د افغان زونونو کرکټ دوه ورځينۍ سیالۍ کې بست زون اتل شو


د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:

په ننګرهار کې د زونونو تر منځ دوه ورځینۍ سیالۍ پای ته ورسیدلې او د افغان کرکټ ۵ زونونو لوبډلو څخه د بست زون لوبډله د سیالۍ اتله لوبډله شوه.
د دې سیالۍ پای لوبې ته د بند امیر او بست زون لوبډلو لاره پیدا کړی و چې لومړی لوبه د بند امیر لوبډلې پېل کړه، په لوموړۍ پاڼۍ کې د بست لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۲۳ منډې وکړي.
بست په لومړۍ پاڼۍ کې په توپوهنه پېل وکړ او د بن امیر لوبډلې ته یې په ۶۰ اورونو کې ۲۵۲ منډې وکړې، په دې اساس د بست لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ ټولې نمرې خپلې کړې او ۱۶۹ منډې د بند امیر لوبډلې څخه مخکې شوه.
په لومړۍ پاڼۍ کې د بست د لوبډلې توپوهنکې حافظ خان ۱۲۳ منډې وکړې، همداراز د توپ اچونې په ډګر کې قیام خان ۴ او عزت الله خان ۳ ویکټې واخستلې.
په دویمه پاڼۍ کې د بند امیر لوبډلې ۱۲۲ منډې وکړې چې په دې شکل سره د بست زوون لوبډلې ته د بند امیر زوون لوبډلې د یوې پاڼۍ هدف په دوو پاڼیو کې پوره نشو کړای او د بست زون لوبډلې د افغان دوه ورځینۍ سیالۍ اتلولي خپله کړه.
د پایلوبې غوره لوبغاړی د بست زون لوبډلې لوبغاړی حافظ خان شو چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۲۳ منډې جوړې کړې وې.
د زونونو ترمنځ په دې سياليو کې، د ختيځ زون د سپين غر لوبډلې، د مرکزي زون د بند امير لوبډلې، د سوېل ختيځ زون د مس عينک لوبډلې، د سوېلي زون د بست لوبډلې او د شمال زون د امو لوبډلې، برخه اخيستې وه.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کرکټ دوه ورځینۍ سیالۍ ترسره کیږي، په دې سیالۍ کې چې هر لوبغاړی ښه ځلیدلی وي د افغان کرکټ ملي اکاډمۍ لوبډلې ته به لاره پیدا کوي.
د دې سیالۍ څخه د افغان کرکټ موخه د کورني کرکټ پیاوړې کیدل دې ، کچېرته موږ پیاوړی کورنی کرکټ ولرو نو ټولو افغان لوبډلو ته تکړه او با استعداده کرکټ لوبغاړي ورکولای شو.