د مستو خوړلوځینې مهمې ګټې و پېژنئ

مستې چې د لبنیاتو خوړو د ډلې له مهمو سرچیینو څخه شمېرل کېږي؛ د کلسیمو له غني سرچینو څخه دي.  مستې د کلسیمو  له منبع څخه ګڼل کېږي. 
د دې لبنیاتي مادې خوړل سربېره پر دې نورې ډېرې ګټې هم لري. دا چې مستې سربېره د کلسیمو په درلودلو نورې ځه ګتې لري او نور څه خصوصیات لري په دې اړه لاندې نظریې مودجودې دي. 

مستې د وزن په کموالي کې مهمه ونډه لري: 
دا خوندوره لبنیاتي ماده د وزن په کمولو کې ډېره اغېزه لری، دا ماده د کلسیمو، پوره اندازه پروټئنو او انتشار کوونکو هورمونو په درلودو سره کولای شي؛ چې د پیتید yy او GLP -1  په واسطه اشتها کنترول کړي. 
په دې اساس څېړنو دا ثابته کړې، چې مستې د وزن په کموالي کې مهم رول لري او وزن کموي. 

د مستو په خوړلو سره د بدن د ایمیني سیستم پیاوړي کول: 
د مستو په خوړلو سره مو د بدن ایمیني سیستم پیاوړی کړئ او له ناروغیو څخه خوندي پاتې شئ. لبنیاتي خوړه په بدن کې د مکروبونو مخیوي کوی او نه پریږدي؛ چې ویروسونه او باکتریا ستاسې وجود ته دننه شي. 
حتی د کولمو د ګډودۍ کنترول هم کوي. څېړنو دا هم ثابه کړې ده چې، مستې د ریزش د درملنې موده هم لنډوي او په خوړو سره یې ریزش شوی، کس ژر جوړیږي. 
په بدن کې د مستو په واسطه د ایمیني سیستم د پیاوړتیا لامل په مستو کې د منزیم او سلینیم شتون دی، چې له ایمیني سیستم څخه ساتنه کوي. سربېره پر دې په مستو  کې شته ویټامین D تر هر څه دمخه د ایمیني سیستم د پیاوړتیا لامل کېږي. 

د مستو خوړل مو هډوکي له پوکۍ څخه ژغوري: 
د مستو له مهمو ګټو څخه یوه دا ده؛ چې هډوکي له پوکۍ څخه ژغوري. په مستو کې د کلسیمو، فاسفورسو، پتاشیمو پروټئنو او ویتامین D شتون د دې لامل کېږي؛ چې هډوکي له پوکۍ څخه و ژغوري. 
څېړنو دا ثابته کړې؛ چې له مستو او د لبنیاتي کورنۍ نور خواړه که په ورځ کې درې وارې وخوړل شي، د هډوکو له ماتېدو او پوکۍ څخه ژغوري. 

د مستو خوړل مو زړه روغ او ژوندی ساتي: 
په ټوله کې په مستو کې مشبوع شوي غوړی او په کمه اندازه غیر مشبوع اسیدونه لیدل کېږي؛ چې مشبوع شوي غوړي د وینې د کلسترول په کموالي کې مهمه ونډه لري، چې دا لړۍ د زړه په روغ ساتلو کې مهمه ونډه لري. 
له دې سره د مستو خوړل د وینې فشار کنترولوي؛ چې دا خپله د زړه په روغ ساتلو کې مهمه ونډه لري.