طالبانو د ټرمپ د نوي پریکړې هرکلی کړی

روهي( پنځه نۍ/۱۷ د تلې)، طالبانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پریکړې هرکلی کړی چې تر کرسمس وړاندې یې له افغانستان د خپلو ځواکونو د ویستلو په تړاو کړې ده.

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په یو ټويټ پیغام کې اعلان وکړ، چې غواړي ټول امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۰ کال تر پاي له افغانستان وباسي او په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو کچه صفر کړي، طالبانو د ټرمپ د یاد اعلان هرکلی کړی او د امریکا په ګډون یې د ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، ټرمپ په یوه ټويټ کې اعلان کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي؛ په خبر پاڼه کې راغلې، دوی د دغه اعلان هرکلی کوي او دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کولو په برخه کې خورا مثبت ګام بولي. 

مجاهد څرګنده کړې، دوی په یاده هوکړه کې ذکر شویو ټولو مواردو ته ژمن دي او په راتلونکي کې به د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې وپالي.