هېکرانو د ١٩٠ زره ويب پاڼو پاسورډونه غلا کړي!!

 
 
د هېکرانو يوه ډله په دې بريالۍ شوې ده چې د ١٩٠ زره خبري، او اطلاعاتي ويب پاڼو د ننوتلو پټ لوزي(پاسورډونه) پيدا کړي او د دوى اطلاعاتو ته لاس رسى ومومي.
د (ايمپروا) په نوم امريکايي موسسه چې د انټرنېټ د امنيت په برخه کې کار کوي په خپلو څېړنو کې ښودلې: هغه کسان چې خپلو ويب پاڼو او برېښناليکونو ته ساده او اسانه پاسورډونه غوره کوي، ډېر ژر يې هېکران د پاسورډونو په پيدا کولوبريالي کېږي.
ددې څېړنو پايلې ښيي، چې زياتره خلک خپلو وېب پاڼو او برېښناليکونو ته د ننوتو لپاره ١٢٣٤٥٦ ،password، او abc123 کليمې کاروي.  
دې څېړونکو په وينا له هغو کليمو او عددونو څخه چې ژرپېژندل کېږي او ډېر عام وي بايد استفاده ونشي ځکه هېکران په ډېرې اسانۍ کولاى شي ستاسې وېب پاڼے او برېښناليک ته ورننوځي او هغه اطلاعات او معلومات مو چې په ويب پاڼه او برېښليک کې خوندي کړي، درڅخه پټ کړي .
کيسه خو بيا هلته ستره شي چې په اعتباري کارتونو او جاري حسابونو کې هم له همدې معمولي پاسورډونو څخه استفاده کوئ.
د همدې پورته شيانو په نه نظر کې نيولو له امله دا هېکران په دې بريالې شوي دي چې د ١٩٠ زره ويب پاڼو پاسورډونه پيدا کړي ،چې له دې شمېرڅخه يې درى زره پاسورډونه شپږ حروفي دي ، او دا ټول پاسورډونه يا د password کليمه او يا هم(123456) عددونه وو.
دې هېکرانو حتى تر دې چې د (گاوکرمېډيا) گېزموډو او لايف هېک مشهورو ويب سايټونو پاسورډونه هم پيدا کړي وو.
څېړنې ښيي د جيمېل ، ياهو او ايم اېس اين برېښناليک ډېرى کارونکي هم له شپږ رقمي عددونو څخه د پاسورډ په توگه استفاده کوي.چې دا ټول د دوى په زيان تمامېږي.