سعودي عربستان کې د ښځینه لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي

روهي ( درې نۍ/۸ د تلې)، د سعودي حکومت وايي، دا هېواد به د ښځنیه لوبغاړو ترمنځ د سیالیو کوربه توب وکړي، د عربي رسنیو د راپورونو پر بنسټ چې په سعودي کې د ښځينه لوبغاړو ترمنځ سیالۍ  چې یو نړیوال ټورنمنټ به وي، د یوې اونۍ لپاره به روانې وي.

په سعودي کې ترسره کیدونکي سیالۍ چې ویل کیږي دوه پړاوه به ولري د اروپا  په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو به پکې ښځینه لوبغاړي برخه لري چې  د نورو لوبو ترڅنګ به د ښځینه لوبغاړو ترمنځ د ګلف ځانګړې لوبې هم پکې ترسره شي.

د راپورونو پر بنسټ د سیالیو په موخه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ښځينه لوبغاړي سعودي عربستان ته رسیدلې او لوبې به د ټولو روغتیايي تدابیرو په پام کې نيولو سره ترسره شي.