د اعدام نړیواله ورځ او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون اندېښنه

روهي( جمعه/ ۱۸ د تلې)، د اعدام له حکم سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په درشل کې د بشري حقونو نړیوال فدراسیون په ایران کې پر غېر عادلانه اعدامونو انتقاد کړی.
 
د فدراسیون په وینا، په ایران کې د تېر کال د ۲۵۱ اعدامونو سربېره د سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر اوسه ۱۹۰ تنه اعدام شوي دي، چې په دې هېواد کې د اعدامونو اندېښمنونکي شمېره بلل شوې ده.
 
په راپور کې له قانوني عمر د کشرانو کسانو اعدام او مدافع وکیلانو ته د تورنو نه لاس رسۍ د نړیوالو ژمنو او قوانینو خلاف کار بلل شوی دی.
 
چې په همدې موخه  د بشري حقونو نړیوال فدراسیون مدافع وکیل ته د تورنو کسانو د لاسرسي امکان، سږ کال له اعدام سره د مبارزې د نړیوالې ورځې موضوع ټاکل شوې ده.
 
دا هغه څه دي چې د بشري حقونو د نړیوال فدراسیون په وینا په ایران کې په پام کې نه‌ دي نیول شوي.