د ختیځ فکرونه

د ښاغلي زین الله منلي د ادبي خدمتونو د درناوي له پاره تر دې سرلیک لاندې د افغانستان د قلم ټولنې له خوا د ۱۳۸۹ د جدي په شپاړسمه په کابل کې د ګڼو ادب دوستانو په ګډون یوه ادبي غونډه نیولې وه.
د غونډې پلمه د الحاج مولانا د دریو ژباړو معرفي وه چې د تېر کال په اوږدو کې چاپ شوې دي. «دوه منګورې» یو چینایي ډرامه ده چې له انګرېزي ژباړل شوې، «کلیله اودمنه» د نړۍوال ادب غوره اثر له عربي څخه پښتوته اړول شوی او «د زړه لړې» د مولانا ابوالکلام ازاد «غبار خاطر» دی چې له اردو را اووښتی دی.
استاد اسدالله غضنفر د مولوي رین الله منلي پر نثر خبرې وکړې. هغه د استاد مولوي منلي د نثر روانۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل : «نثر داسې دی لکه د موټر ښیښه. ښه ښیښه هغه ده چې داسې شفافه وي چې ته فکر و نه کړې چې ستا اود سړک تر منځ بل شی هم شته. همدغه راز ښه نثر هغه دی چې خپل هنري اړخ داسې پټ کړي چې د لوستونکي اومعنی تر منځ حایل نه شي اولوستونکی نېغ په نېغه له معنی سره وصل کړي.»
نجیب منلی د زین الله منلي پر ژوندلیک وغږېد او او استاد عبدالله بختاني د مولانا ازاد پر ژوند، مبارزې او ليکنوتفصیلي خبرې وکړې اواستاد حبیب الله رفیع پر دې خوښي څرګنده کړه چې په شپږ اتیا کلنۍ کې د زین الله منلي ادبي خدمتونو ته د ځوان نسل پام ورواووښت.