له هر چا خپل کار ورک دی

زمونږ د ګران هېواد ډېری دولتي ادارې او بنسټونه ښايي همداسې وي، آن له ولسمشرۍ نېولې د ټېټې کچې تر ماموریته، چې اداره به زما خو چارسمبالي یې نور ښاغلي وي، ټیک دې ته ورته، چې شعر د یو چا، کمپوزر او سندرغاړی یې نور جنابان.

تازه د ولسي جرګې ځینو غړو دا غوغا جوړه کړې چې د ملي امنیت شورا له خپلې شړۍ پښې بهر کړي او په هېواد کې پر دوهم ځواک بدله شوې، حال دا دی چې د دې شورا را منځ ته کول د اساسي قانون خلاف ګام دی.

په ولسي جرګه کې راټول د ملت غمخوار استازي له دې کړېږي، چې یاده شورا د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په کارونو کې لاسوهنه کوي او د دوی په کاري واکونو یې خېټه اچولې ده.

د امنیت شورا واک او دنده د هېواد په کچه د امنیت او ټیکاو روان وضعیت څېړل دي، چې له بده مرغه د هېواد لرې پرتې او اطرافي سیمې خو کونج ته کېږده، په کابل کې لا په ډاډه زړه ګرځېدی نه شې، خو د امنیت شوار د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د چارو پر مخ وړلو کې دومره بوښته ده، چې د چا خبره سر ګرېدو ته وزګاره نه ده او خپله ورکړل شوې دنده ترې پر ځای هېره ده.

د امنیت شورا لکه سخي عرف خان، خپله ترې اوبه وړي خو د بل هغه راټينګوی.
پر ځای د دې چې امنیتي وضعیت وڅېړي، دا اداره د حوزو د امرانو او د پولیسو د قوماندانانو په لرې کولو او ګومارلو کې رول لري او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو پر ځای پرېکړې کوي.

د ولسي جرګې تر چت لاندې تش په نوم د ولس استازي پر دې نیوکه کوي، چې د ملي امنیت شورا د امنیتي او دفاعي سکټور ټولې چارې په خپل لاس کې نیولي او د لوړې او ټیټې کچې چورواکو (چارواکو) په ګومارلو او لرې کولو کې مستقیم لاس لري.

ته صبر چې ولسي جرګه کې د استازو مشر د ولس له غمه مړ او په ولس قربان میررحمان رحماني د ملي امنیت شورا له لوري په لرې کولو او ګومارلو کې د لاسوهنې په تړاو د ولسي جرګې کورني او دفاعي کمېسیونونو ته لارښوونه کړې چې په دې اړه یوه فوق‌العاده غونډه جوړه کړي.

په خوب ویده زمری وېښ شوی، که خیر وي د ځنګل نظم چې وختونه مخکې ګډوډ شوی و، اوس به بېرته سره وپیل شي او هر څه به سم روان وي.

د ولسي جرګې غړي وايي، د حکومت تشکیلات ناقانوني دي او ولسمشرۍ ماڼۍ د قانون خلاف او د ولسي جرګې له تصویب پرته فرمانونه صادروي.

د دوی په خبره، کومې ادارې چې د ولسمشر په فرمان د ولسي جرګې له رایې پرته جوړې شوي، د فساد سرچینې دي.

په ولسي جرګه یا پارلمان کې ناست نازولي، چې ځانونه د ولس استازي او خادمان بولي که څه هم ښايي ډېری هېواد وال یې په رسمیت و نه پېژني او یا د هر آفت او ناورین د راتګ پر وخت یې د دې وړ و نه بولي چې ملا پرې وتړی  خو دا خبره یې ځکه د باور وړ ده، چې د دې بې کسه او بې څوکه هېواد بېلګه اوس د شطرنج د لوبې تختې او چارواکي یې د دغې لوبې مهرو ته ورته دي، که یې شاه دی، وزیر دی یا سپاهي د بل چا له خوا لوبېږي، په لوړه کچه د بهرنیو لخوا او په منځنۍ او ټيټه کچه د کورنیو لوبغاړو له خوا د ګېم د ګټلو په موخه مخ پر وړاندې وړل کېږي.

ولس بېچاره یوازې د دغو کرغېړنو شېبو ننداره کوي، زړه خوري، دردېږي او د زړه وینې تویوي او د دې شطرنج پر سر وهونکي قیمار د پیسو په ډول قرباني کېږي.