د ايساف څوګونو سره افغان ژورنالست له اوو(٧)ورځو راښيسې په زندان کې دى

 
 د ايساف څوګونو سره افغان ژورنالست له اوو(٧)ورځو راښيسې په زندان کې دى
بهرنيو ځواکونو په خوست کې د خپلواکې ولس غږ راډيو ځايي خبريال حميدالله ترابي کور پلټلى او نوموړى يې له ځان سره وړىدی. چي دغه کار د سيميزو ژورنالستانو لخوا سخت غندل شوی دی
په خوست کې ميشتو بهرنيو ځواکونو اوو ورځې وړاندې په ورغه کلي کې د حميدالله ترابي په کور عمليات کړي او نوموړى يې له خپل وړوکي ورور سره چې په ښونځي کې يې زده کړې کولې يو ځاى بيولى دى، حميدالله ترابي له تېرو څو کالونو راهيسې په سيمه کې د يوه ازاد خبريال په توګه فعاليت کوي، او تراوسه يې له بېلابېلو رسنيو سره دندې اجرا کړي دي او د پېنځو(٥)کالو راهيسې په سيمه کې د ولس غږ راډيو سره ورسره و
 په خوست کې د نړيوالو ،ملي او سيمه ايزو رسنيو ژورناليستان دغه کار سخت په عصه کړي دي او د  حميدالله ترابي نيونه يې د بيان په ازدۍ باندې تيرى بللی، او غوښتنه يې وکړه چې دغه ازاد خبريال دي ژر تر ژره ازاد کړل شي.
  نوموړي وايي چې حميدالله ترابي تل د افغان او ناټو ځواکونو په غونډو کې ګډون کړى او هر وخت يې په پوره بې طرفوالي د ورځينو موضوعاتو او امنيتي پيښو رپوټونه خپاره کړي دي.
 په دې سربيره يې په ولس غږ راډيو کې له پنځو کالونو راهيسې ادبي،فرهنګي او اجتماعي خپرونې وړاندې کولې چې نوموړي پرې ښه شخصيت تر لاسه کړى و
 د نيول شوي افغان ژورناليست کورانۍ وايئ که چېرته ترابي بهرنيو ځواکونو ته مطلوب وو، نو دوۍ کړلى شول چې نوموړى يې خپلې نظامي اډې ته ورغوښتى واى.
 د خوست پر خبريالانو سربېره د پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې هم د بهرنيو ځواکونو لخوا د حميدالله ترابي دنيونې په اړه راټوليدنې شوي اوله افغان دولت او بهرنيو ځواکونو څخه يې غوښتي چې نومړي دې ژر تر ژره خوشى کړي.
 دا لومړۍ ځل نه دى چې په خوست کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې يو ازاد خبريال نيول کيږي ،څو ورځې وړاندې د پژواک خبري اژانس او سلام وطندار راډيو ځايي خبريال مالي خان يعقوبي ، په خوست کې د کليد راډيو خبريال نوراجان بهير او له هغې وړاندې د بي بي سي راډيو پخوانى خبريال کمال سعادات هم د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې نيول شوي وو، چې بېرته ازاد شول.: