مينه څه ده؟

07-01-2011 02:15 AM
 موحد
 راشئ دې پوښتني ته دقيق ځواب ولټوو چي مينه څه ده او منشأ ئې چېري ده؟ زړه، كه دماغ، كه روح، كه شهوت؟ د ميني په اړه فيلسوفان بيل نظر لري، عارفان بېل تعريف ورته لري، شاعران بېل تعريف او پيغمبران عليهم السلام بېل تعريف.
آيا كله مو په دې فكر كړى چي يوه مور تنور ته ناسته وي، ډوډۍ ورته وهي، ناڅاپي د خپل زوى ژړا واوري، له ځان سره ووايي: دلته مي تنور تود شوى، زغالې مي جوړه كړې، ډوډۍ رانه پاتې كېږي، هلته مي نازولى ژاړي، خدايه څه وكړم! له ځان سره وايي: په ډوډۍ دي اور ولگېږي، ځم چي چي ماشوم مي قرار كړم، په منډه لاړه شي، خپل زوى په غېږ كي كلك ونيسي، پر مخ او تندي ئې په وار وار ښكل كړى، اوښكي ئې ورپاكي كړي، تى وركړي، كله چي هغه آرام او موړ شي او په شونډو كي ئې مسكا راڅرگنده شي، پر خپل ځاى ئې څملوي او بېرته تناره ته راشي!! دا څه دي چي مور دې ته هڅوي؟ دا كومه جاذبه ده او منشأ ئې څه ده؟
په سپيني شگي كي اوسېدم، پسرلى وو، له خوني راووتم، څو گامه مخكي ولاړم، ناڅاپي گورم چي يوه وړه توربخونه مرغۍ چي د چوتكي په اندازه ده او ډېر ښكلى غږ لري، كله له يوه لوري تېزه راشي او زما مخي ته تېره شي او كله له بل لوري، داسي لكه چي غواړي زه مخكي ولاړ نشم، ودرېدم، مرغۍ هم قراره شوه او د يوې وني په څوكي كښېنسته، له يوې څانگي بلي او بلي ته والوته، كوزه شوه او د يوه بوټي بيخ كي ننوته، څو شېبې تم شوه او بېرته راووته، دې حركاتو ئې وهڅولم چي ورشم او د بوټي لاندي وگورم چي څه دي او دې هلته څه كول، ورروان شوم، مرغۍ بيا همغه مخكنۍ لوبه پيل كړه، ورغلم، د بوټي په بيخ كي مى د دې ځاله ومونده او په هغې كي د دې وړوكى بچى، پوه شوم چي د همدې لپاره هغه لالهانده وه او پر ما ئې پر له پسې بريدونه كول او زما مخه ئې نيوله!! له ځان سره مي وويل: دا وړوكې مرغۍ څه شي دومره جسوره كړې چي ځان په خطر كي واچوي او د خپل بچي لپاره له انسان سره ډغري ووهي!!
همدا راز په يوه كور كي اوسېدم چي څو جگي جگي وني ئې وې، له خوني راووتم، د ونو لوري ته روان شوم، ناڅاپي مي كارغه سر ته نږدې تېر شو، دومره چي منگولي ئې زما پر پكول ولگېدې، بيا بيا مي خوا ته تېر شو، مجبور شوم لرگى په لاس كي راواخلم او وئې وېروم، خو هغه نه تم كېدو، زه مخكي ولاړم، متوجه شوم چي په دې وني كي د ده ځاله ده او په هغې كي ئې بچى!! بريدونه ئې د دې لپاره وو چي زه ئې بچي ته ورنږدې نشم!! ويل مي: په دې كارغه خپل تور بچى څومره گران دئ؟ څومره به ورته ښايسته برېښي؟ دا مينه څومره زوروره ده چي دا كارغه ئې دومره لالهانده كړى!!
