د بشر لنډ تاریخ (Sapeins هوښیار انسان) کتاب ته ځغلنده کتنه

 دا کتاب اوس یو د نړۍ له ډیرپلورل شوو کتابونو څخه دی چې نژدي لس میلیونه ټوکه خرڅ سوی، پنځوس ژبو ته ژباړل سوی... 

په کتاب کې د انسان کابو 70000 کلن تاریخ، ژوند، اخلاق، تکامل، وده او په ځمکه حاکمیت او نژدي راتلوونکې ته کتنه سوي.

 دا چې د انسان ابتدایې ژوند څنګه وو؟ او څنګه ښکاریان، بزګر او ټولنیز ژوند ته راغلو جالب بحث کړي چې په پیژندني،کرنې،وحدت او علمي او صنعتي انقلاب باندې مفصل بحث سوی.

 کتاب وایې انسان ځکه په ځمکه حاکم سوي چې په همکاري کې ډیر انعطاف مننونکی دی او ددي ډول لویې میلیوني همکاریو لپاره امپراطورۍ، دینونه، ملتونه، پیسې، حقوق بشر او اقتصادي سسټمونه رامنځته سوو. چې د انسان په یوځای کیدو ، ځواکمن کیدو او په نړۍ د تسلط لپاره یې ډیره مرسته وکړه. د ډیرو ستونزو سرچینه هم سوه. څومره چې انسان ځواکمن  کیږي او پرمختګ کوي هغومره مضر کیږي او هغومره نړۍ، حیواناتو  او نورو انسانانو ته خطر جوړوي.

کتاب وایي په تاریخ کې د عدالت په نوم څه نسته او نه به وي، دا یو ايډیال حالت دي. په نړۍ کې جکړي او زورزیاتی هر وخت وې،هیڅکله نړۍ له دي ستونزې نه خلاصیږي یوازیني لار دادی چې حداقل شي. 

اوسني انسان زرګونه کاله مخکې د نئانډرتالونو (یو بل ډول انسان وو چې په منځي ختیځ کې ژوند کول) نسل له منځ یووړ او ځینې قومونه،تمدونونه،د زرګونو حیوانانو نسل یې منځه یووړ. کتاب کې بحث جالب دی چې اوسني انسان (هوښار انسان) له ځان او نورو سره څومره ظلم کړي او څومره ناخوالې یې تیري کړي، خو زه به دلته بحث رالنډ کړم. 

کتاب وایې اوس ټول سیسټمونه او ايدیالوژيانې له چلینج سره مخ دي یا ځوابګوی ندي. علم او ټکنالوجي خورا په چټکه پرمختک کوي، سیسټمونه او ايډیالوژي حل نه ورسره لري یوازې توجهیه کوي یې یا خنډ  ورته کرځي نو دا بیرته له سره کتني ته اړتیا لري.

 دا کتاب ډیر زیات مینه وال لري او په ټوله نړۍ کې عامو خلکو له دروند استقبال سره مخ دی خو په دغه برخه کې چې کومه پوهانو څیړنې کړي  یا لاس لري ځینې نیوکې هم پرې سته. 

دا کتاب دا چا لپاره مناسب دي؟ د هغو لپاره چې غواړې چې پوه سي چې انسان ابتدایي ژوند څنګه وو؟ څنګه په نړۍ حاکم سو؟ څنګه ژوند،اقتصاد او علم دومره وده وکړه او ولي؟ قبل التاریخ کې د ژوند ډول،اخلاق، ټولینزه همکاري، فکر او د ژوند کیفیت څنګه وو؟

ايا مخکي نړۍ سولیزه وه که اوس؟ ولي انسان په دومره پرمختګ سره نړۍ کې ستونزې او ننګوني ورځ تر بلي زیاتیږۍ؟ او نژدي راتلوونکی به څنګه وي؟ زموږ پای؟