په پکتیا کې پرمختیایي پروژو ته لنډه کتنه

    د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت د هیواد په کچه یو داسې وزارت دی، چې تر ډېره د کلیو او بانډو اوسیدونکو ته  د ژوند لومړني ضرورتونه او کاري فرصتونه مهیا کوي.

     د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په (۲۴) نیټه نوموړي وزارت یو راپور خپور کړ، چې د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت د انډولیزې پرمختیا د اصل په بنسټ د افغانستان د کلیو د پرمختیا په موخه په پکتیا ولایت کې د اوبو رسولو، اوبوخور او د ترانسپورټ په سکتورونو کې (۲۴۴) پروژې بشپړې شوې دي، چې ددې سربېره (۱۴۸) کیلومتره سرک. (۲۱۱)  پلونه او پلچکونه  هم جوړ شوي دي. د (۲۴۴) پروژو له ډلې څخه یوازې (۹۱) پروژې د اوبو رسولو او حفظ الصحي په برخه کې دي، چې د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې بشپړې شوې دي. ددغو پروژو د رامنځته کیدا سره اطرافي ولسونو د ژوند لومړني ضرورتونه او کارګرو ته په زرګونو کاري ورځې رامنځته شوې او د پکتیا ډېرو اوسیدونکو ته یې ګټه رسېدلې ده.

      نوموړی وزارت د هیواد په کچه (۶۰۰۰) زرو ښوونځيو د جوړېدو چارې به په دوو پړاونو کې جوړوي، چې په لومړي پړاو کې په ۱۷ ولایتونو او په دوهم پړاو کې په پاتې نورو ولایتونو کې پروسه بشپړیږي. په لومړي پړاو کې پکتیا او کونړ نه وو شامل ، نو  د وزیر صیب هڅې پیل کړې، چې له کوم بل مرسته کوونکي هېواد څخه مرسته پیدا کړي، ځکه دا ورته سخته وه، چې په خوست کې ښوونځي جوړیږي او په پکتیا کې نه وي. ولسونه او خلک به یې څه وایي؟ که څه هم د ولایتونو او د ښوونځیو ټاکل د پوهنې وزارت کار او مسوولیت و. او د کلیو بیارغونې او پرامختیا وزارت په دې برخه کې هېڅ لاس نه لري. د جناب وزیر صیب متواترې هڅې وې، چې بودیجه یې ورته پیدا کړه او په پکتیا کې د ۱۰۳ ښوونځیو د جوړولو خبره یې وکړه. ورپسې د مرسته کوونکي هېواد له لوري د بودیجې په ورکړه کې ځنډ پېښ شو. او بلاخره کروونا یې وضعیت سخت وځپه او د پیسو د لیږد پروسه د کروونا له امله ډېره وځنډیده.

       د وزیر صیب په دومداره او ډېرو هڅو مرسته کوونکی هېواد قانع شو او د مرستو ژمنه یې بیا تکرار کړه. اوس یې بودیجه تر مالیې وزارت رسیدلې او د ښوونځیو د جوړولو کارونه به ژر پیل شي. دا ښوونځي د ولسي تړون ملي پرګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د پوهنې په برخه کې به زرکونه زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي. 

      همداراز په احمداباد ولسوالۍ او مرکز ګردیز کې  د کلیو اقتصادي پیاوړتیا ملي پرګرام دم ګړئ فعالیت لري، چې تر دې دمه پکې (۶۹۱ ) سپما ګروپونه او د پور او سپما (۳۴) اتحادیې لري، چې تر اوسه ورسره (۷۵۱۰۰۰)بلاغوضه نغدي مرستې شوې دي. او په پلان کې ده، چې ددې کال تر پایه، پاتې ګروپونو ته (۲) میلیونه افغانۍ بلاعوضه مرستې نورې هم وشي.  ددې پرګرام  د ګټه اخیستونکو شمېر په نوموړي ولایت کې له (۸۰۰) زرو نفرو اوړي.

     سربېره پردې په نوموړي ولایت کې د تلپاتې انرژۍ، اوبو رسولو، اوبوخور او ترنسپورټ په برخو کې (۳۱۶) پروژو کارونه ډېر چټک روان دي، چې د کارموندنې، ټولنیز ژوند او ژوندانه حالت د ښه کولو او د پکتیا د خلکو د اقتصادي پرمختیا د ښه کولو په برخه کې ګټورې دي.

     دا هغه کارونه دي، چې په پکتیا ولایت کې ترسره شوي او په ځینو یې کارونه جریان لري. یاد وزارت په دې هڅه کې دی، چې د هیواد په ټولو سیمو کې یو ډول پرمختیایي کارونه روان شي. او کابو د هیواد هر ولایت ته همداسې په زرګونو پروژې بشپړې شوې، او په زیاتو یې کارونه په چټکۍ سره روان دي او د ډيرو پروژو کارونه د تعقیب په حال کې دي. او زر به کټې اخستنې ته وړاندې شي.

        ان شاالله چې نوموړی وزارت په دې برخه کې زیاتې هڅې کوي او لرې پرتو سیمو کې کاري فرصتونه او د اوسیدونکو لومړني ضرورتونه مهیا کوي. موږ نه پریږدو، چې د هیواد یوه سیمه دې د بلې سیمې په نسبت کم رنګه وي.