د حيواناتو فيلم مي كتلو، په وچ كالي كي ئې د دوى پرېشانه حالت ښودو، په صحرا كي نه اوبه وې، نه شنه بوټي، نه د ونو شنې څانگي، نه د حيواناتو لپاره د خوراك څه وو او نه د څښاك، د گروزني په نامه يو حيوان ئې له خپل تي خور بچي سره ښودو چي دواړه له لوږي او تندي سخت كمزوري او ډنگر شوي، بچى ئې په وار وار راشي او د دې پر تيو خوله كېږدي خو څه په لاس ورنه شي، خبره دې ځاى ته ورسېده چي مور پر سينه پرېوته، نه د ولاړېدو وه او نه د تلو، بچى ئې يوې خوا بلي خوا ته تاو شو، تى ئې ونه موندو، حيران ودرېدو، مور دا حالت ونشو زغملى، په ډېر زحمت او تكليف سره او په داسي حال كي چي سينه او د مخكنۍ پښې زنگنونه ئې پر زمكي وو، ورو ورو ئې د شا پښې دومره لوړي كړې چي د بچي خوله ئې تي ته ورسېږي، هغه راغى او پر تشو تيو ئې څو واري خوله ټينگه كړه... د دې صحنې په ليدو سره مي له سترگو اوښكي وبهېدې او ومي ويل: خدايه! تا د دې مور په زړه كي څومره زوروره مينه اچولې، دا په خپله د مرگ په حالت كي ده خو پر خپل بچي ئې لوږه نه لورېږي!! ښايي تاسو به زمرۍ يا پړانگه ليدلې وي، په كوم ژوبڼ يا فيلم كي چي بچى ئې خوا ته راشي، پر غاړي او زنې ئې خپله غاړه او ملا وموښي، تر زني لاندي ئې يوې خوا بلي خوا ته تېر شي او مور ئې هغه په وار وار پر سر او مخ وڅټي!! زمرۍ او پړانگه دلته خپل فطري عادت چي داړل، څيرل او خوړل دي هېر كړي، په زړه سواندي او مهرباني مور بدله شي!!
پوښتنه دا ده: د دغو صحنو له ليدو وروسته كه څوك تاسو ته ووايي: د دې ميني منشأ عقل ده، آيا دا ادعاء ورسره منئ؟!! دا په داسي حال كي چي دغو ټولو د عقل خلاف عمل كړى، د بل لپاره ئې خپل ځان په خطر كي اچولى، د داسي چا لپاره چي هيڅ گټه ئې نه ده وررسېدلې!! كه څوك ووايي: د دې ميني منشأ ښايست ده، آيا دا ادعاء ورسره منئ؟ دا په داسي حال كي چي خبره د دې عكس ده، حقيقت دا دئ چي ميني بدرنگى ورته ښايسته كړى!! د بچي ښايست ورو ورو زياتېږي خو دا مينه ورو ورو كمېږي، كه څوك ووايي: احتياج دا مينه رامنځته كړې، دا مارغان او حيوانات له خپلو بچيانو سره د دې لپاره مينه كوي چي د دوى په بقاء كي خپله بقاء گوري، چي ستر شي گټه ئې وررسېږي او دا د دوى د نسل د دوام باعث كېږي، كېدى شي كوم كمعقله فيلسوف دا خبره وكړي، دا په داسي حال كي چي مارغان هغه مهال خپل بچى له كوره شړي چي ستر شي، هيڅ ژوى له خپل بچي سره له سترېدو وروسته هغه مينه نه كوي چي په وړوكتوب كي ئې ورسره لري. او كه څوك درته ووايي: د دې ميني منشأ شهوت ده!! آيا دا ادعاء منې؟ ښايي دا پوښتنه درسره پيدا شي چي كه د هري ميني منشأ شهوت نه وي نو داسي مينه هم شته چي منشأ ئې شهوت دئ!! د غرب يو معروف شخصيت چي فرويډ نومېږي، د ماركس په څېر يهودي دئ، په غرب كي د ده مقام د ماركس په كچه دئ، د رؤيا (خوب) په نامه معروف كتاب لري، كتاب ئې په غرب كي د ماركس د كپيټل كتاب په اندازه شهرت لري، ما ئې كتاب لوستلى، غوښتل مي يو مفصل نقد پرې وليكم، د نقد وړ ټول ځايونه مي په نخښه كړي، خو مناسب فرصت مي ونه موندو، فرويډ په دې عقيده دئ چي د ميني، الفت او انس منشأ د انسان جنسي غريزه (شهوت) ده، هغه نه يوازي هره مينه، حتى له زوى سره د مور مينه همداسي گڼي بلكي وايي: د انسان د وېښي ټول فعاليتونه او د خوب هره رؤيا ئې جنسي منشأ لري!! همغسي لكه ماركس چي وايي: د انسان ټول فعاليتونه، ټولي اړيكي، او هره دوستي او دښمني اقتصادي منشأ لري!!
