فارسي ژبه يې د بهرنيو ژبو نوملړ کې اچولې؛ ولسي جرګه د احصائې عمومي رئيس څارنوالۍ ته معرفي کوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د تلې)، د ولسي جرګې غړو له حکومت غوښتي دي چې د احصايې عمومي رئيس احمد جاوید رسولي دې لويې څارنوالۍ ته ور معرفي شي. د ولسي جرګې غړي وايي چې نوموړي د افغانستان يوې لویې برخې وګړو ته سپکاوی کړی دی. 

احمد جاوید رسولي چې د احصايې ادارې عمومي رئيس دی، د يادې ادارې له خوا څه وخت وړاندې په برېښنايي پېژند پاڼو کې فارسي او تاجکي ژبې د بهرنيو ژبو په نوملړ کې ځای کړې وې چې غبرګونونه يې راپورته کړي وو. 

د ولسي جرګې ځينو غړو ويلي دي چې فارسي د افغانستان د ۲۰ مېلېونه وګړو ژبه ده او د بهرنيو ژبو په نوملړ کې اچول يې د نفاق کړه وړه دي. 

د يادونې ده چې د افغانستان په اساسي قانون کې د پښتو ژبې ترڅنګ دري ژبه د هېواد ملي او رسمي ژبه ذکر شوې ده؛ فارسي اوتاجکي د ايران او تاجکستان د اساسي قانونو اړوند ملي او رسمي ژبې دي.