ولسمشر دملي اردو له چارواکو سره ولیدل

حامدکرزی: د ملي اردو هر منسوب باید هره شېبه د هېوادساتنې په لاره کې قربانۍ ته چمتو واوسي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان حامد کرزي د ملي دفاع وزارت د قطعاتو له قوماندانانو سره په کتنه کې پدې باندې ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه باید د هېوادپالنې د لوړې روحیې لرونکي او هر منسوب یې باید هره شېبه د هېوادساتنې په لاره کې قربانۍ ته چمتو واوسي.
د هېواد جمهور رئیس چې د شنبې په ورځ یې د ملي دفاع وزارت له چارواکو او د ملي اردو د قطعاتو له قوماندانانو سره د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې خبرې کولې د ملي اردو او نورو امنیتي ارګانونو د منسوبانو په غیر سیاسي والي باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: د افغانستان د ډاډمن راتلونکي لپاره باید د ملي اردو افسران له هېڅ ډول سیاسي تړلتیا پرته په مسلکي او ملي بڼه وروزل شي.
ده په تیرو کلونوکې دخلق دډیموکراتیک ګوند لخوا د اردو سیاسي کولو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: پر افغانستان باندې د شوروي له یرغل وروسته د افغانستان اردو یوموټی پاتې نه شوه، د دغې اردو ځینې افسران له شوروي او ځینې یې له مجاهدینو سره همکار شول . دلیل یې دا وه چې اردو په سیاست کې ښکیل شوه.
حامدکرزي وویل: په افغانستان کې د شوروي پلوي نظام له رانسکوریدو وروسته د اردو حالت له پخوا لا ډیر خراب او عسکر او وسایط یې د مجاهدینو پر تنظیمونو باندې وویشل شول چې له همدغه ځایه د ملي اردو د ړنګیدو بهیر پیل، عسکر او وسله یې بیرته د سیاسي موخو د ترسره کولو لپاره د خپل هېواد پرخلاف وکارول شوه او نن یې موږ نتیجه ګورو.
جمهوررئیس وویل :که چیرې موږ خپل امنیتي نظام په ځانګړې توګه ددفاع وزارت له سیاسي لاس وهنو خلاص نه کړو هېواد به مو هیڅکله هم دیو سالم امنیتي نظام خاوند نه شي. نو ددې لپاره چې یوه پیاوړې اردو ولرو لازمه ده چې اردو په سیاست کې له ښکیل کیدو وژغورو او د دغې اردو هر افسر د هېواد پالنې او ملي غرور په روحیه داسې وروزو چې له خپلو نورو افسرانو څخه د هېواد پالنۍ او هېواد ساتنې په لاره کې دمخکښ توب هڅه وکړي.
حامدکرزي په دغه کتنه کې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د ملي اردو افسران دې د هېواد پالنې او ملي غرور په لوړه روحیه داسې وروزي چې د افغاني غیرت تر څنګ د پرمخ تللې وسلې د استعمال مهارت هم تر لاسه او یو وخت پخپله تجهیزات جوړ او د نورو هېوادونو عسکرو ته زده کړه ورکړي.
جمهورریس ټینګار وکړ موږ پر خپل ځان باندې هغه اتکاء چې کلونه وړاندې مو له لاسه ورکړه، باید بېرته ترلاسه کړو.

حامدکرزي په ملي اردوکې دشایسته سالارۍ اصل ته داشارې په ترڅ کې څرګنده کړه چې په دغه اردو کې ټولې ټاکنې او لوړو پوستونو ته ارتقا باید په پوهه، مسلکي والي او هڅو تر سره شي ځکه تر هغې پورې چې پدغه اردو کې سمې ټاکنې، تغییر او تبدیل دپوهې له مخې رامنځته نه شي، ملي اردو نه پیاوړې کیږي.
جمهورریس وویل: په ملي اردو کې باید د افغانستان د هر قوم او سیمې افسرانو ته له هیڅ ډول توپیر پرته د هغوی د کاري وړتیا له مخې لوړو پستونوته د ارتقا زمینه برابره شي.
حامدکرزي د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو سازمان سره د افغانستان همکارۍ ته د اشارې په ترڅ کې وویل: دا لس کاله کیږي چې افغانستان له امریکا او ناټو سره د ګډو ګټو پر بنسټ ستراتیژیکه همکاري کوي، کچېرې موږ په دغه همکارۍ کې دقت ونه کړو نو تعادل له منځه ځي.
ده وویل: افغانستان آزاد هېواد دی، غربت زموږ د خپلواکۍ خنډ نه شي کیدلی، موږ له امریکا سره داسې ستراتیژیکه اړیکه غواړو چې د افغانستان ملي ګټې پکې خوندي وي. د افغانستان ملي ګټې دادي چې ژر ترژره پکې سوله ټینګه، د ملي اردو ځمکني او هوایي ځواکونه په پرمختللو وسلو او الوتکو سمبال او افسران یې د لوړو زده کړو خاوندان شي.هغو وسائلو ته چې افغانستان اړتیا لري باید پخپله د افغانستان له لوري زموږ نړیوالو دوستانو ته وټاکل شي نه داچې هغوی پخپله دافغانستان د اردو داړتیاوو په باب تصمیم ونیسي.
حامدکرزي وویل موږ له خپلو نړیوالو دوستانو سره هره ورځ د ملي اردو د اکمال او پیاوړتیا لپاره په خبرو بوخت یو او له هغوی څخه د خپلو ځمکنیو او هوایي ځواکونو لپاره د الوتکو په شمول ټانکونه او نور ضروري وسایط او وسایل غواړو او د ملي اردو د اړتیاوو د پوره کولو پخاطر ورڅخه تضمین هم غواړو.
حامد کرزي د ملي اردو جنرالانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د یوه داسې خپلواک هېواد افسران یاست چې د ملي غرور او خپلواکۍ ساتنې په لاره کې د نړۍ په تاریخ کې یې بېلګې لیکل شوي دي.تاسو خپل اړوند افغان مقام او افغانستان ته د خپل خدمت په ځواب ورکولو مجبور یاست، نه د بهرنیو ځواکونو قوماندانانو ته. هر هېواد ځانته ګټې لري چې موږ له خپلو نړیوالو دوستانو سره د متقابلو ګټو له مخې د یوه هدف لپاره په یوه لاره روان یو او موږ پخپل غربت کې د بشپړې خپلواکۍ لرونکي یو چې ملت مو ددغې خپلواکۍ حامی دی.
په دغه غونډه کې دملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ او دوسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په استازیتوب خبرې وکړې او جمهورریس ته یې ډاډ ورکړ چې دملي اردو د پیاوړتیا، سمبالتیا او غیر سیاسي کولو په لاره کې به د هېواد د وسله وال پوځ داعلي قوماندان لارښوونې عملي او دغه اردو به پر یوې غښتلې اردو بدله کړي.#
داخبر پاڼه دولسمشر له مطبوعاتي دفتر روهي ویبپاڼې ته رااستولې ده .