خو آيا د طبيعت دا عبرتناكي عملي او واقعي صحنې پر دغو نظرياتو د بطلان سره كرښه نه راكاږي؟ يقيناً چي هغه نظريه باطله ده چي د واقعيتونو خلاف وي او د واقعيتونو له توجيه عاجزه وي، د ترديد لپاره ئې بل دليل او حجت ته ضرورت نشته. آيا دا دواړه د هغه سرتېري مجاهد استشهادي عمليات توجيه كولى شي چي له الله تعالى سره كلكه مينه ئې دې ته تيار كړي چي د باروتو واسكټ واغوندي او د دښمن په صف كي ځان والوځوي؟!!! كومه مينه او كومه غريزه ئې دې قربانۍ ته چمتو كوي؟!!
مينه څو حالتونه او صورتونه لري چي هر يو ئې ځان ته نوم او ځانگړې منشأ لري: محبت، الفت، رحمت او عشق، د محبت منشأ عقل دئ، د الفت منشأ زړه دئ، د عشق منشأ شهوت دئ او د رحمت منشأ روح ده. كه تاسو يو څوك گورئ چي ډېر بې وزلى، محتاج او مضطر دئ، د ده دا بې وزلي، احتياج او پرېشان حالت ستا په زړه كي يو احساس راولاړوي چي ته ورته زړه سوى وايي، دې ته رحمت وايي، ضد ئې قساوت دئ، كه ته څوك داسي مومې چي افكار، اخلاق او اطوار ئې تا ته ورته دي، ځان ته ئې نږدې مومې دغه نږدې والى په تا كي يوه مينه راولاړوي چي دې ته الفت وايي، چي مقابل حالت ئې اجنبيت او پردى والى دئ، كه له تا سره څوك ښېگڼه او احسان وكړي، كوم څه ئې تا ته ښه وبرېښي، دا احسان، ښېگڼه او ښايست چي په تا كي كوم احساس راپاروي دي ته محبت وايي چي عكس ئې عداوت دئ او د مقابل لوري له جفا او تېري راولاړېږي، ځيني خلك داسي دي چي دا ټولي ميني سره خلط كړي، له تفكيك ئې عاجز شي، د مثال په توگه هغه مينه چي عشق نومېږي او منشأ ئې شهوت دئ د داسي ميني پر ځاى كاروي چي منشأ ئې محبت دئ، كمعقله صوفيان له الله تعالى سره هغه مينه چي نوم ئې محبت دئ او منشأ ئې عقل، د عشق په نامه يادوي، ځان ته عاشق وايي او خپل محبوب ته معشوق، چي دا له ادبي پلوه غلط تعبير او له شرعي پلوه ناجائزه نومونه ده. له الله تعالى سره زموږ مينه عشق نه بلكي محبت دئ، منشأ ئې زموږ عقل دئ، موږ په عقل سره خپل رب پېژندلى، د هغه بې انتهاء پېرزويني مو احساس كړې، د هغه د رحمت آثار هر لوري ته او په هر گام كي گورو، په عالم كي ښكلا، جمال، كمال، نظم، اداره، ساتنه، پالنه، د مخلوقاتو اړتياوو ته ځواب وينه... د هغه د قدرت او صفاتو مظهر گڼو، دغه احساس په موږ كي د الله تعالى په اړه محبت راپيدا كوي. موږ له هغه چا سره زياته مينه كوو چي له موږ سره ئې زياته مينه كړې، ښه ئې پاللي او ښه ئې روزلي وو، له مور سره د نورو په پرتله زياته مينه له همدې احساس راولاړېږي، او له الله تعالى سره تر ټولو د زيات محبت منشأ همدا ده. كه تاسو له هر چا پوښتنه وكړئ مخصوصاً هغه مهال چي لږ ئې عمر پوخ شوى او عقل ئې قوام موندلى، چي په خپلوانو او دوستانو كي څوك درباندي زيات گران دئ؟ نو يقيناً چي ځواب به ئې دا وي: مور!! وجه ئې هغه پېرزويني دي چي مور د ده په اړه درلودې. لكه څومره چي د الله تعالى پېرزويني پر موږ تر ټولو زياتي دي همدومره بايد له هغه سره زموږ محبت زيات او پر بل هر محبت غالب وي، الله تعالى د هغه چا د ايمان دعوى نه قبلوي چي خپل رب تر هر څه، پلار، مور، اولاد، ټبر، مېرمني، شتمنيو او بنگلو ورته زيات محبوب نه وي.
