د موقت حکومت ډنډوره

د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو ډنډورې یو ځل بیا راپورته شوي او په بیلابیل ډول باندې تبلیغات کیږي.

کله د یو چا عکس رامخې ته شي او کله د بل چا عکس، دا هر څه د دې لپاره کیږي چې د موقت حکومت په تړاو د افغانانو غبرګون مالوم کړي.

خو له نیکه مرغه چې د خلکو غبرګون د ډنډوره چیانو د تمې خلاف و، خلکو سخت غبرګون وښود او موقت حکومت یې د افغانانو لپاره زهر قاتل یاد کړ.

دا کیسه له کوم ځای پیل شوې، غواړم په دې درته رڼا واچووم.
د احمدشاه دراني په نوم کوم کس چې د متحده عربي اماراتو په شارجه یې پخوا هوټل و، اوس کوم بل کاروبار په اماراتو کې لري.

دا سړی کوم سیاسي او قومي نفوذ نه لري، خو په اماراتو کې ښه دیره او ښه پيسې لري چې ځینې کسان یې په دسترخوان راټول دي.

دراني په دیره کې یوه میله جوړه کړې او له حکومت مرور او په اصطلاح اپوزسیون ورځي او هلته رنګینې او خوږې شیبې لري او دې کس ته وایي چې تاسو د موقت حکومت لپاره وړ یاست.

د دې لپاره چې د مرورو او عقديي سیاستوالو د شپې ځای پیدا شي او پر حکومت باندې خپله عقده سړه کړي، دا بحث ورسره اوږدوي او تمه ورکوي چې تاسو به راتلونکي حکومت مشر یاست.

دا کس هم په دې ښه پوهیږي چې نه موقت حکومت شته او نه په دې نوم کوم فورمول افغانان مني، خو بیا هم تمه لري چې که حکومت و نه شي، د دې نوم خو به یو ځآی او بل ځای یادیږي.

په بهر کې سیاستوال او په کور دننه مرور سیاستوال، متحده عربي اماراتو کې راټولیږي او دا بحثونه مخ ته وړی.

دا میله له ډير وخت راهیسې روانه ده، خو اوس ورته هوا ورکړل شوه چې مالومه کړي، خلک څومره د موقت حکومت طرفدار دی.

افغانانو د نظام له منځه وړل تجربه کړي، موقت حکومتونه یې تجربه کړي، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې.
افغانان د سر په بیه د رایو صندقونو ته تللي او یو منتخب ولسمشر یې ټاکلی دی، تر هغې چې د دې موده پوره کیږي، بیا به ټاکنې کیږي او په دې وخت کې هیچا ته فرصت نه ورکول کیږي چې کوم بل فورمول رامنځ ته کړي.

هغه کسان چې ځان د موقت حکومت مشران ورته ښکاري او خلک ترې په یو او بل چل باندې پيسې وباسي، په دې خبر شي، اصلا هیڅ موقت حکومت نشته.

تاسو د نړیوالو، امریکا او افغان حکومت خبره واورئ او وګورئ چې څه خبرې کیږي، د موقت حکومت خبره نه منځ ته راغلې، نه بحث شوې او نه به دا فرصت پيدا شي چې موقت حکومت رامنځ ته شي.