هغه معجزه  و پېژنئ چې د زیتون د غوړیو د یوې کاشوغې په خوړلو سره را منځته کېږي

زیتون غوړي هغه غوړي دي، چې په صنعتي طب کې تر نورو ټولو غوړیو ډېر کارول کېږي. دا غوړي د ډېرړ ناروغیو د درملنې له پاره ګټور دي. دا غوړي هم خوړل کېږي او هم د وجود د برخو د غوړولو له پاره کارول کېږي. 

په دې مقاله کې هغه معجزې وپېژنئ، چې د روغتیا په برخه کې د زیتون د غوړیو په خوړلو سره را منځته کېږي. 

د زیتون غوړي د غوړیو د شاه یا سلطان په نوم یاد شوي. دا غوړي د تاریخي قدمت له مخې زرګونه کاله مخینه لري؛ چې پر پخلي سربېره په سینګاري توکو، صابون او روغتیایي موادو، صنعتي درملو کې او سون توکو په حیث کارول کېږي. په اسلامي طب کې هم له زیتون غوړیو څخه کار اخیستل شوی.  

د ورځې یوه کاشوغه د زیتون غوړیو خوړل د زړه د ناروغۍ مخنیوی کوي. د زیتون په غوړیو کې داسې انتی اکسیدان موجود دي، چې د وینې سلولونه له زیان او صدمې څخه ژغوري. 

د ورځې دوه کاشوغې د زیتون د غوړیو خوړل په وینه کې د کلسترول د کمېدو او انتی اکسیدان د زیاتېدو لامل کېږی. 

د زیتون غوړي یوازیني غوړي دي، چې معده هغه په اسانۍ سره زغملی شي. دا غوړي د معدې له پاره د ساتونکي په ډول عمل کوي او معده له زخم کېدو او التهابي کېدو حخه ژغوري.

دا غوړي د صفرا د تېږې له پیدا کېدو څخه هم انسان ژغوري. 
د زیتون غوړي د غیر مشبوع غوړیو په درلودلو سره په وینه کې د کلسترول کچه را ټیټوي او د وینې له لخته کېدو څخه مخنیوی کوي. 

زیتون غوړي د وینې د قندونو میزان کنترولوي او د انسولینو تعدل هم برابروي. د دې غوړیو خوړل مخکې له ډوډۍ څخه معده له زخم کېدو څخه ژغوري.  

د افسرده کۍ د درملنې له پاره هم دا غوړي کارول کېږي. هغه څېړنه چې د پاریس په پوهنتون کې ترسره شوې؛ په هغه کې دا ثابته شوې، چې د زیتون غوړي د غیر مشبوع غوړیو له ډلې څخه دي؛ نو ځکه کولای شي، چې پر افسرده ګۍ  د اخته کېدو خطر کم کړي. 

د زیتون غوړي د اولئیک اسیدو لرونکي دي؛ چې دا تېزاب پر ځینې سرطانونو د اخته کېدو خطر کموي. 

دا غوړي د دوهم نمبر دیابت یا شکر ناروغۍ له پاره د درملو په حیث هم کارول کېږي. هغه کسان چې دوهم نمبر شکر لري، هغه د شکر د پرمختګ پر پار له دې غوړیو څخه کار اخلي او دا غوړي د شکر د پرمختګ مخ نیسي.