ د لړم)، د روسیې ولسمشر ولادميير پوتین له یوې روسۍ رسنۍ سره په خپلې وروستس مرکې کې ويلي دي چې مسکو افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو له پوځي شتون سره ستونزه او مشکل نه لري. 

پوتين ويلي دي چې افغانستان کې د امريکا پوځي شتون د روسیې په ګټه دی او په همدې پار مسکو د امنيت شورا پ ناسته کې افغانستان کې د متحدو ايالتو پوځي حضور ته مثبته رایه ورکړې وه. 

پوتین ویلی، "کله چې اعلان شوه چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د خپلو ځواکونو ویستو لپاره چمتووالی پیل کړی، زموږ رسمي دریځ دا وو چې دا اقدام به د پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي، خو زه شخصاً فکر کوم چې دا وتل به ډېر خطرونه رامنځته کړي."

افغانستان کې د ډېريو عامو وګړو ذهن داسې دی، چې روسیه افغانستان کې د امريکا له پوځي شتون سره مخالفت لري او همدا لامل دی چې د ځينو په اند روسیه له طالبانو ملاتړ کوي. 

طالبان بيا دا نه مني چې ګواکی روسیه يا د نړئ کوم بل هېواد له دوی پوځي او مالي ملاتړ کوي. د پوتين وروستۍ څرګندونې هغه څه دي چې د سیاسي شنونکو له تحليل سره توپيري دي.