نن د اکټوبر ۷مه په افغانستان د امریکا د برید ۱۹ کاله پوره شول خو لا هم جګړه روانه ده

روهي( څلور نۍ/۱۶ د تلې)، نن د اکټوبر ۷مه په افغانستان د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په امر د متحده ایالاتو د هوايي برید ۱۹ کاله پوره شول، امریکا هغه مهال ویلې و په افغانستان یې د یاد برید هدف په دې هېواد کې د ترهګرو اډې ختمول او طالبانو پوځي زور له منځه وړل دي.
 
په افغانستان د امریکا له برید وروسته ۱۹ اوړي، خو لا هم په دې هېواد کې جګړې له یوې بلې ورځې ته زور اخیستی؛ په داسې حال کې چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې خو د تاوتریخوالي په کمښت یې اغېز نه دی کړی.

دا جګړه چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه  د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش په یو امر پېل شوه، ۱۹ کاله یې دوام وکړ چې د ګڼو ځاني او مالي زیانونو سره سره هم پای ته ونه رسیده؛ پر افغانستان د امریکا له برید وروسته په دې هېواد کې خونړۍ جګړې وشوې، چې د ناټو ځواکونو په ګډون پکې په زرهاوو افغانان ووژل شول او لا هم دا چاره دوام لري.