د عشق، عاشق او معشوق په كارولو كي هغه د گودر ذليل شاعر چي تور خال، سور شال او شين منگى ستايي، هغه د ميخانې او كابارې گنده شاعر چي مى، جام او ساقي ستايي، د دوى امام (فرويډ) دئ او مذهب ئې (سيكس)، هغه جاهل صوفي او بې معرفته عارف چي كله حوري او غلمان ستايي او كله د خپل محبوب تور وېښتان، سپين مخ او ښكلى جمال، دى هم دغو شاعرانو ته ورته دئ، د ده الفاظ هم داسي دي چي ښيي د ميني منشأ ئې له هغوى سره ورته ده، په قرآن كي د حورو او غلمان ستاينه د شهوت پارولو لپاره نه بلكي د شهوت مهارولو لپاره ده، دا د دې لپاره ده چي تا ته ووايي: كه په خپل ژوند كي هوس ته تسليم نشوې بدله ئې په جنت كي ستا د ټولو هوسونو ترسره كېدا ده. كه حرام دي پرېښود تر هغه ښكلى او پاكيزه حلال به ترلاسه كړې.
په دې عالم كي د رحمت، پېرزوېني او عاطفې مظاهر او آثار موږ ته وايي: دا عالم يو رحيم او مهربان رب لري چي په خپلو مخلوقاتو كي ئې د پېرزويني، محبت او ميني جاذبه ايښې، كه دا دنيا د بې روح او بې شعوره اشياءو او توكيو مجموعه وى او د هغوى ترمنځ ماشيني تعلقات وى، نو نه به يوه د بل په نسبت عاطفه او پېرزوينه درلوده او نه هم زړه سوى او ترحم؛ خو برعكس موږ دلته محبت، ترحم، عاطفه، رحمت او پېرزوېنه او د دې ترحم او عاطفې آثار او مظاهر گورو، گورو چي مور د خپل اولاد په نسبت مخصوصاً په هغه وخت كي چي اړ او محتاج وي، د چا پالني او روزني ته ضرورت لري، په همدومره پېمانه چي هغه دې ته اړ وي د مور په زړه كي ورته ترحم او عاطفه وي، ايثار او د قربانۍ جذبه وي، هومره چي د هغه لپاره هر راز ستونزي كړاوونه، زحمتونه او بې خوبي گالي، هر څومره چي دا ماشوم بې نيازه كېږي، په خپل ځان متكي كېږي، له بل چا مستغني كېږي او په خپلو پښو ودرېږي همدومره دا رابطه هم تضعيف كېږي، شلېږي او قطع كېږي. تاسو مرغان گورئ چي كله ئې بچوڼي واړه وي او يوه مدافع، حامي، پالونكي او ساتونكي ته اړ وي، گورو چي مور پلار ئې، په همغه اندازه د هغه په اړه عاطفه لري، مينه لري، ترحم او زړه سوى لري، د هغه ساتنه كوي، د هغه د پالني او ساتنې لپاره حتى ځان هم په خطر كي اچوي، كله چي د هغه ځالي ته څوك لاس وروړي گورو چي ځان ورباندي وژني، چيغاري وهي، له يوې څانگي بلي ته الوځي، داسي لالهانده چي نه پوهېږي څه وكړي تر څو خپل بچيان له خطره وژغوري، حيوانات هم همداسي دي، حال دا چي څه موده وروسته او هغه مهال چي بچي ئې په خپلو پښو ودرېږي، خپل ضرورت خپله رفع كولى شي، له مور او پلار بې نيازه او مستغني شي، بيا هغه پخوانى تعلق ختم شي، بيا هغه د ترحم او عاطفې تعلق نه وي او ورو ورو تغيير مومي او له منځه ځي. دغه عاطفه او ترحم چا راپيدا كړى؟ ولي د ضرورت په وخت كي وي او د اړتيا له ختمېدو سره سم پاى ته ورسېږي؟ حال دا چي نه مور او نه پلار هغه ته اړتيا لري، او كوم ضرورت ئې رفعه كوي، برعكس هر څومره چي اولاد د مورپلار پالني ته اړ وي، نو دا مينه هم وي، او څومره چي هغوى د بل له مرستي‏ بې نيازه كېږي دا رابطه هم تضعيف كېږي، يو وخت داسي راشي چي انسان گمان نه كوي دا به همغه مور وي او دا به ئې همغه بچى چي د هغه په اړه ئې پرون، د مور په زړه كي دومره كلكه مينه او داسي ژوره عاطفه او ترحم وو، ځيني خو مينه او عاطفه داسي توجيه كوي چي گواكي مبنا او بنسټ ئې احتياج او اړتيا ده، خو دا په دې دليل غلطه خبره ده چي دا احتياج او اړتيا خو هغه مهال هم وي چي ماشوم ستر شي، خو هغه د پرون ورځي مينه، محبت، ترحم او عاطفه نه وي، د ماشوم له سترېدو سره خو دا رابطه بايد تقويه كېدلى، هر څومره چي هغه د دې جوگه كېږي چي د مور پلار مرسته وكړي او احتياج ته ئې د ځواب ويلو شي بايد دا رابطه د مور او پلار له خوا تقويه كېدى، څومره چي بچى او ماشوم لويېږي او په خپلو پښو ودرېږي او د دې جوگه كېږي چي د مور پلار احتياج رفع كړي، د همدې په تناسب بايد دا تعلق او رابطه مزيد ټينگېدلى، خو برعكس گورو چي هغه تضعيف كېږي او يو وخت دې حد ته راورسېږي چي دا رابطه قطع شي.
د ميني په اړه د دين تعبير دا دئ چي دا د رحمن رب له لوري يوه داسي وديعه ده چي د ژوو بقا او ژوندون ورپوري تړلى دئ، په دنيا كي دا ټول رحمت او پېرزوينه چي د ټولو مخلوقاتو ترمنځ ليدل كېږي، يو له بل سره مينه كوي، يو د بل په نسبت پېرزوينه او عاطفه لري، څاروي او ځناور له خپلو بچيانو سره مينه كوي، دا ټول د الله د رحمت د سلو برخو يوه برخه ده چي الله تعالى د خپل رحمت دغه وړه برخه د عالم پر ټولو مخلوقاتو وېشلې ده. دا حقيقت د رسول الله صلى الله عليه وسلم په يوه ښكلي حديث كي داسي انځور شوى:
عن سلمان قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله خلق يوم خلق السماوات والأرض مائة رحمة كل رحمة طباق ما بين السماء والأرض فجعل منها في الأرض رحمة فبها تعطف الوالدة على ولدها والوحش والطير بعضها على بعض فإذا كان يوم القيامة أكملها بهذه الرحمة.
