د هلمند د بست قاضي او د سلطان مسعود غزنوي صدقه

هملند ولايت كې د بست په نوم د هلمند د رود پر چپ طرف يو ښار واقع دی، چې د افغانستان په لرغوني تاريخ كې د خاص نظامي، اقتصادي او سياسي اهميت څخه برخمن دی. 

د بست تاريخ د ډېرو خونړيو جنګونو او وژلو تر څنګ د ځلانده کيسو، برم ، شان او شوكت د داستانو څخه هم ډك دی، چې د دې ښار تاريخي او كلتوري ارزښت نور هم زياتوي. 

خو د بست په اړه تر ډېرو خبرو مهمه دا ده چې دا ښار د غزنوي پاچهانو په وخت كې د هغوئ د ژمي پايتخت و، ځكه چې په ژمي كې به په غزني كې ګزاره سخته وه، نو پاچا به د ژمي سړې مياشتې په هلمند كې د بست په قلعه كې تېرولې. 

وايي: يو وخت چې په غزني كې ژمی بيا هم ډېر سخت و او غزنوي سلطان مسعود بست ته راغلی و، هلته ناروغ شو او وروسته دغه لاندې کيسه پېښه شوې وه چې د هلمند د بولان د كلي د هغه وخت د يوه پرهيزګاره او متقي قاضي د رياضت او ديندارۍ نمونه په کې بيان شوې ده:
خواجه أبوالفضل بيهقي په خپل مشهوره كتاب كې چې د سلطان محمود غزنوي او سلطان مسعود غزنوي د پاچهيو مفصل تاريخ دی ليکي چې د ١٠٣۶ م كال په ژمي كې سلطان مسعود غزنوي وروسته تر هغه چې د يوې اوږدې مريضۍ څخه تازه جوړ شوی و، غوښتل يي چې په شكرانه كې يو څو مستحقو كسانو ته صدقه وركړي. 

نو يي خپل د يوه غلام (آغاجي) په لاس د خپلې خزانې څخه دوه کڅوړې راوغوښتلې او وروسته سلطان مسعود دغه كڅوړې خپل منشي ابو نصر مشكان ته ورولېږلې او هدایت یي ورته وکړ او ورته وې ويل چې په دغه كڅوړو كې هغه حلال سره زر پراته دي چې زما پلار سلطان محمود غزنوي د هندوستان په جنګ کې د سومنات د بت تر ماتولو وروسته په لاس راوړي وو او موږ په خپله خزانه كې د نورو سرو زرو څخه جلا ساتلي دي. 

پاچا خپل منشي ته حال ورکړ چې ما اورېدلي دي د بست پخوانی قاضي ابوالحسن بولاني (دهلمند د بولان د كلي اوسېدونكی) او د ده زوئ ابوبكر بېخي مسكينان دي او د مياشتي لس درهمه تنخوا لري او تر بل هر چا د دغه صدقې مستحق دي، نو دغه سره زر یوه یوه کڅوړه هر یو ته د صدقې په توګه وركړه. 

چې د کروندې د پاره یو اندازه ځمکه پرې واخلي او خپل ژوند پرې ښه کړي.
بيهقي اضافه كوي، چې وروسته د پاچا منشي (ابو نصر مشكان) د بست قاضي او د هغه زوئ خپل كور ته راوغوښتل او په ډېره خوشحالۍ يې د پاچا د مرحمت پيغام او د سرو زرو كڅوړه د قاضي مخ ته كېښودله او ورته وې ويل چې دا صدقه تاته پاچا د هغو پاكو زرو څخه دركړې ده چې د هندوستان په جنګ كې يې د پاك جهاد په نتيجه كې لاس ته ورغلي وه.

سپين ږيري قاضي (ابوالحسن بولاني) كڅوړه واخيستله او بيرته يي د پاچا د منشي مخ ته كېښودله او وې ويل:
ما ته دا ډېر د فخر ځای دی چې سلطان په ما دومره عنايت او مهرباني كړې ده، مګر زه دا سره زر نشم قبلولای، ځکه چې زه په هغه جنګ كې د سلطان محمود سره نه وم ، او ما ته دا خبره سمه نه ده معلومه چې د ده دا غزا زموږ د پېشوا محمد مصطفى (صلی الله عليه وسلم) په سنت طريقه برابره وه او كه نه وه؟ 

زما خپل د دې دنيا بار او ګناهونه نور هم ډېر دي، مرګ را نژدې دی ، د دې حساب به د محشر په ورځ څرنګه پروردګار ته وركوم؟ دغه څه چې خدای تعالی راکړي دي، قناعت پرې لرم، دا سره زر بیرته سلطان ته ورکړه.

وروسته ابو نصر مشكان دغه كڅوړه د قاضي د زوی (ابوبكر) مخ ته كېښودله چې هغه هم قاضي و، مگر هغه يي هم د قبلولو څخه انكار وكړ او وې ويل چې زه هم د دين په معاملاتو كې د خپل پلار شاګرد يم، نو هغه څه چې زما پلار ته د منلو وړ نه وي، زه يي هم نشم قبلولای.

ابو نصر مشکان ټوله ورځ په فکر کې تېره کړه. 
وروسته یي د سرو زرو دواړه کڅوړې سلطان مسعود ته تسلیم کړې او هغه هم د دې کيسې په اورېدو په تعجب کې ولوېد او همېشه به یې دا کيسه ابو نصر مشکان ته ور یادوله.

خدائ (جل جلاله) دې وبښي!
خدای تعالی دې موږ د محمد مصطفى (صلی الله عليه وسلم) په لار روان کړي او د قاضيانو په زړو كې مو دې د خدای ويره ولوېږي.