استرس یا فشار د ا نسان پر مغز څه اغېزې لري؟

استرس یا رواني فشار د انسان پر مغز ډېرې ناوړه اغېزې لري؛ خوب مو ګډودوي او له ناروغۍ سره مو مخ کوي. اوس یوې څېړنې ښودلې ده، چې استرس د انسان مغر ته هم زیان رسوي. دا چې استرس د انسان پر مغز څه اغېزې لري او له کومو ناروغیو سره مخ کوي په دې اړه به خپل معلومات وړاندې کړو. 

استرس یا رواني فشار ځینې وختونه عادي وي، خو دومداره استرس انسان ډېر اغېزمن کوي، چې دا اغېزې بدې پایلې لري. استرس د دې لامل کېږي، چې موږ بد اخلاقي وکړو، موږ ستړي کوي، خوب مو خرابېږي، په اشتها کې مو کموالی راځي، په جنسی تمایلاتو کې هم کموالی راځي. پر دې سربېره استرس د نورو ډېرو ناروغیو لامل هم کېږي. لکه: د وینې د جریان ګډوډي، د هاضمې د سیستم نا منظموالی او په شکر اخته کېدل دا هغه ناروغۍ دي، چې د استرس له امله انسان پر دې ناروغۍ اخته کېدای شي. 

دا چې استرس د انسان پر مغزو څه اغېزه لري؟ د دې پوښتنې د ځواب له پاره د هاروارد پوهنتون د طب څانګې څېړنې کړي او د دې پوښتنې د ځواب د پیدا کېدو له پاره یې هڅې کړي دي. هغوی د اتو کلو په ترڅ کې د متوسط عمر لرونکي دوه زره نفرو نمونې اخیستي دي. هغوی د دې څېړنې په پیل کې د د ې خلکو رواني څېړنې او ذهني حافظې په اړه څېړنې وکړې. 

دې څېړونکو پر دې سربېره د دې کسانو په وینه کې د کورتیزول ماینه او تحلیل هم تر سره کړی دی. دوی کورتیزول ته د استرس هورمون هم وویلې؛ ځکه د استرس په وخت کې  دا هورمون په وینه کې لوړیږي. 
له دې څېړنې څخه دا هم څرګنده شوې، چې د هغو کسانو د کورتیزول کچه چې لوړه ده نسبت هغو کسانو ته چې د کورتیزول کچه یې ټیټه ده خرابه حافظه لري. سربېره پر دې دې څېړونکو دا هم ثابته کړې، چې هغه کسان چې دومداره استرس لري او په وینه کې یې د کورتیزول کچه لوړه وي؛ مخکې له وخته خپل یاد له لاسه ورکوي.
 
ډاکټر جستین ب. ایچوفو- تچویګی، چې د دې څېړونکو په سر کې ځای درلوده وې ویل: ( زموږ څېړنو مخکې له وخته د حافظې د لاسه ورکولو او د مغز د کمزوره کول په منځني سن کې مخکې له دې چې کومې نښې یې ښکاره شي، ښودلي دي) نو اړینه ده، چې د استرس د کموالی له پاره ځینې لارې پیدا کړو. لکه: منظم خوب، ورزش، په وینه کې د کورتیزول د کچې کموالی او له ډاکټر سره مشورې او د ځینې درملو کارول دي.