له سلمان رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: په كومه ورځ چي الله آسمانونه او زمكه پيدا كړل، سل داسي رحمتونه ئې پيدا كړل چي هر يو ئې داسي پوړ او طبقه ده لكه د آسمان او زمكي ترمنځ واټن، له دې ئې يو په زمكي كي كېښود چي په همدې سره مور له خپل اولاد سره، ځناور او مرغان يو له بل سره مينه او عطوفت كوي، كله چي د قيامت ورځ شي نو په همدې سره به خپل رحمت بشپړ كړي.
د رحمت دا آثار او مظاهر چي موږ ئې دلته گورو، دا په دې باندي شهادت وركوي چي دا دنيا، يوه مهربان خالق پيدا كړې او هغه دا د پېرزويني، عاطفې او رحمت علاقه په خپلو مخلوقاتو كي ايښې، موږ په دې عالم كي هري خوا ته د رحمت آثار گورو، په ټولو تعلقاتو كي، په طبيعي حوادثو او پېښو كي، د خلقو ترمنځ، د حيواناتو ترمنځ او د مرغانو ترمنځ. دا مينه، محبت، پېرزوينه او عاطفه چي آثار او مظاهر ئې هر لوري ته گورو، دا موږ ته لارښوونه كوي چي دا عالم يوه ماشيني نړۍ نه ده، چي د توكو تر منځ ئې تعلقات د يوه بې احساسه ماشين د بېلو بېلو برخو او پرزو ترمنځ وي، چي هلته نه عاطفه وي او نه ترحم، بلكي دا د رحمان خداى له لوري پيدا شوې دنيا ده او هغه دا د پېرزويني احساس او د رحمت او ميني علايق د مخلوقاتو تر منځ پيدا كړي. په رواياتو كي راځي چي: يوه ورځ يوه مور چي په تناره ئې ډوډۍ پخوله ناڅاپه ئې خپل ماشوم وليد چي د اور خوا ته نږدې كېږي، ورټوپ ئې كړل او هغه ئې په خپلي غېږ كي ونيولو، له همدې سره ئې دا فكر ذهن ته ورغى چي زما زړه نه غواړي زوى مي اور ته ولوېږي، الله تعالى څنگه په دې راضي كېږي چي خپل بنده په اور كي واچوي؟ ډوډۍ او تنور همداسي پرېږدي، ماشوم په غېږ كي اخلي، پيغمبر عليه السلام ته ورځي او پوښتنه كوي چي: آيا ته د الله رسول يې؟ وئې فرمايل: هو، هغې وويل: آيا الله تر ټولو زيات مهربان نه دئ، وئې فرمايل هو! هغې وويل: مور پلار مي تر تا جار؛آيا الله پر خپلو بندگانو تر مور پر خپل اولاد زيات مهربان نه دئ؟ وئې فرمايل: هو؛ هغې وويل: مور خو نه غواړي چي ماشوم ئې اور ته ولوېږي، الله تعالى څنگه غواړي چي خپل بنده اور ته واچوي؟ د دې خبرې په اورېدو سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم له سترگو دومره اوښكي بهېږي چي مخ ئې په اوښكو لمدېږي او بيا سر رااوچتوي او فرمايي: يقيناً چي الله نه غواړي خپل بنده اور ته واچوي مگر هغه ډېر متمرد چي د لااله الا الله له ويلو انكار كوي.
كه څه هم د دې روايت په اسنادو كي څه ملاحظات شته؛ خو محتوى ئې ډېره ښكلې ده او د قرآن له لارښوونو سره په بشپړه توگه مطابقت لري، د ميني او پېرزويني په اړه دا مطلب په بل حديث كي په دې توگه راغلى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم يوې ښځي ته چي ماشوم ئې كلك په غېږ كي نيولى او تى وركوي، اشاره كوي او صحابه وو ته فرمايي: آيا دا مېرمن به خپل ماشوم په اور كي واچوي؟ صحابه وو وويل: نه په خداى قسم چي ترڅو توانېږي اور ته به ئې وانه چوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: يقيناً چي الله پر خپلو بندگانو تر دې مور پر خپل زوى ډېر مهربان دئ.